1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سږ کال تر ۳۵ زرو زيات سوريايي مهاجر بيرته خپل هېواد ته تللي

۱۳۹۸ تیر ۱۵, شنبه

په سوريه کې که څه هم چې تر اتوو کلونو زياتې مودې راهيسې خونړي جنگونه دوام لري، خو بيا هم آلمان په مالي وسايلو سره د په خپله خوښه تلونکو سوريايي مهاجرو ملاتړ کوي. خو دا کار د انتقادونو سره هم مخامخ دی.

https://p.dw.com/p/3LgdI
Syrien Damaskus | Al-Qadam Viertel
انځور: Imago Images/Xinhua

د ملگرو ملتونو د مهاجرينو عالي کمیسارۍ (UNHCR ) خبر ورکړی دی چې سږکال تر ۳۵۵۰۰ زیات سوریایي مهاجر بیرته خپل هیواد ته ستانه سوي دي. په تیرو درو کلونو کي بیا تقریبأ ۱۷۳۰۰۰ سوریایي مهاجر بیرته خپل ټاټوبي ته تللي دي. دسوریې د داخلي جنگونو څخه  اکثره سوریایان ترکیې او لبنان ته تښتیدلي دي ،خو جرمني ته بیاهم  تقریبأ ۷۸۰۰۰۰ راغلي ول.

خو د اوسني امنیتي وضعیت له کبله د مهاجرينو له پاره بين المللي سازمان(IOM ) سوریې ته د په خپله خوښه تلونکو له پروگرام څخه ملاتړ نه کوي. د همدې عیسوي کال په اپریل میاشت کي د جرمني حکومت د زرغون گوند د یوې پوښتني په جواب کي اعلان وکړ، چي هغه په دې نظر دی، چي د موجوده امنیتي ریسکونو له کبله سوریې ته د مهاجرو د بیرته تگ له پروگرام څخه ملاتړ نه کوي. دغه هیواد ته نه اخراجیدل هم د کورنیو چارو وزارت له خوا تمدید سول.

د کورنیو بیرته لیدل

خو پر ځینو دغو امنیتي اندیښنو سربیره جرمني د IOM برعکس سوریې ته د مهاجرو د بیرته تگ له پروگرام څخه ملاتړ کوي. یو فامیل چي غواړي سوریې ته ولاړ سي، د لمړنۍ مرستي په نامه تر ۳۵۰۰ یورو پوري ورکول کیږي. سربیره پردې سفرخرڅ هم ورکول کیږي. د جرمني د مهاجرو او پناه غوښتونکو ادارې په حواله په تیرو دوه نیمو کلونو کي ۷۹۲ سوریایان په خپله خوښه بیرته ستانه سوي دي.

د هغوی د بیرته تگ عمده دلایل د  یو اېن اېچ سي ایر په حواله د کورنیو د «بیرته لیدلو آرزو»، د «ملکیتونو د ویش توضیح» او تر یوه حده پوري د «وضعیت نسبي ښه کیدل» دي.

مرگ ته لیږدول؟

آلماني خیریه سازمان، میدیکو انترناسیونال د جرمني له طرفه د بیرته تلونکو سره مالي کومک «مرگ ته د هغوی لیږل» وبلل. ددغه سازمان د منځني ختیځ سازمان ورکونکي، تیل کویستلر وویل: «دا ډیره د شرم وړ خبره ده، چي د ملگرو ملتونو د مهاجرينو عالي کمیسارۍ او د مهاجرينو له پاره بين المللي سازمان - IOM په اوس وخت کي د سوریایي مهاجرو د بیرته تگ ملاتړ نه کوي، خو د جرمني حکومت یې بیا کوي.»

خو د آلمان د مهاجرو او پناه غوښتونکو اداره یې بیا په جواب کي وايي، چي په مالي مرستي سره د هرچا شخصي احوال او حالت په نظر کي نیول کیدلای سي. د هغوی یوې ویاندې وویل، چي سوریې ته  تلونکي کسان په خپله تصمیم نیسي، «بې له دې چي په يوه يا بل ډول د مرکزي یا ایالتي چارواکو له خوا وهڅول سي.»

mq/bs (dpa, bamf, unhcr)

زموږ له آرشيف څخه: