1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سیپري: په نړۍ کي پوځي لګښتونه مخ پر زياتېدو دي

۱۳۹۸ اردیبهشت ۹, دوشنبه

په ستاکهلم کې د سولې نړیوال څیړنیز انیستیتوت د تازه رپوټ پر بنسټ، امریکا متحده ایالاتو، چين، سعودي عربستان، هند او فرانسې د نورو هیوادونو په پرتله پر پوځي وسلو ډیري پيسې لګولي دي.

https://p.dw.com/p/3HbZb
Flugzeugträger USS Carl Vinson
انځور: picture-alliance/dpa/U.S. Navy/D. Howell

د سویډن په پلازمېنه ستاکهلم کې د سولې نړیوال تحقیقاتي انستیتوت(سیپري) د یوه نوي رپوټ پر اساس په تیر میلادي کال کې د نړۍ هیوادونو یو بیلیون او ۸۲ میلیارده دالره پر پوځي تجهیزاتو لګولي دي. دا تر دې د یوه کال مخکې په پرتله ۲،۶ سلنه زیاتوالی او په تیرو دریو لسیزو کې تر ټولو لوړ رقم ښيې چې دغې څيړنیزې ادارې د وسلو د نړیوال رقابت په هکله خپاره کړي دي.

«شپیګل آنلاین» د دوشنبې په ورځ (اپریل میاشتې ۲۹) د دې رپوټ په استناد لیکلي دي چې امریکا د۶۴۹ او چين د۲۵۰ میلیارده ډالرو په مصرف سره په دې جدول کې په لومړي او دویمو مقامونو کې ځای نیولی دی. د دواړو هیوادونو پوځي بودیجه تیرکال د نورو هیوادونو په پرتله ډیره لوړه شوې ده.

وروسته تر دې سعودي عربستان، چين او د فرانسې هیوادونه دي چې د وسلو په نړیوال رقابت کې مخکي دي. سعودي عربستان تیرکال د ۶۷ میلیارده او ۷۰۰ میلیونه دالرو په ارزښت پوځي تجهیزات را نيولي دي.

د سیپري په جدول کې د نړۍ په هغو لسو هیوادونو کې چې په تیرو دوو کلونو کې یي تر ټولو لوړ پوځي مصارف درلود کوم د پام وړ تغیر نه لیدل کیږي. روسیه له څلورم څخه شپږم مقام ته راښکته شوې ده. آلمان د جاپان هیواد په ځای نیولو سره په دې جدول کې اتم مقام لري.

د آلمان د نظامي بودیجې زیاتیدل

د آلمان نظامي بودیجه تیرکال ۴۹ میلیارده او ۵۰۰ میلیونه ډالره وه چې ۱،۸ سلنه زیاتوالی ښیي. د سیپري د څيړنو له مخې آلمان تیر کال د خپل ملي ناخالص تولید ۱،۲ سلنه پر نظامي تجهیزاتو لګولي وو او ټاکل شوې ده چې تر ۲۰۲۵ م کال پورې به دغه کچه ۱،۵ ته ورسوي. د شمالي اتلانتیک نظامي تړون (ناټو) د تګلارې له مخې دغه کچه باید ۲ سلنې ته لوړه شي.

په دې اړه زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ:.

د سولې نړیوال څیړنیز انستیتوت چې د ۱۵۵ هیوادونو د نظامي بودیجې نوملړ یي چمتو کړی دی، د خپل رپوټ د جوړولو له پاره یوازې د هیوادونو پر رسمي آمارو تکیه نه کوي، بلکې د مرکزي بانکونو، ناټو او د ملګرو ملتونو سازمان د پوښتنلیکونو په څیر سرچينې هم په پام کې نیسي.

که څه هم د یو شمیر هیوادونو نظامي بودجه د اقتصادي ستونزو، د وسلو درلودلو د سیالۍ او په دفاعي سیاست کې د بدلون په څیر دلایلو له امله په سطحي توګه نوسان درلودل، خو امریکا په داسې یو ځای کې قرار لري چې رقابت ورسره تقريباً ناممکنه دی.

د امریکا ونډه: د نړۍ د نظامي بودیجې یو پر دریمه

د هغو مصارفو یو پر دریمه برخه چې د نړۍ ۱۵۵هیوادونو پر خپلو پوځي تجهیزاتو لګولې دي، په امریکا پورې اړه لري. دغه هیواد په یوازیتوب سره په دې جدول کې د وروستیو اتو هیوادونو د نظامي بودجې په اندازه پوځي لګښتونه درلودلي دي.

چين هم په دې رقابت کې خپل پخوانی دود ساتلی دی او په ۲۰۱۸م کال کی یي تر دې د یوه کال مخې په پرتله ۵ سلنه ډیري پيسې د پوځي تجهیزاتو پر خریدارۍ لګولي دی.

ایران تیرکال ۱۳ میلیارده او ۲۰۰ میلیونه دالره د وسلو پر خریدارۍ مصرف کړي دي چې په دې ترتیب سره د تیر په څیر په نړیواله کچه په ۱۸ مقام کې ځای لري.

ترکیي په دې جدول کې په ۱۵، اسرائیل په ۱۷ او پاکستان په ۲۰ مقام کې ځای نیولی دی.

se/kle (afp, rtr)/ ن. ز/ ش. ن