سوریه: پر ښوونځي باندې راکټي بریدمرگ ژوبله اړولې
۱۳۹۸ دی ۱۲, پنجشنبهد بشري حقونو د څار د سوريايي ټولنې په حواله دغه برید د سوریې په شمال سارمین ښار کې سوی چې د یاغیانو ترکنترول لاندی دی. لږ تر لږه ۱۵ نور انسانان، پر ښوونځي باندې د راکتي برید په نتیجه کې زخمیان سوي هم دي.
اپوزیسیون ته نژدې دې سازمان د برید پړه پر سوریایي پوځ وراچوي. د دغه سازمان په حواله، د ښووځي د ودانۍ له یوې برخې څخه د مهاجرو د استوگنځي په توگه کار اخیستل کیده. دغه کسان پر ادلیب باندې د سوریایي پوځ او د هغو له ملاتړ کوونکي روسیې له هوایي بریدونو څخه دلته راتښتیدلي ول. دغه برید د مځکني راکټونه پر مرسته سوی دی.
د ادلیب ولايت په سوریه کې د یاغیانو وروستی لوی تمځای دی. دغه سیمه تر زیاتې اندازې د اسلامی ملیشو تر کنترول لاندې ده.
پر اوربند سربیره چې په اصل کې باید مراعت سوی وای، د واکمن بشارالاسد پوځونو، د روسیې په ملاتړ په تیرو اونیو کې خپلو بریدونو ته ادامه ورکړې. دې کار د ترکیې سرحد ته د ډیرو مهاجرو ورتگ ته زمینه برابره کړه. د ملگرو ملتو په حواله د هغه راهیسي څه د پاسه ۲۳۵ زره انسانان له جگړه ځپلو سیمو څخه په تیښته کې دي.
د ادلیب ولايت او سیمه ایز مرکز چی په عین نوم یادیږي، همدارنگه د حما، حلب او لاذاقيه ولایتونه د القاعده د پخوانۍ څانگې تحرير الشام ډلې او نورو اسلامی ملیشو له خوا کنترولیږي.