1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سفير: د افغانستان او قزاقستان د اړیکو د لا پراخیدو تمه لرو

مسعود جهش
۱۳۹۷ اسفند ۲۹, چهارشنبه

د قزاقستان پخواني ولسمشر نصرت الله نظربایوف، د سه شنبې په ورځ له خپلې دندې استعفأ وکړه او قاسم توکایوف، یې ځای ناستی شو. افغان چارواکي وایي چې نوی ولسمشر افغانستان ښه پیژني او ښايي د کابل او استانې اړیکې لا پراخي شي.

https://p.dw.com/p/3FMej
Fahad Azimi
انځور: Embassy of Afghanistan

د قزاقستان ولسمشر نصرت الله نظربایوف، چې ۳۰ کاله د خپل هیواد مشر وو د سه شنبې په ورځ ناوخته په تلویزیون کې راڅرگند شو او خپله استعفأ یې اعلان کړه. دغه ۷۸ کلن سیاستوال پرته له دې چې د خپلې پریکړې لامل په ګوته کړي، وویل: «ما پریکړه کړې ده چې د ولسمشر په توګه خپل واک پریږدم.»

Fahad Azimi
په استانه کې د افغانستان سفیر فرهاد عظیميانځور: Embassy of Afghanistan

د قزاقستان د اساسي قانون له مخې د دې هیواد د پارلمان د سنا مجلس مشر قاسم توکایوف، د دې هیواد د موقت ولسمشر په توګه کار پیل کړ. دا لا روښانه نه ده چې په قزاقستان کې به کله نوي ټاکنې وشي.

په استانه کې د افغانستان سفیر فرهاد عظیمې، له دویچه ویله سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې تمه لري د نوي ولسمشر له راتلو سره د افغانستان او قزاقستان اړیکې لا پسې پراخي شي. هغه زیاته کړه: «څه نا څه درې ورځې مخکې ما له هغه [توکایوف] سره د سنا د مشر په توګه لیدنه لرله. د افغانستان او د دې هیواد له اوضاع سره د هغه له آشنایي څخه ما ته جوته شوه چې هغه د افغانستان ملګری دی او په بیلابیلو برخو کې له افغانستان سره د اړیکو د پراخیدو غوښتونکی دی.»

افغانستان اوس هم له قزاقستان سره پراخې تجارتي اړیکې لري خو د عظیمي په خبره له دې کبله چې په افغانستان کې د تولیداتو ظرفیت ټیټ دی نو قزاقستان ته د افغانستان صادرات له دې هیواده د وارداتو په پرته کم دي. هغه وویل چې هڅې یې پیل کړي چې د ګمرکي معافیتونو او نورو امکاناتو برابرولو له لارې افغان سوداګر قزاقستان ته د صادراتو په موخه وهڅوي. هغه همداراز روښانه کړه چې پر دې هم کار کوي چې قزاقي سوداګر د افغانستان په خامو موادو کې پانګونې ته وهڅوي.

له قزاقستان سره پر ستراتیژیک تړون کار

په استانه کې د افغانستان سفیر فرهاد عظیمي روښانه کړه چې افغانستان اوس پر دې کار کوي چې له قزاقستان سره خپلو اړیکو ستراتیژیکه بڼه ورکړي. هغه وویل: «هیله لرو چې په نزدې راتلونکې کې هغه ډول ستراتیژیک تړونونه چې له ازبکستان او تاجیکستان سره مو لاسلیک کړل له قزاقستان سره هم امضا کړو چې اړیکې مو ستراتیژیکې شي.»

افغانستان په وروستیو وختونو کې په یوه ترانزیتي هیواد باندې د بدلیدو له پاره هڅې پراخې کړي دي. چارواکي هیله څرګندوي چې له قزاقستان سره د اړیکو له لا پراخیدو سره به د سیمه ایزو تړونو په لاسلیکولو وتوانیږي چې په پایله کې به یې د افغانستان اقتصاد ته ګټه ورسیږي.