سوریه غواړي چې د دې هیواد له مهاجرینو څخه د مالکیت حق واخلي
۱۳۹۷ اردیبهشت ۷, جمعهپه ظاهر کې داسې ښکاري چې د سوریې حکومت غواړي له هغو سوریايي اتباعو څخه د مالکیت حق واخلي چې په نورو هیوادونو کې یې د پناه غوښتنه کړې. د سوریې ولسمشر بشارالاسد د اپریل میاشتې په لومړیو کې د تازه ودانیو د جوړولو په هکله هم یو فرمان صادر کړی.
د «زود دویچه څایتونګ» په نامه آلمانۍ ورځپانې د جمعې په ورځ خپره شوې ګڼه کې راغلي چې د بشارالاسد په دې فرمان کې ټینګار شوی چې د پخوانیو جایدادونو څښتن باید په راتلونکو ۳۰ ورځو کې مسئولو ادارو ته مراجعه وکړي. په فرمان کې همدا راز راغلي چې د جایدادونو څښتن باید د اسنادو په وړاندې کولو سره خپل د ملکیت حق تثبیت کړي. په دې ترتیب سره له سوریې څخه بیرون ګڼ شمیر سوریايي کډوال به دا امکان په لاس کې ونه لري چې د ملکیت د تثبیت له پاره بیرته خپل هیواد ته ستانه شي.
دغې ورځپاڼې په خپل رپوټ کې وړاندې لیکلي چې د آلمان حکومت د سوریې د دې پریکړې په ځواب کې شدیده انديښنه او غوسه څرګنده کړې ده.
د «زود دویچه څایتونګ» په نامه دغې آلمانۍ ورځپاڼې د آلمان د بهرنیو چارو وزارت د سرچینو په حواله لیکلي چې: «موږ د شدیدې اندیښنې پر څرګندولو سربیره د بشارالاسد هڅې او اقدامات تعقیبوو چې په ترڅ کې یې هغه هڅه کوي چې د قانوني ناسمو لارو پر مټ د زیاتره سوریايي مهاجرینو د مالکیت حق تر پوښتنې لاندې راولي.»
یادې ورځپاڼې د آلمان د بهرنیو چارو وزارت د سرچیني په حواله همدا راز لیکلي چې د سوریې حکومت په ښکاره ډول هڅه کوي چې هر څه له بنسټ څخه د رژیم او د هغوی د پلویانو په ګټه تغیر کړي او په دې توګه د یو ستر شمیر سوریايي مهاجرو بیرته ستنیدل له ستونزو سره مخامخ کړي.
«له دې بدې پریکړې سره باید مبارزه وشي»
د آلمان فدرال حکومت اعلان کړی چې حکومت په پام کې لري څو په اروپايي ټولنه کې د اسد د حکومت د دې «بدې پریکړې» پر سر د مذاکراتو سربیره په دې هکله په اقداماتو لاس پورې کړي. سربیره پر دې برلین هڅه کړې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم دغې موضوع ته پام وکړي.
د اسد د حکومت د دې پریکړې په هکله د آلمان د دریځ یو له دلایلو څخه په آلمان کې د سلګونو زرو سوریايي مهاجرینو شتون په ګوته شوی دی. دا ځکه چې له پیل راهیسې دغه مهاجرین په آلمان کې په دې شرط ساتل شوي چې د سوریې د وضعیت په ښه کیدو او په دې هیواد کې د جګړې تر پای ته رسیدو وروسته، د دې مهاجرینو یوه ستره برخه بیرته خپل هیواد ته ستانه شي. له همدې امله، د اسد د حکومت وروستی پریکړه به ښايي له آلمان څخه د سوریايي پناه غوښتونکو بیرته ستنیدل په بنیاد کې ناممکنه کړي.
د سوریې د اوه کلنې جګړې په ترڅ کې تر ۴۰۰ زره د ډیرو سوریایانو وژل کیدو او د دې هیواد د ځینو ښارونو او کلیو د بشپړې ویجاړۍ ته پام سره په دې هیواد کې د جګړې د پای کوم څرک نه تر سترګو کیږي. اوس د یو شمیر مهمو غربي او عربي هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په پاریس کې د یوې ناستې په ترڅ کې د سوریې د کړکیچ د حل په موخه نوې سیاسي هڅې پیل کړي او په دې هکله یې د طرحې په جوړلو پیل کړی دی.
د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس د پاریس تر ناستې وړاندې د تیرې پنجشنبې په ورځ ویلي وو چې په بروکسل کې سوریې ته د مرستندویه هیوادونو تر ناستې وروسته، د پاریس له ناستې سره د سوریې د کړکیچ د سوله ایز حل له پاره سیاسي هڅې پیل شوي دي.
په دې ناسته کې د کوربه هیواد فرانسې سربیره د متحده ایالاتو، بریتانیا، سعودي عربستان او اردن هیوادونو استازي برخه لري او د سوریې د کړکیچ د سیاسي حل په موخه په خپلو کې را جرګه شوي دي.
زموږ له آرشیف څخه: