سیند کې د ډوب شویو مهاجرو په یاد د یو ایراني هنرمند نوښت
د یوه ایراني هنرمند په نوښت، په سمندر کې د ډوب شویو مهاجرو په یادښت، ۲ زره کاغذي کشتۍ د ترکيې په سواحلو کې په سیمبولیکه توکه خوشې کړل شوې. دغو سواحلو کې ګن شمیر مهاجرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د «آنادولو» خبري آژانس په حواله، د ایراني هنرمند ایرج صابري وند په نوښت د هغو مهاجرو په یاد چې سمندر کې ډوب شوي ول، د ترکیې په ازمیر سواحلو کې ۲ زره کاغذي کیشتۍ په سیمبولیکه توګه خوشې کړل شوې.
په ورستیو کلونو کې د ترکیې په سواحلو کې د کشتیو د اوښتو له وجې ډیر شمیر مهاجر په اوبو کې مړه شول.
اکثره مهاجر کوښښ کوي د ترکیې له لارې ځانونه اروپا ته ورسوي.
د ډوب شویو مهاجرو په یاد، په سمندر د کاغذي کشتیو د خوشې کولو یوه صحنه.
د ترکیې په ازمیر سواحلو او آژه سمندرګی کې د زیات شمیر مهاجرو د ډوبیدو له امله، اوس دغه ځایونه د مهاجرو د هدیرې په نوم شهرت موندلی دی.
کوم مهاجر چې د مدیترانې سمندرګې له لارې اروپا ته ځي، اکثره یې د لویدیځي افریقا څخه دي.
د مدیترانې سمندرګې له لارې د تیریدو پر وخت نه یوازې مهاجر، بلکه په زرونو بیځایه شوي او جنګ ځپلې خلک هم ډوب شوي دي.
د جون په مياشت کي ۱۲۸۶ نفر له ډوبېدو ژغورل سوي دي. په دغو کي ۹۹۰ نفر نارينه، ۲۲۰ نفر ښځينه او ۷۶ نفر ماشومان دي.
سمندر کې د ډوب شویو مهاجرو په یاد، د کشتیو د خوشې کولو یوه بله صحنه.
تر څنګ د دې چې ترکیه، یونان پر لور د مهاجرو له تلو ځهه مخنیوي کوي، خو مهاجر هڅې کوي چې له ترکیې څخه د قایقونو له لارې د اروپایي اتحادیې غړو هیوادونو سرحدونو ته ځانونه ورسوي.
د مهاجرو په برخه کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ په ورستیو میاشتو کې اعلان وکړ چې د لمړي ځل لپاره د نړۍ په کچه د مهاجرو شمیر له ۶۵ میلونو څخه اوښتی دی.
د ډوب شویو مهاجرو په یادښت، په سمندر کې د ۲ زره کاغذي کشتیو د خوشې کولو یو بله جلا صحنه.
ترکیې د مهاجرت په کړکیچ کې تر ټولو زیات شمیر مهاجر منلي دي.
له ترکیې څخه هره ورځ، د مهاجرو لسونه وړۍ کشتۍ د یونان ټاپوګانو ته رسیږي. په دغو کشتیو کې اکثره د افغانستان، عراق او سوریې هیوادونو تښتیدلي اتباع وي.
دا هم د ترکیې په سواحلو کې د مهاجرو ځینې پیدا شوي شیان.