1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

سي آی ای: خاشقجي د سعودي ولیعهد په امر وژل شوی

۱۳۹۷ آبان ۲۶, شنبه

رسنیو د امریکا د استخباراتي ادارې د تحقیقاتو د پایلو په اساس خبر ورکړی چې د سعودي ولیعهد د دغه هیواد د حکومت د منتقد خبریال جمال خاشقجي د وژنې مسئولیت په غاړه لري. ویل شوي چې محمد بن سلمان د دغه خبریال د وژنې امر کړی دی.

https://p.dw.com/p/38QVd
Saudi Arabien Mohammed bin Salman
انځور: picture-alliance/dpa/V. Jones

دا وار د جمال خاشقجي د وژنې تور نیغ په نیغه د سعودي عربستان پر ولیعهد محمد بن سلمان لګول کیږي. دا نتیجه د امریکا متحده ایالاتو د بهرنۍ څارګرې ادارې « سي آی ای» د څیړنو له پایلې څخه اخیستل شوی ده.

د جمال خاشقجې د قتل په قضیه کې د محمد بن سلمان د لاس درلودلو خبر په لومړي سر کې په «واشنګټن پوست» ورځپاڼه کې خپور شو. همدارنګه د شنبې په ورځ (د نومبر میاشتې په ۱۷) د «شپيګل انلاين» انټرنټ پانې هم د سعودي د منتقد خبریال په وژنه کې د سعودي ولیعهد د مستقیم لاس درلودلو په هکله خبر ورکړی دی.

ویل کیږي چې د امریکا استخباراتي سازمان د ترلاسه شویو شواهدو تر څیړنې او ارزیابۍ وروسته، د هغو له جملې څخه له خاشقجي سره د ولیعهد محمد بن سلمان د ورور خالد بن سلمان د تلیفوني اړیکې تر ارزونې وروسته دې نتیجې ته رسیدلی دی. 

یوه مشکوکه تلیفوني اړیکه

امریکایې رسنیو رپوټ ورکړی دی چې په امریکا کې د سعودي عربستان سفير خالد بن سلمان، خاشقجې ته په دې تلیفوني اړیکه کې ویلي دي چې خپلو د اړتیا وړ اسنادو د ترلاسه کولو له پاره دې په استانبول کې د سعودي عربستان قونسلګرۍ ته مراجعه وکړي.

(واشنګټن پوست) وړاندې لیکلي دي چې خالد بن سلمان خاشقجي ته ویلي دي چې هیڅ ډول خطر هغه ته نه دی متوجه. خپاره شوي خبرونه پر دې دلالت کوي چې خالد بن سلمان د خپل ورور په امر له جمال خاشقجي سره تماس نیولی دی.

د امریکا د څارګرې ادارې اطلاعات او د څیړنو پایلې یې د امریکا د حکومتي چارواکو په اختیار کې هم ورکړل شوي دي. د خپاره شوي رپوټ پر بنسټ د امریکا حکومت هم د«سي آی ای» د رپوټ په ريښتينولۍ کې چندان شک نه لري. دا په داسې حال کې ده چې سپینې ماڼۍ تر اوسه پورې په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

تر اوسه پورې دا لا نه ده روښانه چې خالد بن سلمان هم د خاشقجي د قتل د پروګرام په هکله خبر درلود او که یوازې د خپل ورور په سپارښتنه یې د سعودي له دغه منتقد خبریال سره تماس نیولی وو.

خالد بن سلمان په یو تویتري پوست کې ادعا کړې چې هغه له خاشقجي سره تلیفوني اړیکه نه ده ټینګه کړې او نه یې هم هغه ته ویلي دي چې د خپلو اسنادو د ترلاسه کولو له پاره دې په استانبول کې د سعودي عربستان قونسلګرۍ ته لاړ شي.

د «وال سټریټ ژونال» ورځپاڼې هم په دې ارتباط د «سي آی ای» د تحقیقاتو د نتایجو په هکله رپوټ خپور کړی دی. د دې روځپاڼې د رپوټ پر بنسټ او د یوه باخبره سرچينې په حواله، د خاشقجي وژنه د محمد بن سلمان د ښکیلتیا پرته ممکنه نه وه.