1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند د امريکا د صادراتي توکو ګمرګي تعرفي لوړوي

۱۳۹۸ خرداد ۲۶, یکشنبه

هند غواړی د امريکا متحده ايالتونو پر صادراتي محصولاتو باندې ګمرګي تعرفې لوړې کړي. د هندوستان له خوا دغه اقدام، د امريکا متحده ايالتونو ولسمشر دونالد ترمپ، د ورته اقدام په غبرګون ترسره کيږي.

https://p.dw.com/p/3KXfI
Symbolbild: Handel USA Türkei Indien
انځور: Getty Images/AFP/R. Schmidt

هندوستان د امريکا متحده ايالتونو پر ۲۷ قلمه صادراتي توکو باندې ګمرګي تعرفي لوړوي. په نوي ډهلي کې د هند د حکومتي چارواکو پر وينا، بادام، چارمغز او مڼې هندوستان ته د امريکا متحده ايالتونو د صادراتي په ډله کې شامل دي. د هند له خوا دغه اقدام سره له یکشنبې ورځې څخه عملي کيږي.

په سويلي آسيا کې پروت هندوستان هيواد له لوري دغه اقدام د امريکا متحده ايالتونو ولسشمر دونالد ترمپ، د يو تازه اقدام په غبرګون کې ترسره کيږي. ترمپ د هندوستان هغه سوداګريزې ګټي کوم چې د عمومي ترجيحاتو (GSM) پر بنسټ وې، د روان کال د جون مياشتې په پنځمه له منځه يوړې.

دغه سيستم (Generalized System of Preferences) چې د پرمختللو هيوادونو په نوښت رامنځ ته شوی، هغو هیوادونو ته چې د پرمختک په حال کې دي، د دې فرصت په لاس ورکوي چې په صفري او يا هم په ډیره لږه اندازه ګمرګي تعرفې ورکړې او په دې ترتیب سره د خپلو هیوادونو اقتصاد ته وده ورکړي. دغه کار د دې سبب ګرځي چې اوس هندوستان خپل څو ميليارډه ډالر له لاسه ورکړي.

د امريکا ولسمشر دونالد ترمپ د ګمرګي تعرفو د لوړولو په دليل پر هندوستان نيوکه کړې ده. ترمپ ويلي دي، هندوستان پر شديدو مذاکراتو سربیره، امريکا متحده ايالاتونو ته خپلو بازارونو ته «عادلانه او منصفانه» لاسرسی نه دی ورکړی. له بل لوري د هندوستان له خوا د آمازون په څير له آنلاين شرکت پلورونکو او د کريدت کارت درلودونکو سره سخت چلن، سوداګريزې اړيکې اغیزمن کړي.

(ks/ms (reuters,dpa

زموږ له ارشیف څخه