1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سوچي په نړیواله محکمه کې د روهنګیا مسلمانانو نسل وژنه رد کړه

۱۳۹۸ آذر ۲۰, چهارشنبه

د ملګرو ملتونو د جزا په محکمه کې د روهنګیا اقلیت د نسل وژنې د قضیي په هکله محاکمه جریان لري. د سولې د نوبل جایزې گټونکې اونګ سان سوچي په دې محکمه کې د میانمار استازیتوب کوي.

https://p.dw.com/p/3Uc3a
Niederlande Den Haag Aung San Suu Kyi vor dem Internationalen Gerichtshof
انځور: picture-alliance/AP Photo/P. Dejong

اونګ سان سوچي په هالنډ کې د جزا د نړیوالې محکمې د قاضیانو په حضور کې د خپلې اوږدې وینا په ترڅ کې وویل چې د روهنګیا کړکیچ د میانمار داخلې مسئله ده. هغې وویل په دې اړه ګامبیا نا بشپړ او ګمراه کونکي حقایق وړاندې کړي دي.

د میانمار عملي لومړۍ وزیرې محکمې ته وویل: «که جرمونه شوي وي نو د هیواد د قانون په اساس به یي پر وړاندې اقدامات وشي.» میرمن سوچي وویل چې پوځ د وسله والو یاغیانو پر وړاندې له هیواد څخه دفاع کوله، ځکه په ۲۰۱۶م کال کې د پولیسو پر پوستو بریدونه شوي وو.

سوچي محکمې ته ډاډ ورکړ چې کوم جرمونه چې شوي دي په هغو کې د ښکيلو ملکي خلکو پر وړاندې به هم اړین اقدامات وشي.

اونګ سان سوچي په خپله اوږده وینا کې د میانمار د راخین ایالت وضعه پیچلې وبلله. نوموړې دا هم ومنله چې هغه د مسلمانانو ستونزې مني او له همدې امله دوی مجبوره شوي چې د خپل ژوند د ژغورنې په خاطر بنګله دیش ته مهاجر شي. د سوچې په خبره ګمبیا هیواد په خپله دعوی کې د راخین ایالت د پیچلي وضعیت په اړه نامکمل او ګمراه کونکی انځور وړاندې کړی دی.

هغې د نړیوالې محکمې د قاضيانو په مخکې په خپله اوږده وینا کې د روهنګیا یا مسلمان اقلیت د کلیمو د کارولو په ځای هغوې ته د غیرقانوني کډوالو، مهاجرو او ترهګرو الفاظ کارول.

Bangladesch Demonstration Rohingya im Flüchtlingslager Kutupalong
بنګله دیش ته مهاجر شوي روهنګیا مسلمانان له راز راز ستونزو سره لاس او ګریوان ديانځور: Reuters/R. Rahman

نوموړې دا مسئله په بشپړه توګه د میانمار داخلي موضوع وبلله او له دې څخه یي انکار وکړ چې دا نسل وژنه ده.

تیره ورځ د سوچي دفتر ډنهاګ ته د هغې د راتګ په اړه ویلي وو چې هغه له ملي ګټو څخه د دفاع له پاره تللې ده. په رنګون کې په زرګونو کسانو د سوچي په ملاتړ مظاهرې هم وکړې.

د یادونې وړ ده چې د سه شنبې په ورځ د څارنوالې له خوا په خپلو کورونو کې د روهنګیا مسلمانانو د کورنیو د ژوندي سوځولو، ډله ایز جنسي تیریو او په لسګونو ماشومانو د ذبح کولو په اړه شواهد وړاندې کړای شول.

د اقامې دا دعوی د افریقایي هیواد ګمبیا له خوا د نومبر په میاشت کې د ډنهاګ نړیوالې محکمې ته وړاندې شوې وه. د ګامبیا د عدلیي وزیر د خپلو خبرو په پیل کې وویل چې هیواد یي یوازې غواړي چې میانمار دې نور دغه قتل او چور و چپاول بند کړي.

په ميانمار کې تر پوځي عملیاتو وروسته تر ۷۳۰ زرو ډیر روهنګیا مسلمانان له دغه هېواد څخه تیښتې ته اړ شول چې اوس د بنګله دیش په سرحد کې د مهاجرو په کمپونو کې ژوند کوي. میانمار مخکې تر دې هم د روهنګیا اقلیت پر وړاندې د ډله ایز جنسي تیري او وژنو ټول لګول شوي تورونه په وار وار رد کړي دي.

دویچه ویله/ش.ن/ب.ص