سلواکیا د ملګرو ملتونو د مهاجرت له تړونه ووتله
۱۳۹۷ آذر ۵, دوشنبهامریکا متحده ایالاتو، اتریش، استرالیا، چک جمهوریت او پولنډ هیوادونو لا مخکې د ملګرو ملتونو سازمان د مهاجرت تړون رد کړی دی. بلغاريا هم له دې تړونه د وتلو ګواښ کړی دی.
اوس د سلواکیا لومړي وزیر پتر پلیګریني د «اسمه» روځپاڼې انټرنټ پاڼې ته ویلي دي «زه د حکومت د مشر په توګه په سلواکیا کې د مهاجرت تړون متن او اعتبار ردوم».
ټاکل شوی ده چې د ملګرو ملتونو سازمان د مهاجرت تړون د دسمبر میاشتې پر ۱۰ او ۱۱ مو نیټو په مراکش کې د غړو هیوادونو د غونډې په ترڅ کې په رسمي ډول تصويب شي. له دې تړون سره به چې له حقوقي پلوه الزامي نه دی، د مهاجرو له اصلي یا مبداء هیوادونو سره د مهاجرت بهیر د ښه سازمان ورکونې په برخه مرسته وشي.
د سلواکیا د بهرنیو چارو وزیر میروسلاو لایچاک، ګواښ کړی وو چې که حکومت هغه غونډه بایکاټ کړي چې د مهاجرت تړون د تصويب له پاره په پام کې نیول شوې ده، نو هغه به استعفاء وکړي. دغه ۵۵ کلن سیاستوال په دې اړه «د رای ورکونکو د ډیرو رایو ترلاسه کولو له پاره د عوامپالو له رقابت» څخه خبردارې ورکړی دی.
اوس پلګریني وویل چې لایچاک ته یې له تړونه د وتلو په هکله خبر ورکړی دی او هیله لري چې د بهرنیو چارو وزیر به دغه پریکړه ومني او د خپل شخصي نظر په پرتله به، د هیواد د خدمت دوام ته لومړيتوب ورکړي.
د سلواکیا حکومت له پریکړې سره اوس نو د ویشګراد په نوم «چې له پولنډ، هنګري، سلواکیا او چک جمهوریت څخه جوړ شوی دی» څلورواړه هیوادونو د ملګرو ملتونو د مهاجرت تړون رد کړ.
شویبله د مهاجرت تړون دفاع وکړه
په آلمان کې هم د ملګرو ملتونو د مهاجرت تړون په هکله بحثونه روان دي. د آلمان د پارلمان(بونډسټاګ) مشر په برلين کې د انتقادونو پر وړاندې له دې تړونه دفاع وکړه.
شویبله د کاتولیک اکاډمۍ په پروګرام کې وویل دا چې ملګري ملتونه په دې توانیدلي دي چې د داسې یوه تړون په برخه کې موافقې ته ورسیږي دا پخپله یوه بریا ده. د آلمان د پارلمان د مشر په خبره شاید هم د دې تړون ټول ټکي له نیمګړتیاو تشې نه وي: «خو لوی تړونونه تل همدا ډول وي» او د دې تړون هیڅ کومه برخه الزامي نه ده.
له امریکا متحده ایالاتو پرته د ملګرو ملتونو سازمان ټولو ۱۹۳ غړو هیوادونو په جولای میاشت کې دې تړون ته مثبته رای ورکړه. په ځانګړي توګه د اروپایې اتحادیې هغه غړي هیوادونه چې ښی اړخي حکومتونه لري او د مهاجرت ضد دي، له دې تړونه مخ ګرځوي.