سوسیال دیموکراتان د ماسن د لیري کیدو غوښتنه کوي
۱۳۹۷ شهریور ۲۵, یکشنبهد آلمان صدراعظمې انګلا میرکل د اوسنۍ شخړیزې موضوع په اړه وویل چې د مسیحي دیموکرات، مسیحي سوسیال او سوسیال دیموکرات ګوندونو ائتلاف به د «یوې مادونې يعنې تر لاس لاندې ادارې د مشر مسئلې پر سر ونه پاشل شي.»
سوسیال دیموکراتان یو وار بیا هم د آلمان د داخلي څارګرې ادارې د مشر هانس ګېورګ ماسن، پر لیري کیدو ټینګار کوي. د آلمان د سوسیال دیموکرات ګوند مرستیالې میرمن مالو دراير د آلمان له صدراعظمې انګلا میرکل څخه وغوښتل چې لاس په کار شي.
میرمن دراير چې مخکې تر دې د راینلد فالتس ایالت لومړۍ وزیره هم وه د «بیلډ ام زونټاک» ورځپاڼې ته وویل: «ماسن د یوې مادونې ادارې مشر نه دی، بلکې زموږ د هیواد د یوې تر ټولو مهمې ادارې مشر دی. په دې دليل ماته روښانه شوې ده چې ماسن نور د دې مهمې ادارې له پاره مهم شخص نه دی. صدراعظمه باید عملي اقدام وکړي».
میرکل باید مسئاله روښانه کړي
د آلمان سوسیال دیموکرات ګوند په روانه شخړه کې فشار ته ادامه ورکوي. دغه ګوند د کېمنيڅ د جنجال په ارتباط د ماسن له خوا د بهرنیانو ضد څرګندونو په دليل د آلمان د داخلي استخباراتو له ادارې څخه د هغه پر لیري کیدو ټینګار کوي.
سربیره پر دې د سوسیال دیموکرات ګوند د ښي اړخو دریځونو پر ضد د مبارزې په برخه کې د هغه پر ژمنتیا شک لري. د دې ګوند مشرې میرمن اندریا ناهلس ویلي دي اوس میرکل کولی شي دا مسئاله روښانه کړي. نوموړې ټینګار وکړ: «ښاغلی ماسن باید ولاړ شي او زه تاسې ته وایم چې هغه به ولاړ هم شي».
د سوسیال دیموکرات کيڼه جناح حتی ټینګار کوي، په هغه صورت کې چې ماسن په خپل ځای کې پاته شي ائتلاف باید ختم کړای شي. خو داسې یو څه به د بیاځلو ټاکنو سبب شي، کوم چې ګوند ترې ویره لري. ځکه له یوې خوا د ټولو نظر پوښتنو په اساس دغه ګوند اوس ډیر کمزوری دی او له بلې خوا ممکن د «آلمان له پاره د بديل» ښي اړخی عوامپاله ګوند AFD په نوو ټاکنو کې ډیرې رایې ترلاسه کړي. په دې دليل د سوسیال ګوند هیله لري چې ماسن پخپله استعفاء ورکړي.
یوه نوې تیروتنه
د دې برعکس د آلمان د مسیحي سوسیال ګوند مشر او د آلمان د کورنیو چارو وزیر هورست زیهوفر د ماسن د استعفاء له پاره هیڅ دليل نه ويني. خو هغه هم باور نه لري چې ائتلافي حکومت دې پر دې مسئالې وپاشل شي. نوموړي په دې هکله وویل: «هغه څه چې صدراعظمې د ائتلافي حکومت د کار په اړه ویلي دي، دقيق زما نظر هم دی. ائتلافي حکومت به خپل کار ته دوام ورکړي». خو زیهوفر د دې پوښتنې په ځواب کې څه ونه ویل چې دغه منازعه او شخړه به څنګه حل شي.
ماسن پخپله هم د خپلې استعفاء له پاره هیڅ دليل نه ويني. په دې وروستیو کې هغه اعلان وکړ چې په پام کې لري د خپلې ادارې د کارمندانو شمیر دوه برابره زیات کړي.
د نیدر زاکسن ایالت د اقتصاد وزیر او د مسیحي دیموکرات ګوند ایالتي مشر برند التوسمن، د «ولټ ام زونټاګ» آلمانۍ ورځپاڼې ته وویل چې ماسن یوه جدي تیروتنه کړې. هغه وويل: «اوس به مناسبه وي چې ماسن په قانع کونکي ډول بخښنه وغواړي». التوسمن زیاته کړه، چې په هغه صورت کې چې د ماسن پر ضد تورونه تائيد شي، باید قضیه له سره واروزول شي.
جنجال وروسته تر هغې پيل شو چې ماسن د بیلډ آلمانۍ ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل چې هغه په دې اړه هیڅ ډول معلومات په اختیار کې نه لري، چې ګویا په کېمنيڅ ښار کې دې مهاجر ځورول شوي وي، بلکې د هغه له نظره دا د یوې ویډیو په وسیله په هدفمن ډول د جعلي معلوماتو خپرول دي.