1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سپینې ماڼۍ د افغانستان په اړه سري غونډه کړې

۱۳۹۷ اسفند ۲۵, شنبه

د امریکا لوړپوړو امنیتي چارواکو له طالبانو سره د دغه هیواد د مذاکراتو په اړه د افغانستان د ملي امنیت سلاکار تر نیوکو وروسته یوه محرمانه غونډه کړې ده. تر اوسه پورې معلومه نه ده چې په دې جلسه کې په کومو مسائلو خبرې شوي.

https://p.dw.com/p/3FAbe
USA Präsident Donald Trump in Washington
انځور: Reuters/K. Lamarque

د اسوشیټډ پرس خبري آژانس د رپوټ په حواله د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ له خپل امنیتي ټیم سره د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۹ کال د مارچ ۱۵مه نېټه) د افغانستان په هکله یو ساعته غونډه ترسره کړې ده. دغه ناسته یوه ورځ وروسته تر هغې صورت نیسي چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب د ترمپ پر ادارې تور ولګاوه چې له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو په اړه یې افغان حکومت په تیاره کې پریښې دی.

په دغه امنیتي غونډه کې چې د امریکا په دفاع وزارت (پنټاګون) کې ترسره شوې ده، د ولسمشر مرستیال مایک پنس، د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپئو، د «سي آي ای» مشر پیناهاسپل او د امریکا د امنیتي چارو سلاکار جان بولتون هم برخه اخیستې وه. د سپینې ماڼۍ یوه ویاند د نوم پټ ساتلو په شرط ویلي دي چې دغه غونډه په محرمانه ډول ترسره شوې ده.

پنټاګون اوسمهال په افغانستان کې د مستقرو ۱۴۰۰۰ امریکایي سرتیرو د نیمایي برخې د بیرته ایستلو پر پلان کار کوي. د امریکا د دفاع وزارت سرپرست پاتریک شاهان ویلي دي چې که څه هم تر اوسه پورې په افغانستان کې د امریکایي سرتیرو د کمولو امر نه دی صادر شوی، خو چارواکو خبر ورکړی دی چې دا موضوع د طالبانو د غوښتنو د نوملړ په سر کې ځای لري.

د افغانستان د سولې په مسئله کې د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په قطر کې د طالبانو له استازو سره په دې وروستیو ۱۳ ورځنیو خبرو اترو کې د افغانستان ۱۳ کلنې جګړې ته د پای ټکې ایښودلو په هکله مذاکرات کړي دي.

خلیلزاد ویلي دي چې په دې غونډه کې له طالب استازو سره د دوو موافقتنامو پر مسودې توافق ته رسیدلي. په دې موافقتنامې کې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو او دا چې افغانستان به د ترهګرو پر ځالې نه بدلیږي مسایل شامل دي. خو پر دې نه دي توانیدلي چې طالبان له افغان حکومت سره خبرو اترو ته اماده کړي.

ش. ناصر/ اسوشییټډ پرس