1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

«سگریټ له کاله د اتو ميلیونو انسانانو ژوند اخلي»

۱۳۹۸ خرداد ۱۰, جمعه

نړیوال روغتیايي سازمان له حکومتونو څخه د سگریټو پرضد د قاطع مبارزې غوښتنه کړې ده. ددغه سازمان په خبره که څه هم د سگریټو خطر معلوم دی، خو بیا هم د هغه د څکولو له کبله له کاله اته ميلیونه انسانان مري.

https://p.dw.com/p/3JWh3
Symbolbild Zigarette Rauchverbot
انځور: Fotolia/Rumkugel

دغه خبره د نړیوال روغتیايي سازمان (WHO)عمومي منشي، تدروس ادانوم گبرییسوس نن جمعه(د می میاشتي ۳۱ مه) د «بې له تنباکو» نړيوالي ورځي په مناسبت په ژنیو کي وکړه.

د هغه په خبره په دغو اتو ميلیونو انسانانو کي یو ميلیون داسي کسان شامل دي، چي پخپله سگریټ نه څکوي، خو د هغه د دود له کبله مړه کیږي.

د دغه سامان د معلوماتو پراساس تقریباً۴۰ فیصده ټوله قربانیان له سختو تنفسي او سږو له تکلیفونو سره مخامخ کیږي، چي په سختۍ سره یې علاج کیږي. گبرییسوس همدارنگه وویل، چي«سالم سږي د یوه سالم ژوندانه اساس جوړوي».

هغه له غړو هیوادونو څخه په ۲۰۰۵م کال کي تصویب سوي د تنباکو ضد کنوانسیون د جدي تطبیقولو غوښتنه وکړه.

په دغه کنوانسیون کي د نورو ترڅنگ پر سگریټو باندي د مالیاتو لوړولو، سگریټو ته د تبلیغاتو ممانعت او د هغه د ضررونو په باب توضیحاتو ورکولو تدابیر شامل دي.

دغه سازمان معتقد دی چي د سگریټو تولیدولو فابریکې هم د دغه کنوانسیون د نه مراعتولو مسئولیت پرغاړه لري.

سازمان وايي، چي د سگریټو، سیگارو او نورو دخانیاتو تولیدونکي پر حکومتونو او پارلمانونو باندي له خپل نفوذ څخه په استفادې سره ددغه کنوانسیون د تطبیق مانع کیږي. سربیره پردې هغوی کوښښ کوي، خصوصاً په پرمختیايي هیوادونو کي نور ډیر مشتریان هم پیدا کړي.

(Q.N/N.Z(epd