1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستسوریه

سعودي وروسته له دولسو کلونو د سوریې له پاره خپل سفیر ټاکلی

۱۴۰۳ خرداد ۷, دوشنبه

سعودي عربستان له دولس کلن ځنډ وروسته د دمشق له پاره خپل سفیر ټاکلی دی. بل لوري ته ایران ویلي چې محمد بن سلمان د تهران بلنه منلې ده. دا له ایران او متحدینو سره یې د ریاض د مخ پر ډیریدونکو اړیکو نښه بلل کیږي.

https://p.dw.com/p/4gKHc
Saudi-Arabien Kronprinz Mohammed bin Salman und Bashar al-Assad
د سوریې ولسمشر بشارالاسد تیر کال په می کې د ریاض په غوښتنه د عرب لیگ په غونډه کې گډون کړی ووانځور: Saudi Press Agency/UPI Photo/Newscom/picture alliance

د ایسوشېټډ پریس خبري آژانس په حواله سعودي عربستان وروسته له دولسو کلونو څخه د یکشنبې په ورځ د سوریې له پاره خپل سفیر ګومارلی دی. د سعودي عربستان د دولتي خبري آژانس «اس پي ای» په حواله دغه هیواد فیصل المجفل، د دمشق له پاره خپل سفیر ټاکلی دی.

تر یوې لسیزې د ډیرې مودې راهیسې د دواړو هیوادونو ترمنځ د دیپلوماتیکو اړیکو تر پرې کیدو وروسته د روان کال په لومړیو کې سعودي عربستان په سوریې کې خپل سفارت پرانیست. تر دې مخکې تیر کال سوریې په رياض کې د خپل سفارت تر پرانیستلو وروسته په دسمبر کې دغه هیواد ته خپل نوی سفیر مقرر کړی وو.

سوریې تیر کال په می میاشت کې د سعودي په بلنه په ریاض کې د عرب لیګ په غونډه کې ګډون کړی و. دا د عرب لیګ په غونډه کې له یولس کلن ځنډ وروسته د سوریې لومړی ګډون وو.

له سعودی سره د ایران او متحدینو یې مخ پر ډیریدونکي اړیکې

په ۲۰۱۱م کال کې په سوریې کې د کورنۍ جګړې له پيلیدو وروسته دغه هیواد له لویدیځ او عربي هیوادونو سره خپلې اړیکې پرې کړې وې.

مخکې تر دې تیر کال سعودي عربستان د چین په منځګړیتوب له ایران سره خپلې اړیکې بیرته عادي حالت ته را ګرځولې وې. تر دې وروسته ایران او سعودي یو د بل په هیوادونو کې خپل سفیران وګومارل.

د ایران او سعودي د اړیکو له ښه کیدو سره په یمن کې چې له ۲۰۱۵م کال راهیسې په کښې جګړه روانه ده، د امنیت رامنځته کیدو هیلې ټوکیدلي دي. د دې هیواد یوه لویه برخه د حوثي یاغیانو په کنترول کې ده چې ویل کیږي د ایران له خوا یې ملاتړ کیږي.

ایران ته د محمد بن سلمان سفر

د ایران د دولتي خبري آژانس په حواله د سعودی عربستان وليعهد شهزاده محمد بن سلمان، ایران ته د سفر کولو له پاره د دغه هیواد د موقت ولسمشر داکتر محمد مخبر بلنه منلې ده، خو سعودي عربستان په رسمي ډول دا خبر نه دی تائید کړی.

مخکې تر دې د ایران پخواني ولسمشر ابراهیم رئیسي، هم محمد بن سلمان، ته د ایران د دورې بلنه ورکړې وه.

د ایران د دولتي خبري آژانس «ارنا» په حواله د سعودي وليعهد هم د ایران موقت ولسمشر سره په تلیفوني خبرو کې مخبر بلنه ورکړې ده چې ریاض ته سفر وکړي.

که محمد بن سلمان ایران ته سفر وکړي، نو دا به وروسته له دوو لسیزو ایران ته د سعودي عربستان د شاهي کورنۍ د یوه لوړپوړي شخصیت لومړی سفر وي. په منځني ختیځ کې دا پرمختګ په داسې یو وخت کې رامنځته کیږي چې د تیرو اتو میاشتو راهیسې په غزه کې جګړه روانه ده او په نړیواله کچه د دې جګړې د بندولو هڅې روانې دي.

آژانسونه: ش.ن/ ب.ص

د سوريې د جگړې قربانيان څوک دي؟

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب