1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان تر ټولو پخوانی گوند سوسيال ديموکرات

۱۳۹۶ خرداد ۱۹, جمعه

د آلمان سوسیال ديموکرات ګوند په نړۍ کي د ديموکراتانو په توګه تر ټولو زوړ او پخوانی ګوند دی. د خپل تاریخ په هسکو او ژورو کې پر «اس. پې. ډې» بندیزونه وضع شوي، ویشل شوی، نوم یې بدل شوی...

https://p.dw.com/p/2eHf0
150 Jahre SPD Postkarte Arbeiter-Jugend! - Wissen ist Macht! Jahr 1905
انځور: AdsD der Friedrich-Ebert-Stiftung

 هر سیاسي ګوند د بنسټ یو داستان او کیسې لري او په آلمان کې سوسیال ديموکرات ګوند ادعا کوي چې دوی د نړۍ تر ټولو زوړ او پخوانی ديموکراتیک ګوند دی. خامخا، دغه ګوند په آلمان پورې اړه لري.

د آلمان د سوسیال ديموکرات ګوند زیږیدل په یوه داسې تیر شوي وخت پورې تړاو لري، کله د لږو حقوقو لرونکو کاریګرو په لومړي ځل د خپلو سوداګریزو بادارانو چې دوی یې په دنده ګومارلي وو، د هغوی پروړاندې را ولاړ شول. دا حقیقت چې دغه ګروپ وکولای شول خپل ځان منظم کړي او له سیاسي اړخه د دې وړتیا او ځواک پیدا کړي تر ډیره د یوه کس د نه ستړي کیدونکو هڅو پایله ده او د هغه کس نوم فیردیناند لاساله دی.

د ۱۸۶۳م کال د می میاشتې په ۲۳ نیټه، د آلمان په لايپڅگ ښار کې د ټول آلمان د کارګرو ټولنې د بنسټ ایښودونکو تر شا د یوه پیاوړي سوداګر د زوی لاس وو. اوس۱۵۰کاله وروسته، لا دغه ګوند چې په ۱۹پیړۍ کې د آلمان د سوسیال ديموکرات ګوند په نامه په فعالیت پیل وکړ، د بنسټ ایښودوني په توګه یادیږي. د ګوتو په شمیر یو له پخوانیو ګوندونو څخه چې تر دې هم زوړ ګوند دی هغه د امریکا متحدو ایالاتو د ابراهم لینکن پورې تړلی د جمهوري غوښتونکو ګوند دی چې تر سوسیال ديموکرات ګوند نهه کاله مخکې یعنې په ۱۸۵۴م کال کې جوړ شوی.

150 Jahre SPD Ferdinand Lassalle
فیردیناند لاسالهانځور: AdsD der Friedrich-Ebert-Stiftung

د سوسیال ديموکرات د ګوند د بسنټ ایښودونکو پیغام په اصل کې په دې ترتیب وو: «که چیرې تاسې یعنې ګاریګر غواړی خپل کار ځای بدل کړئ، نو په دې خاطر تاسې باید حکومت دې ته اړ کړئ، څو تاسې ټولو ته مساوي فکر وکړي او له اقتصادي پلوه تاسې د خپل ایالت په خوندي ښاریانو باندې بدل کړي.» دغه پیغام د سوسیال ديموکرات ګوند تر ټولو پخواني لوړ پوړي چارواکی ایرهارد ایپلر په یادوي.

د کاریګرو د اتحادیو او د سوسیال ديموکرات تازه پر پښو دریدلي غورځنګ د لږ مالي سرچینو په مرسته، د دې ګوند بې وزله کاریګرو غړو خپل لومړنی فرصت ترلاسه کړ، څو خپل ځانونه له سیاسي او مسلکي پلوه سمبال کړي. په هغه وخت کې، د آلمان تر نیمايي زیات نفوس بې سواده وو. آزادې او خپلواکې ټاکنې هم پر لارو وې.

د سوسیال ديموکرات د ګوند پخوانی مشر، فرانز مونتیفیرنګ د لسو هغو کسانو کیسه ښه په یاد لري چا چې له مسلکي لحاظه د سیګریتو د تاوولو په توګه کار کوو.

هغه په دې هکله وايي: «له دوی څخه نهو کسانو یې کار کوو او بل پاتې کس یې په مخ کې کښیناستو او دوی ته به یې هغه کتاب لوستو چې دوی په ګډه رانیولی وو، ترڅو دوی د سیاست او ټولنیزو زده کړو په هکله معلومات تر لاسه کړي.»

نن ورځ، د سوسیال ديموکرات ګوند لا هم د لاسالي هغه ژمنه یادوي کوم چې دوی ډیر پخوا خپلو پلویانو ته ویل چې ټولنیز پرمختګ د تعلیم او تربيي په مټ ممکن دی کوم چې د ددې ګوند اصلي هدف دی.

شکنجه، افراطیت او مقاومت

لاسالي د دې ګوند په لومړنۍ معلوماتي پاڼه کې لیکلي وو چې د دې غورځنګ د جوړیدو راهیسې ۱۰۰ زره آلماني کاریګر د دې ګوند غړي دي او بیا وروسته دغه ګوند په یوه داسې غښتلي ځواک بدل شو چې چا یې فکر هم نه کاوه.

د ۱۸۷۱ او ۱۹۱۸م کلونو ترمنځ هغه وخت چې د آلمان امپراطوري په واک کې وه، هغه څه چې یو وخت د کارګرو د اتحادیی په نامه یادیده، په دې کلونو کې په یوه خورا ډیر غښتلي ځواک بدل شوی چې د غړو شمیر یې هم تر يو میلیون ډیر دی او دا شمیر په چټکی سره مخ پر ډیریدو دی. د همدې وخت په ټاکنو کې یاد ګوند د ټولو دریو برخو څخه یوه برخه رایې هم ترلاسه کړي.

په ورته وخت کې په آلمان کې سوسیال ديموکراتان هم دومره محبوبیت درلود چې د هغه وخت صدراعظم اوتو ون بیسمارک د سوسیالیست پرضد قانون په مټ پر دې ګوند بدیز وضع کړ. د ۱۲ کلونو له پاره د سوسیال ديموکراسۍ ملاتړي د سوداګرۍ اتحاديي تر څار، وځپل او په پای کې کډه کولو ته اړ کړل شول. 

ایپلر په دې هکله وايي: «په پای کې د سوسیالیست ضد قوانینو حتی له سوسیال ديموکراسۍ سره مرسته وکړه. د سوسیال ديموکراتانو غړي وژل شوي وو، او دا ژر وپتېيل شوه چې موږ سرکوب کیدای نه شو، دا ځکه چې د کاریګرو [د دې ګوند د غړو] شمیر په چټکۍ سره مخ پر ډیریدو وو.»

150 Jahre SPD Hausdurchsuchung Sozialistengesetz 1879
د سوسياليستانو پرضد تور په سبب د يوه کور تلاښيانځور: AdsD der Friedrich-Ebert-Stiftung

شکنجې بلاخره د دې ګوند د ځینو غړو په ذهن او افکارو کې افراطیت ته لمن ووهله. د سوسیال ديموکراتانو ګڼ شمیر غړو د مارکسیزم د انقلابي نظريي د تخم په کرلو او عملي کولو پیل وکړ.

تر لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته، د ۱۹۱۸م کال په نومبر میاشت کې دغې فلسفه ايي نظريې پراخي سیاسي فاصلي رامنځته کړې وې چې له امله یې د کاریګرو اتحاديي د اصلاح غوښتونکو او د انقلابي خوځښتونو په توګه سرونه را ښکاره کړل.

کله چې د وروستی ستر صدراعظم، کایزر ویلهیلم ۲ خپل تاج د ۱۹۱۸م کال د نومبر میاشتې پر ۹ نیټه پر ځمکه کیښود، د سوسیال ديموکراتانو دواړو څانګو په یوه وخت او یوه آواز د یوه نوي جمهوري دولت د ارمنځته کولو غږ پورته کړ.

د برلین د رایشتاګ یا پارلمان له خونې څخه، فلیپ شایدمن د یوه معتدل ديموکرات جمهوري دولت د جوړولو اعلان وکړ. په همدې وخت کې کارل لیبکنیخت د یوه «سوسیال کمونیستي» آلمان د جوړولو اعلان وکړ.

خو د ۱۹۲۰ نه تر ۱۹۳۰م کلونو په اوږدو کې، د «سوسیال ديموکراسي» اصطلاح د نسکوریدو له پیښې سره تل تړلې وه. د وایمار جمهوریت چې د اکثریت معتدله سوسیال ديموکراتانو له خوا رامنځته او ملاتړ یې کیدو او کوم چې د لومړي ځل له پاره د آلمان په خاوره کې د ديموکراسۍ د لومړي پړاو استازیتوب وکړ، د ۱۹۱۸ او ۱۹۳۳م کلونو په خپل لنډ عمر کې له سیاسي اړخه بې ثباته وو. د تر ټولو پراخه مالي پړسوب یا مالي تورم او بې کارۍ له امله د دې هیواد اقتصادي حالت ته کومه هیله نه وه پاته. د هغه مهال کمزوري ديموکراتیک سازمانونه او بنسټونه نور د ادولف هتلر په مشرتوب د ملي سوسیالیستانو د ظهور په مخه کي نه شوای خنډ کيدلای.

سربیره پر دې هم، د آلمان په پارلمان کې د سوسیال دیموکرات ګوند ټولو ۹۴ استازو د هټلر د «۱۹۳۳م کال د پیاوړتیا پروګرام» پرضد رایه وکاروله. دغه قانون په اصل کې په آلمان کې د دیموکراسۍ د بدیل او د هټلر په ګټه یو نظام وو.

د هغه وخت د سوسیال دیموکراتانو ګوند مشر، اوتو ویلز د برلین په پارلمان کې هغه مهال ویلي ول: «یو څوک کولای شي چې زموږ خپلواکي او ژوند راڅخه واخلي، خو زموږ عزت نه شي را څخه اخیستی.»

150 Jahre Sozialdemokratie
وتو ویلزانځور: AdsD der Friedrich-Ebert-Stiftung

د سوسیال ديموکرات ګوند د اوږدې مودې غړي او لوړ پوړی چارواکي هانس یوخین فوګل له پاره د نازيانو رژیم پرضد دغه وروستی غږ او هڅه تراوسه پورې هم په آلمان کې د ديموکراسۍ له پاره تر ټولو ستره شیبه شمیرل کیږي. هغه وویل چې بل هر ګوند د هیټلر د پیاوړتیا قانون ته رایه ورکړه.

د سوسیال ديموکرات ګوند پر ګونډو کیدل

په ۱۹۴۵م کال کې هغه مهال چې دوهمه نړیواله جګړه پای ته ورسیده، له سوسیال ديموکرات ګوند څخه یوازې د چپ اړخو یوه جبهه پاتې شوه او تر ټولو ستره اندیښنه یې تر جګړې وروسته د خپل ځان بقا او پایښت وو. همدا چې د آلمان د محافظه کارانو ګوند په هیواد کې د پانګونې اصلاح وړاندې کړه او خپل هیواد یې یوې داسې لارې ته برابر کړ چې وروسته به دغه هیواد د «اقتصادي معجزې» په توګه یاد شي، په همدې وخت کې سوسیال ديموکرات ګوند خپله اقتصادي تګلاره اصلاح کړه او د کپیتلستي یا پانګونې ضد چلند ته یې تغیر او بدلون پکې رامنځته کړ.

د ۱۹۹۵م کال د ګودیسبرګ په پروګرام کې، یاد ګوند د آزاد بازار اقتصاد سیستم د غښتلي ټولنیز خوندیتوب مکانیزم په شتون سره تایید کړ. د سوسیال ديموکرات ګوند د پخواني جنرال سکرتر یا سرمنشي فرانز مونتیفیرنګ له پاره دغه سند او نوې تګلاره په اصل کې د خپل ګوند د بیا ظهور سمبول وو.

نوموړي په دې هکله ویلي: «همدا لومړی ځل وو چې هر هغه څوک چې د ټولنې د ديموکراسۍ د نظریي او مودل له پاره متعهد وو، د ګډون له پاره رابلل شوي وو.»

په ۱۹۶۶م کال کې هغه مهال چې د سوسیال ديموکرات ګوند، د دې ګوند د عنعنوي رقیب ښي اړخو  او د مسحي ديموکرات اتحاد ګوند «سي. ډي. یو» ترمنځ ستر تاریخي ائتلاف رامنځته شو، د «اس. پې. ډې» تر مشرۍ لاندې تر جګړې وروسته د پرمختګ لړۍ پیل شوه. په همدې موده کې د سوسیال ديموکرات ګوند سیاستوالو چې بیلابیل نسلونه پکې شامل وو، تر دې مخکې د ښځو اړوند، په ورځني ډول د اته ساعته کاري وخت تاییدول او د سوداګریزو اتحادیو د ملاتړ په تړاو یې خپل سیاست روښانه کړی وو. په ۱۹۶۹م کال کې د «اس. پې. ډې» ګوند مشر او د آلمان صدراعظم ویلي براند، د شرقي اروپا له سوسیالیستي هیوادونو سره پر پخلاينې او سولې په هکله خپل تمرکز پیل کړ. براند په ۱۹۷۱م کال کې هغه مهال چې په وارسا کې یې د جګړې د اتلانو څلې ته د تعظیم ګونډې ووهلې، د نوبل د سولې نړیواله جایزه هم وګټله. دغه کار چې د یو برحاله آلماني صدراعظم له خوا ترسره شو، د پولنډ ملت ته د نازیانو د دیکتاتوري نظام د جرمونو د بخښنې د سمبول په معنی وو.

Kniefall von Warschau Willy Brandt - Bildergalerie 70 Jahre Aufstand im Warschauer Ghetto
د آلمان پخوانی صدراعظم ويلي براند په وارسا کي د جگړې د اتلانو څلي ته پر گونډوانځور: ddp images/AP Photo

په شرقي اروپا کې د براندټ د سیاست طراح او جوړونکی، ایګون باهر هغه وخت را په یادوي او وايي: «دا د همغي شیبې یو خاصیت وو چې هغه یې د یوه حرکت لور ته ور جذب کړ، داسې حرکت چې یو انسان چې ګناه یې نه وي کړي د خپلو خلکو د ګناه له پاره له نورو څخه د بخښنې غوښتنه نه کوي.»

کړکیچونه او نوی پيل

په ۱۹۸۹م کال کې د برلین د دیوال تر نړیدو او د شرقي او غربي آلمان د سوله ایز بیرته یوځای کیدو څخه کلونه مخکې او وروسته، سوسیال ديموکرات ګوند خپل ځان په یوه غښتلي حالت کې وموند. د مسیحي ديموکرات اتحاد ګوند یا «سي. ډي. یو» څخه هیلموت کهول د «آلمان د بیرته یوځای کیدو» پرمهال صدراعظم د راتلونکو څو کلونو له پاره خپل ګوند په حکومت کې ساتلی وو.

په عین وخت کې تر ۱۹۹۸م کال پورې سوسیال دیموکرات ګوند بیا خپل موقف د آلمان په پارلمان کې د اپوزیسیون په توګه اعلان او پرمخ روان کړ. د ټاکنو تر ګټلو وروسته، اس. پې. ډې ګوند ګیرهارد شرودر د آلمان د صدرعظم په توګه معرفي کړ. شرودر خپله ګوندي تګلاره کې تازه بدلون رامنځته کړ.

نوموړي خپل پخوانی د ګارګرو ګوند د نوې منځلارې طبقې د ګوند په توګه بدل کړ ترڅو د ټولنې د ښه عاید لرونکو او کاروباري طبقې په مینځ کې هم ملاتړ پیدا کړي. د شرودر د واک په موده کې د اقتصادي بحران او د لوړې کچې د بې کارۍ له امله، د هغه حکومت اړ شو چې د کارګرو د بازار او ټولنیز سیستم ته بدلون ورکړي او دغه کار یې د «۲۰۱۰م کال د اجندا» تر نامه لاندې د اصلاحي نظریې په چوکاټ کې پیل کړ. تر دې وروسته د دې ګوند عنعنوي ملاتړي او رایه ورکوونکي د صنعتي شرکتونو کاریګرو او لږ عاید ګټونکو سوسیال ديموکرات ګوند ته شا کړه.

په ۲۰۰۵م کال کې هغه مهال چې د ګیرهارد شرودر د صدراعظمې موده پای ته ورسیده، د هغه کړنو د نوموړي په ګوند کې د هویت کړکیچ رامنځته کړ. تر دې وروسته په راتلونکو ټاکنو کې د دوی ګوند په ملي کچه او د آلمان په زیاتره فدرالي ایالتونو کې تر ۳۰ سلنه ټيټې رایې ترلاسه کړې. تر دې وروسته، دوی چې هر څومره ډیرې رایه ترلاسه کړي، بیا هم کمي دي.