1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

سویلي کوریا: شمالي کوریا توغندي توغولي

۱۳۹۸ مرداد ۳, پنجشنبه

د سویلي کوریا چارواکو ویلي دي چې له شمالي کوریا څخه دوه توغندي په سمندر کې لگېدلي دي. یوه امریکایي چارواکي د لنډ واټن توغندي بللي دي. دا په داسې حال کې ده چې شمالي کوریا غواړي پر واشنګټن باندې فشار واچوي.

https://p.dw.com/p/3MgrD
Nordkorea unternimmt neue Waffentests
انځور: picture-alliance/dpa/AP/A. Young-Joon

د سویلي کوریا لوړپوړو پوځي چارواکو د پنجشنبې په ورځ وویل چې ګاونډي هیواد یې دوه توغندي توغولي دي. د دغو چارواکو په خبره توغندي د شمالي کوریا له وانسن ښار څخه توغول شوي او تر۴۳۰ کیلومتره واټن وهولو وروسته په سمندر کې لگېدلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا متحده ایالات او شمالي کوریا پر دې کار کوي د دواړو هیوادونو تر منځ د اتومې وسلو پر سر خبرې اترې یو ځل بیا پیل شي.

له بلې خوا شمالي کوریا د سویلي کوریا او امریکا متحده ایالاتو تر منځ پر پلان شویو ګډو پوځي تمریناتو باندې هم سختې نیوکې کړې دي.

شمالي کوریا ګواښ کړی وو چې د دغو تمریناتو په غبرګون کې به د توغندیو په آزمینه لاس پورې کړي. شمالي کوریا تر دې مخکې وروستی ځل په می میاشت کې د توغندیو آزموینه کړې وه.

د سویلي کوریا چارواکو د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې دوی تشخیص کړې ده چې د چهارشنبې په ورځ توغول شوي توکي توغندي ول. هغوی زیاته کړې: «یو توغندی۴۳۰ کیلومتره مزل وکړ او اټکل کیږي چې بل یې تر دې یو څه ډیر مزل کړی وي.»

چارواکي لا تر اوسه پورې په دې نه پوهیږي چې ایا پخپله کیم جونګ اون، دغه بهیر څارلی دی او که نه.

د امریکا غبرګون

یوه امریکایي چارواکي هم دغه موضوع تائید کړې ده، خو له دې یې ډډه کړې ده چې وایي شمالي کوریا کله د توغندیو په توغولو لاس پورې کړی وو.

دغه چارواکي د نوم د نه ښوولو په شرط خبرې کړي او روښانه کړې یې ده چې سپینه ماڼۍ د لنډ واټن توغندیو له توغول کیدو خبره ده.

جاپان هم تائید کړې ده چې شمالي کوریا د لنډ واټن بالستیک توغندي آزمولي دي خو دې هیواد ټینګار کړی دی چې توغندي د جاپان تر اوبو نه دي رسیدلي او د توکیو ملي امنیت ته یې ګواښ نه دی رامنځ ته کړی.

ms/nz (AFP, Reuters, AP)