1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

سيپري: اتومي وسلې لږ شوي، خو د عصري کولو هڅې یې کيږي

۱۳۹۶ تیر ۱۲, دوشنبه

د سيپري په یوه نوي رپوټ کې راغلي دي چې په نړۍ کې د اتومي وسلو د کمښت لړۍ ورو شوې ده. د دې یو لامل هغه هڅې ښولي شوي دي چې د اتومي وسلو د لیږد سیستمونو لکه، توغندیو د عصري کولو په موخه ترسره کیږي.

https://p.dw.com/p/2fojk
Indien - Raketentest
انځور: picture-alliance/dpa/DRDO

د تیر کال په جریان کې په نړۍ کې د اتومي وسلو شمیر یو څه کم شوی دی، خو د دغو وسلو د سیستمونو پر عصر کولو باندي پانګونه ډیره شوې ده. دغه معلومات د دوشنبې په ورځ په ستاکهالم کي د سولې نړیوال انستیتیوت یا سيپري له خوا خپاره شوي دي.

اوس په نړۍ کې نهه هیوادونه شاوخوا ۱۴۹۳۵ اتومي وسلې لري. دا د تیر کال په پرتله چې په نړۍ کې د اتومي وسلو شمیر ۱۵۳۹۵ ته رسید، د اتومي وسلو په شمیر کې یو څه کمښت ښيي. د اتومي وسلو په شمیر کې کمښت د امریکا متحدو ایالاتو او روسیې د اقداماتو له کبله راغلی دی. دغه دواړه هیوادونه د نړۍ د اتومي وسلو ۹۳ سلنه په واک کې لري.

دا په داسې حال کې ده چې د نړۍ نهه اتومي وسلې لرونکو هیوادونو چې امریکا متحد ایالات، روسیه، بریتانیا، فرانسه، چین، هندوستان، پاکستان، اسرائیل او شمالي کوریا پکې شامل دي، د اتومي وسلو د لیږد سیستمونو یا جوړ کړي او یا یې هم وده ورکړې ده.

د سيپري یوه لوړپوړي څیړونکي شانون کیل، ویلي دي: «که څه هم په وروستیو وختونو کې پر داسې یوه تړون باندې په خبرو کې چې پر اتومي وسلو بندیز لګوي پرمختګ راغلي دی، خو بیا هم په ټولو نهو هیوادونو کې د [اتومي وسلو د لیږد سیستمونو] د عصري کولو اوږدمهاله پروګرامونه روان دي.»

هغه زیاته کړې: «دا ښيي چې د دغو نهو هیوادونو له ډلې څخه یو به یې هم چمتو نه وي چې په نزدې راتلونکی کې خپل اتومي مهمات له لاسه ورکړي.»

د رپوټ په حواله تمه کیږي چې امریکا متحد ایالات د ۲۰۱۷ او ۲۰۲۶ کلونو تر منځ د خپلو اتومي وسلو پر ساتنې او عصري کولو باندې ۴۰۰ میلیارده ډالر ولګوي. سيپري د اټکلونو په حواله ویلي دي چې امریکا متحد ایالات به په راتلونکو ۳۰ کلونو کې پر خپلو اتومي وسلو باندي یو تریلیون ډالر مصرف کړي.

شمالي کوریا

په ۲۰۱۶ کال کې شمالي کوریا دوې اتومي آزموینې وکړې چې په نړۍ کې یې اندیښنې راوپارولې. له هغه وخت راهیسې دغه هیواد د توغنديو څو آزمویني کړې دي. پیانګیاګ غواړي داسې بالستیک توغندي جوړ کړي چې د اتومي وسلو د لیږد وړتیا ولري.

سيپري په خپل رپوټ کې ویلي دي چې د دې امکان چې پیانګیانګ دې داسې توغندي جوړ کړي وي چې له دې هیواده امریکا متحدو ایالاتو ته ورسیږي، لږ دي خو بیا هم کارپوهان په دې باور دي چې شمالي کوریا کولای شي چې داسې اتومي سرګلوله جوړه کړي چې د منځني واټن ویشتلو وړتیا ولري.

په رپوټ کې راغلي دي: «داسې ښکاري چې شمالي کوریا په خپل پوځي اتومي او بالکستیک توغندیو پروګرام کې یو څه تخنیکي پرمختګ کړی دی او کیدای شي چې تر ۲۰ پوري یې اتومي سرګلولې جوړې کړې وي.»

رپوټ روښانه کړې ده چې لا تر اوسه پوري د دې خبرې له پاره کوم شواهد په لاس کې نه شته چې شمالي کوریا دې داسې اتومي سرګلولې جوړې کړې وي چې د بالستیک توغندیو په واسطه د لیږ وړتیا ولري.

اروپايي سرګلولې

په اروپا کې یوازي دوه هیوادونه، فرانسه او بریتانیا اتومې وسلې لري. د روان کال تر جنوري میاشتي پورې بریتانیا ۲۱۵ اتومي سرګلولې لرلې چې ۱۲۰يې فعاله دي.

فرانسه بیا شاوخوا ۳۰۰ اتومي سرګلولې لري او داسې نښانې یې رسولې دي چې غواړي خپل اتوم ي پروګرام یو څه پرمختللی کړي.

په اسیا کې بیا چېن تر نورو هیوادونو ډیري اتومي سرګلولې لري چې شمیر یې ۲۷۰ ته رسیږي. پاکستان بیا ۱۴۰ سرګلولې لري او هندوستان د ۱۳۰ اتومي سرګلولو مالک دی.

په رپوټ کې راغلي دي چې چین غواړي خپلې شته اتومي سرګلولې عصري کړي او د هغو د شمیر پر ډیرولو باندي تمرکز نه کوي.

سيپري ویلي دي چې پاکستان او هند د خپل اتومي پروګرام د غځولو په پروسه کې دي چې کیدای شي په نزدې راتلونکې کې د سیمې له پاره عواقب ولري.