1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سېلابونو په پاکستان کي 440 انسانان وژلي دي

۱۳۸۹ مرداد ۹, شنبه

يوازي د خيرپښتونخوا په ايالت کي په درو ورځو کي د 408 انسانانو د وژل کېدو خبر ورکړل سوی دی

https://p.dw.com/p/OYtE
سيلابونه هر کال په سويلي آسيا کي ځاني او مالي تاوانونه رسوي
سيلابونه هر کال په سويلي آسيا کي ځاني او مالي تاوانونه رسويانځور: AP

د پاکستان شمال لوېديځي برخي د دوامداره بارانونو او د مځکې ښويېدنې له امله سختي زيانمني سوي دي. د زياتو بارانونو له وجې د سيمي زياتي ولې او سيندونه تر څنډو اوښتي او بندونه يې مات کړي دي. ويل کيږي چي يوازي د چارسدې په سيمه کي پنځه سوه کوره تر اوبه لاندي سوي دي. چارواکي وايي چي هغه سړک چي پېښور او اسلام آباد سره نښلوي په سيلاب کي له منځه تللی دی چي له وجې يې د پېښور او اسلام آباد تر منځ تگ راتگ سخت زيانمن سوی دی.

د خيبر پښتونخوا د ايالتي حکومت د اطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين په يوه خبري ناسته کي وويل چي په سيلاب ځپلو سيمو کي څه باندي څلور لکه انسانان گير راغلي دي. د چارواکو په وينا د سړکونو او پولونه له منځ څخه تلنې وضعه لا کړکېچنه کړېده ولي چي و سيلاب ځپلو کسانو ته د مرستو رسول مشکله سوي دي.

د خيبر پښتونخوا سيمه چي د بنسټيزو جوړښتنو يا انفراسټرکچر کمښت پکښي تر سترگو کيږي د حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ په وسله وال کړکېچ کي له مخه لا ډېره زيانمنه سوې وه. د خيبر پښتونخوا هغه د مېلې ځايونه چي ورته پخوا گڼ شمېر سېلانيان راتله د امنيت له وجې يې د سېلانيانو په شمېر کي زښت کمښت راغلی ؤ. ښايي د سېلابونو اوسني زيانونه دغه سيمي ته لا زيات اقتصادي ټکان ورکړي.

د پاکستان د موسمونو د څار ادارې ويلي دي چي د پنجاپ په بعضو سيمو کي هم سيلابونه رامنځ ته سوي او زيان يې اړولی دی. اوس داسي ويري رامنځ ته سويدي چي د اټک د سيند اوبه به د تربيلا تر څنگ د پنجاب د ايالت په سيمو کي هم سختي تباهۍ رامنځ ته کړي.

ليکونکی: احمدولي اڅکزی

کتونکی: نسيم صابر