1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

سهار وختي د تړمو اوبو څښل څه گټې لري؟

۱۳۹۷ مرداد ۱۶, سه‌شنبه

د دوبي په گرمو ورځو کې په ځانگړې توگه د ډيرو اوبو څښلو توصيه کيږي. خو کارپوهان وايي چې له خوبه تر ويښيدو سملاسي وروسته او د سهار د ډوډۍ تر خوړلو مخکې د تړمو يا شیرګرمو اوبو څښل بدن ته ډيرې گټې لري.

https://p.dw.com/p/32gdo
Symbolbild Wasser trinken Gesundheit
انځور: Imago/Westend61

له بدن څخه د زهرجنو موادو له ایستلو سره مرسته

د شپې له خوا د انسان بدن آرام کوي او په بيا رغونه مصروف وي. په دې وخت کې بدن هڅه کوي چې ځان له زهرجنو موادو پاک کړي. که چيرې سهار وختي په خالي معده اوبه وڅښل شي نو دا له بدن سره له د زيان رسونکو موادو په له منځه وړولو کې مرسته کوي. پر دې سربيره سهار وختي د اوبو څښل له بدن سره د عضلاتو او وينې د حجرو په جوړولو کې هم مرسته کوي.

ميتابولیزم يا د خوړو هضم ښه کول

سهار په خالي معده د اوبو څښل ميتابوليزم او د بدن د خوړو د هضمولو پروسه ۲۴ سلنه چټکوي. له همدې امله د هغو کسانو له پاره چې د وزن د کمولو هڅه کوي، د چايو تر مخه د اوبو څښل په دې برخه کې يوه لويه مرسته ده. د ډيرو اوبو په مرسته په غټو کولمو کې د خوړو د گټورو موادو جذب رامنځته کيږي او خوراک په چټکۍ سره هضميږي.

د معدې سوزش او درد له منځه وړل

په معده کې د خوړو هضميدل د اسيد يا تیزاب د خارجيدو لامل کيږي. که چيرې همدا اسيد مرۍ ته راپور ته شي نو په معده کې د سوزش احساس پيدا کوي. که چیرې د سهار د چایو تر مخه اوبه وڅښل شي نو د اسيدو د رقيق يا نري کيدو او بيرته معدې ته د کښته کيدو باعث کيږي. يعني د شیرګرمو اوبو تر څښلو وروسته بدن د نورو خوړو هضمولو ته چمتو کيږي.

د پوست روڼتيا او شفافيت ته وده ورکوي

په بدن کې د اوبو کمښت د پوست د وخت د مخه د گونجيدو او د گونجو د زياتيدو باعث کيږي. د يوې څيړنې پايلو ښوولې چې د سهار د ناشتې پر وخت د نيم ليتر تړمو اوبو څښل د وينې جريان ښه کوي او د پوست د روڼتيا او پاکوالي سبب گرځي.

د ويښتانو له روغتيا او ځلا سره مرسته

لږ اوبه څښل د ويښتانو پر وده ډير اغیز کوي. د ويښتو د وزن يو پر څلورمه برخه اوبه جوړوي. ډيرې اوبه څښل د ويښتانو د ښې تغذېې او ودې باعث  گرځي. که چيرې ويښتانو ته کمې اوبه ورسي نو ويښتانو نري کيږي او ماتيږي. په ټوله ورځ کې ډيرې اوبه څښل ډير اهميت لري خو سهار تر چای د مخه د شیرګرمو اوبو څښل د ويښتانو له ښه والي سره مرسته کوي.

د گردو د ډبرو او مثانې د التهاب مخ نیوي

سهار په نهاره د اوبو څښل د گردو د ډبرو د جوړيدو او د مثانې د التهابي کيدو په مخ نيوي کې ستر  نقش لري. د دې چارې دليل په بدن کې د اسیدو رقيق کيدل دي ځکه همدا اسيد د گردې د ډبرې او يا د مثانې د التهاب باعث کيږي. د ډيرو اوبو په څښلو سره په بدن کې د دې ډول ډبرو د جوړيدو مخنيوی کيږي.

د بدن دفاعي سیستم پیاوړي کول

سهار د اوبو څښکل د بدن دفاعي سیستم پیاوړې کوي او له بدن څخه د زهرجنو موادو په چټک اخراج کې مرسته کوي.

DW (B.S/S.M)

زموږ له آرشيف څخه: