1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سویډنۍ نجلۍ د افغان د اخراج د درولو هڅې له کبله جریمه شوه

۱۳۹۸ آبان ۱۵, چهارشنبه

سويډنۍ فعاله الين ايرسون چې د يوه افغان پناه غوښتونکي د اخراج د مخنيوي په موخه یې له الوتکې څخه د فيسبوک له لارې يوه ژوندۍ ويديو خپره کړې وه، د هوايي ترافيکي اصولو څخه د سرغړونې له کبله نغدي جريمه شوې.

https://p.dw.com/p/3SZ6T
Elin Ersson
انځور: picture-alliance/DPR/B.L Rosvall

د گوټه بورگ سيمه ایزې محکمې امر کړې چې ۲۲ کلنه الين ايرسون باید ۴۲۰۰ سويډني کرونه (۴۳۶ ډالر) جريمه ورکړي. د محکمې په پريکړه کې ويل شوي چې د ايرسون له پاره د بند سزا ځکه اړينه نه وه چې الوتکې لا پرواز نه وو کړې او لا پر ځمکه ولاړه وه.

الين ايرسون د ۲۰۱۸م کال د جولايي پر ۲۳مه نیټه د گوته بورگ په لندويتر هوايي ډگر کې خپل احتجاج د فيسبوک له لارې په ژوندۍ بڼه خپور کړ. هغه صحنه چې نوموړې پکښې پر څوکۍ د کښناستو غوښتنه ردوي، د انترنت له لارې په ژوندۍ بڼه خپره شوه.

هغه په انګليسي ژبه د خپل موبايل د کمرې مخې ته خبرې کوي او په مرسته يې ټوله صحنه په ژوندۍ بڼه په فيسبوک کې هم خپروي. هغه وايي: «په دغه الوتکه کې داسې څوک ناست دي چې افغانستان ته بايد اخراج شي، چېرته چې جنگ حاکم دی او دی به ښايي هلته ووژل شي.»

هغه په ویډیو کې زياتوي: «زه هر څه کوم چې د ده ژوند وژغورم.»

Standbild aus einem Video der Schwedin Elin Ersson
ایلن ایرسون له الوتکې څخه په ژوندۍ بڼه ويديو خپره کړې وهانځور: YouTube/Atila Altuntas

په ويډيو کې اوريدل کېږي چې نوموړې د الوتکې له نورو مسافرينو څخه هم د دې افغان په مرسته د دريدو غوښتنه کوي. د ترکیې د هوايي شرکت په دغه الوتکې کې د ايرسون احتجاج د الوتکې د يوه خدمه او يو شمير سپرليو په مداخلې سره ۱۵ دقیقې وروسته هغه وخت پای ته رسيږي چې ايرسون او افغان پناه غوښتونکی له الوتکې څخه کښته کيږي.

دغه افغان پناه غوښتونکی چې عمر یې ۵۰ کاله وو، د بند سزا یې سر ته رسولې وه. هغه بيا وروسته افغانستان ته اخراج شو.

الين ايرسون په جنورۍ میاشت کې هم نغدي جريمه شوې وه. يو میاشت وروسته د نوموړې دغه سزا د استيناف محکمې له خوا لغوه شوه. د نوموړې وکیل توماس فراید وويل چې د چهار شنبې د ورځې د دې پريکړې پر ضد به هم دعوا وکړي.

الين ایرسون د سويډن په لويديځ ښار گوته بورگ کې د فعالانو د هغه يوې ډلې غړې ده چې څو ځلې یې افغانستان ته د مهاجرو د اخراج پر ضد احتجاجونه کړي دي.

bs/ms (dpa)