سيگار: د افغان ځواکونو خپور سوی شمېر ناسم وو
۱۳۹۷ اردیبهشت ۲۶, چهارشنبهسیګار په اپریل میاشت کې د افغانستان په اړه خپل درې میاشتنی رپوټ خپور کړ. په دې رپوټ کې په ناسمه توګه راغلي ول چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو شمیر په یوه کال کې لس سلنه کم شوی دی.
دې ادارې په اپریل میاشت کې اټکل کړی وو چې د روان کال تر جنوري میاشت پورې د افغانستان د امنیتي ځواکونو شمیر ۲۹۶۴۰۹ دی. سیګار بیا د سه شنبې په ورځ وړاندي شوی شمیر اصلاح کړی او تر جنوري میاشت پورې یې د دغو ځواکونو شمیر ۳۱۳۷۲۸ ښوولی دی.
سیګار ویلي دي چې په دې برخه غلط فهمي، د هغو ستونزو له کبله رامنځ ته شوې ده چې دغه اداره یې د افغان ځواکونو په اړه د معلوماتو په ترلاسه کولو کې لري. دې ادارې زیاته کړې ده چې د امریکا پوځ ورته په لومړي سر کې ناسمې شمیرې ورکړې وې.
دغه شمیرې په داسې حال کې اصلاح کیږي چې افغان امنیتي ځواکونه له دوو ورځو راهیسې په فراه کې له طالبانو سره په سختو نښتو بوخت دي. تر هغه وروسته چې طالبانو پر فراه ښار باندې برید وکړ، نو له ګاوندیو ولایتونو کندهار او هرات څخه ډیر اضافي ځواکونه ور ورسیدل چې د طالبانو برید پر شا وتمبوي. پر دې سربیره په افغانستان کې میشتو امریکایي ځواکونو هم د افغان سرتیري هوایي ملاتړ وکړ.
په دې سره طالبان د چهارشنبې ورځې په سهار د فراه ښار څنډو ته پر شا تمبول شوي دي خو اوس هم له دې ډلې څخه د ښار د بشپړ پاکولو عملیات روان دي.
M.J/N.Z (AFP,dpa)