سلو کالو کي تر ټولو مهم هندي فلمونه کوم ول؟
د هندي فلمونو د صنعت په تاريخ کي بې شمېره زيات فلمونه جوړ سوي دي. خو له دغو څخه بعضي يې تلپاتي بلل کيږي. په سلو کالو کي تر ټولو مهم هندي فلمونه کوم ول؟ دلته يې انځوريز راپور کتلای سئ:
راجه هريشچندرا (۱۹۱۳)
د هندي فلمونو لړۍ ۱۰۰ کاله تر مخه د دادا صاحب پالکې په فلم پېل سوه. دغه فلم اوس سل کلنه کليزه لمانځي. هغه وخت زياتره فلمونه پر ديني او مذهبي داستانونو او اشخاصو ولاړ ول. هغه وخت د ښځينه ؤ رول هم نارينه ؤ ادا کاوه.
عالم آرا (۱۹۳۱)
د هندي فلمي نړۍ لومړي فلمونو ږغونه نه لرل. خو د پېل څخه ۱۸ کاله وروسته د «عالم آرا» فلم بازار ته راووت چي لومړی ږغ لرونکی فلم ؤ. لومړی ځل ؤ چي د ليدونکو د محرکو انځورونه سره موسيقي او ږغونه هم اورېدل.
آواره (۱۹۵۱)
د راج کپور «آواره» فلم لومړی هندی فلم ؤ چي د روسيې او چين تر څنګ په نورو هيوادونو کي هم بازار ته ووت. دغه فلم په نړيواله توګه شهرت تر لاسه کړ او زيات خلک تر اوسه دغه فلم د هندي فلمونو د تاريخ له مهمو فلمونو څخه ګڼي. د دغه فلم ټايټل سندره ډېره مشهوره سوه. راج کپور ته په نړيواله توګه دعوتونه وسول.
پياسا (۱۹۵۷)
په ۱۹۸۷ ميلادي کال د پياسا (پښتو: تږی) فلم بازار ته راووت. دغه فلم چي پکښي ګورو دت او مالا سينها مرکزي کردارونه تمثيل کړي ول ډېر مشهور سو. دا ځکه چي تر آزادۍ وروسته هندوستان اقتصادي ستونزي او ښاري ژوند د ميني د يو داستان له لاري پکښي انځور سوي ول.
مدر انډيا (۱۹۵۷)
د هند د اصلي کلونو د اصلي ستونزو په تړاو هنري فلم «مدر انډيا» د هندي فلمي نړۍ يو له تر ټولو محبوبو فلمونو څخه شمېرل کيږي. دغه فلم چي پکښي نرګس مرکزي رول تمثيل کړی ؤ، د بهرنيو فلمونو له پاره د اوسکار فلمي جايزې له پاره هم کانديد سو. د دغه فلم له لاري زيات شمېر غربيانو په لومړي ځل د هند هيواد د اصلي ستونزو په تړاو ډېر ښه انځورونه وليدلای سوای.
مغل اعظم (۱۹۶۰)
د مغل سلطنت دولتي چاري پر يو اړخ او د ميني تنده پر بل اړخ. د مينځي انار کلي او د مغل پاچا د زوی تر منځ د ميني داستان او په ترڅ کي يې د شهزاده له خوا خپلې ميني ته د تاج محل په شان «نړيواله عجوبه» ودانۍ جوړول په ټوله نړۍ کي مشهور دي. پر دغه موضوع د خپل وخت تر ټولو په زيات مصرف جوړېدونکی تاريخي هندي فلم «مغل اعظم» په نړيواله توګه محبوبيت تر لاسه کړ.
ارادهانا (۱۹۶۹)
ارادهانا فلم چي د تنقيد کوونکو په وينا ښکلی داستان، خوږې سندري او زياته کوميدي يې درلوده، د هندي فلمي صنعت يو له ښکلو فلمونو څخه ؤ. په دغه فلم کي مرکزي رول د خپلو «خوږو خبرو د طرز» له پاره مشهور ممثل راجېش کهنا لوبولی ؤ.
شعلې (۱۹۷۵)
د زياتو سندرو او ميني محبت پر داستانونو ولاړو فلمونو وروسته د هندي فلمي نړۍ مينه والو ګبر سينګهـ و پېژند. په شعلې فلم کي د بدمعاش ډاکو «ګبر سينګهـ» رول امجد خان ولوباوه. د امجد خان د دغه فلم ديالوګونه او مکالمې تر نن پوري شهرت لري. په دغه فلم کي اميتاب بچن، دهرمندر او هیمامالاني مرکزي رولونه لوبولي ول.
ہم آپ کے ہیں کون (۱۹۹۴)
«ہم آپ کے ہیں کون» يا په پښتو «زه ستاسو څه کېږم» هندی فلم چي په ۱۹۹۴ کال بازار ته راووت، د تر ټولو بريالي هندي فلمونو څخه يو بلل کيږي. په دغه فلم کي مرکزي کردار مادهوري ديکشت (انځور) او سلمان خان لوبولی ؤ. دغه فلم د ميني يو داسي داستان بيانوي چي ډېر غير عادي بدلون پکښي راسي.
کهبی خوشی کهبی غم (۲۰۰۱)
په هند کي د منځني قشر د ذوق سره سم يو له تر ټولو برياليو فلمونو څخه «کهبی خوشی کهبی غم» يعني «کله خوښي کله غم» فلم ؤ. دا په داسي حال کي چي د هند منځني قشر په دغه پېر کي نوي اقتصادي برياوي په لاس راوړي وې او و بهر ته يې هم مخه کړې وه.
لګان (۲۰۰۱)
د لګان فلم د جوړېدو مخکي د اکثرو هندي فلمونو داستانونه يا خو به پر مينه ولاړ ول او يا پر آزادي او پيسو. خو لګان فلم چي د مشهور ايکټر او فلم جوړونکي عامر خان له خوا جوړ او په ۲۰۰۱ کال بازار ته راووت، د داستانونو د بيانولو نوی طرز وښودل سو. دغه فلم په هند کي د انګرېزانو د واکمنۍ پر وخت د کليوالو خلکو د تعهد او هوډمنتيا په تړاؤ يو ښکلی داستان بيانوي.
ګادار (2001)
د هند او پاکستان تر منځ د لانجې موضوع د زیاتو هندي فلمونو د بريا لامل سوې ده. خو په ۲۰۰۱ کال د ګادار فلم چي په ۱۹۴۷ مېلادي کال د لوی هند د تقسيم او د پاکستان د جوړېدو په تړاو موضوع پکښي څېړل سوې، زښت زيات بريالی سو. دغه فلم زښتي زياتي کورنۍ او بهرنۍ جايزې وګټلې. په دغه فلم کي د سني ديول (انځور) له خوا تمثيل سوی کردار د زياتو کتونکو له خوا ډېر خوښ کړل سو.
سينګهـ ايز د کينګ (۲۰۰۸)
سينګهـ ايز د کينګ نومي هندی فلم چی پکښي اکشې کمار (انځور)، اجې دېوګن، کارېش روال، اوم پوري، نصرالدين شاه، راجپال يادېف او اسراني غوندي محبوبو ستورو کار کړی ؤ. دغه فلم د داستان له پاره د کاميدي، رومانتيک او ايکشن مسالې د ګډولو يو يو بريالۍ نمونه ؤ.
ګېنګس آف واسيپور (۲۰۱۲)
ګينګس آف واسيپور يو له هغه هندي فلمونو څخه بلل کيږي چي د فلم د بريا له پاره د انوراګ کش يپ، تيګمانشو دهوليا او راج کپور غوندي فلم جوړونکو د فلمي بريالۍ فورملې پرته يې د فلم د نوي تعريف اړتيا رامنځ ته کړه.
دنګل (۲۰۱۶)
دنګل فلم د عامر خان له خوا جوړ سوی او پکښي مرکزي کردار هم دغه فلم جوړونکي او ايکټر لوبولی دی. دغه فلم چي د هند د سپورټ په نړۍ کي د دوو برياليو پهلوانو خوېندو او د هغوی د تربيې په ترڅ کي د هغوی د پلار پر قربانيانو او هلو ځلو پر حقيقي داستان ولاړ فلم دی، د هندي فلمي صنعت يو له تر ټولو ښه تجارتي فلمونو څخه وبلل سو.
باهو بلي (۲۰۱۷)
د ايس ايس راجه مولي فلم جوړونکي له خوا جوړ سوی «باهو بلي» د نوي هندي فلمونو تر ټولو بهترينه بېلګه بلل کيږي. دا ځکه چي په دغه فلم کي په کار اچول سوي کمپيوتري مصنوعي منظرې د هالي ووډ فلمونو پر سطحه حقيقي او خوندوري ترسيم سوي دي. د حيرانونکو منظرو، ښکلي انيمېشن او ښه تمثيل تر څنګ د دغه څو برخي لرونکي فلم داستان هم زيات بريالی ؤ.
پدماوت (۲۰۱۸)
د پدماوت فلم په هند کي زښت بحثونه او لانجې راوړلاړې کړې. دا ځکه چي د هندي تاريخي حماسو څخه پکښي يوه داسي مېرمنه تمثيل سوې چي د خپل مېړه او د نورو نارينه ؤ د مړيني وروسته د ګڼ شمېر نورو کونډه سوو مېرمنو سره يوځای ځان هم وسوځي. دغه پخوانی هندو دود چي د ميړه د مړي د سوځلو پر وخت به کونډې هم ورسره ځان ژوندی سوځاوه، زيات شخړيز عمل پاته سوی دی.