1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستشمالي کوریا

سویلي کوریا:‌شمالي کوریا د توغندیو تازه آزموینې کړي

۱۴۰۱ مرداد ۲۶, چهارشنبه

سويلي کوريا د چهارشنبې په ورځ وويل چې شمالي کوريا د وسلو په یوې تازه آزموينه کې دوه کروز توغندي توغولي دي. امریکا او سویلي کوریا د دې انديښنې لري چې شمالي کوریا به يوه ورځ د نوو اتومي وسلو آزموېنې هم وکړي.

https://p.dw.com/p/4Fenj
Südkorea | Menschen verfolgen Nachrichten über nordkoreanische Raketentests
انځور: Chung Sung-Jun/Getty Images

د سويلي کوریا په پلازمينه سويل کې د دغه هیواد دفاع وزارت ويلي دي چې دغه دوه رهبري شوي مشکوک توغندي، د زيړې بحيرې پر استقامت توغول شوي دي. خو دا چې دغو توغنديو څومره فاصله وهلې ده، لا روښانه نه ده.

د ملګرو ملتونو سازمان پريکړه لیک شمالی کوريا د هغو بالستیک توغنديو له آزموينو منع کوي، چې د ډیزاین له مخې د اتومي سرګلولو د ليږدولو وړتیا ولري.

خو د کروز توغنديو آزموېنې، د دغه هیواد پر ضد چې په پراخه توګه په انزوا کې دی، په تحریمونو کې شاملې نه دي. شمالي کوريا د روان کال په جریان کې له دې پرته نورې توغندویزې آزموېنې هم کړي دي. دغو آزموينو، د روان کال له پيل راهیسې په سیمه کې د وضعیت په اړه انديښنې زیاتې کړي دي.

پیونګ یانګ د خپل اتومي وسلو پروګرام په خاطر، د نړیوالو بندیزونو سره مخامخ دی. په عین حال کې امریکا متحده ایالات او جنوبي کوریا له دې هم بیره لري چې شمالي کوریا به هر وخت چې وي د نوو اتومي وسلو آزموېنې هم ترسره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د شمالي کوریا رهبر، کیم جونګ اون، په وروستیو کې خبرداری ورکړی وو چې هغه تیار دی امریکا متحده ایالتو سره په یوه بالقوه جګړه کې له اتومي وسلو څخه کار واخلي.