1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآسیا

سپین بولدک کې د طالبانو او پاکستاني عسکرو ترمنځ نښته شوې

۱۴۰۱ آذر ۲۰, یکشنبه

د رپوټونو له مخې د افغان طالبانو او پاکستاني سرتېرو ترمنځ په سپين بولدک کې نښته شوې چې له کبله یې ۴ تنه وژل شوي او ۲۰ نور ټپيان دي. د ځینو نورو سرچینو په حواله، په پیښه کې شپږ تنه وژل شوي او ګڼ شمیر ټپیان دي.

https://p.dw.com/p/4KnPW
Konflikt in Afghanistan - Grenzübergang in Chaman
انځور: Jafar Khan/AP Photo/picture alliance

په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو انځورونو او ویډیو ګانو کې ګڼ شمیر ټپي شوي کسان په یوه روغتون کې لیدل کیږي چې تر درملنې لاندې دي. تر اوسه پورې د دغې نښتې د دلیل په هکله نه هم پاکستاني چارواکو او نه افغان لوري څه ویلي دي خو د ځینو سرچینو په حواله، نښته په سیمه کې د امنیتي پوستې د جوړیدو له کبله رامنځ ته شوې ده.

څه موده وړاندې د افغانستان او پاکستان تر منځ د چمن او سپين بولدک سرحد تر هغه وروسته وتړل شو، کله چي پر سرحد د ډزو له کبله يو پاکستانی عسکر ووژل شو. چمن د پاکستان په سويل لوېديځ کي واقع سرحدي ښار دی چي د دواړو هيوادونو لپاره د خپلمنځي تجارت لپاره دويم تر ټولو مهم سرحد بلل کيږي. د افغانستان او پاکستان تر منځ د تجارت لومړی مهم سرحد د تورخم پوله ده کومه چي د پاکستان په غرنۍ سيمه کي واقع ده.