1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شتاينماير د اروپا په ټاکنو کې د پراخې ونډې اخيستنې غږ وکړ

۱۳۹۸ خرداد ۵, یکشنبه

د آلمان ولسمشر فرانک والتر شتاينماير، پر آلمانانو باندې غږ کړی دی چې د اروپا په ټاکنو کې دې پراخه ونډه واخلي. شتاينماير له خپلې مېرمنې سره يو ځای په خپل پخواني ښوونځي کې خپله رايه ورکړه.

https://p.dw.com/p/3J6Bn
Berlin - Frank-Walter Steinmeier und seine Frau Elke Buedenbender bei Stimmabgabe zur Europawahl
انځور: Reuters/F. Bensch

د آلمان ولسمشر وويل چې «يو دموکرات آلمان په يوه متحده اروپا کې، دا يوه ډېره ستره نېکمرغي ده». شتاينماير د برلين ښار په داهلم ناحيه کې خپله رايه ورکړه چې په دې ترڅ کې يې وويل: «زما په اند دا مقصد په کار کولو ارزي او په تېره بيا په ارزي چې سړی په انتخاباتو کې برخه واخلي.»

د هغه په نظر به ښه دا وي چې هر څومره ډېر خلک د يکشنبې ورځې په ټاکنو کې ګډون وکړي. شتاينماير له خپلې مېرمنې ايلکه بودنبېندر، سره يو ځای په خپل پخواني ابتدايي ښوونځي کې د رايه ورکولو مرکز ته تللی وو او په آلمان کې د ټاکنو له څه باندې ۶۰۰ زرو مرسته کوونکو څخه يې هم مننه وکړه. د شتاین مایر په خبره دغه خلک د دې غم خوري چې ټاکنې په منظم شکل ترسره شي.

د آلمان د بهرنيو چارو وزير هايکو ماس، د تويتر د لارې بيا په ټاکنو کې د ګډون له پاره بلنه ورکړه: «اوس مهمه ده چې ملګرې او ملګري مو درسره کړئ او رايه ورکړئ! موږ نه پرېږدو چې اروپا د وېره اچوونکو له خوا ويجاړه شي.»

ماس زياته کړه چې «موږ بايد هغه اشتباه ونه کړو چې ډېرو بريتتانويانو کړې ده، يعنې کله چې د بکزيټ په سر رايې اچونې ته نه وو تللي.»

ماس له دې تويت سره په ۲۰۱۶ کال کې په بريتانيا کې هغې تر سره شوې ټولپوښتنې ته اشاره وکړه چې په ناڅاپي ډول پکې د بريتانويانو لږ اکثريت له اروپايي اتحاديې څخه وتلو ته مثبته رايه ورکړې وه. دا په داسې حال کې ده چې د اروپا په سږنيو انتخاباتو کې بيا بريتانويان هم ګډون کوي ځکه چې هغوی له اروپايي اتحاديې څخه د وتلو پر څرنګوالي باندې تر اوسه پورې کومې موافقې ته سره نه دي رسېدلي.

ns/ms (dpa)