1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سعودي: موږ خپل اتباع ترکیې ته نه سپارو

۱۳۹۷ آذر ۱۹, دوشنبه

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر د جمال خاشقجي د وژنې په قضیه کې ترکیې ته د دوو سعوديانو د سپارلو مخالفت کړی. د استانبول څارنوالۍ د خاشقجي د وژنې په قضیه کې له عربستانه د دوو شکمنو کسانو د ورسپارلو غوښتنه کړې وه.

https://p.dw.com/p/39mgg
Jamal Khashoggi
انځور: imago/Depo Photos

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر، د یکشنبې په ورځ (۲۰۱۸م کال د دسمبر۹) د فارس خلیج د همکارۍ شورا د غونډې په پای کې په پلازمینه ریاض کې وویل چې هیواد به یي خپل دوه اتباع چې د جمال خاشقجي د وژنې په قضیه کې پرې د لاس لرلو شک کیږي، ترکیې ته و نه سپاري.

الجبیر پر دې ټینګار وکړ چې «موږ خپل اتباع نه سپارو.» هغه زیاته کړه: «جالبه ده، هغه هیواد چې لازم قانوني معلومات زموږ په اختیار کې نه راکوي [زموږ د اتباعو] د جلب حکم صادروي.»

سعودي عربستان د نړیوالو فشارونو په پایله کې اعلان کړی وو چې هغه یو شمیر کسان چې په دغه قضیه کې یي لاس درلود ترې پوښتنې ګرویږني کړي او یا یي هم نیولي دي.

خو د ځینو رسمي رپوټونو له مخې د دغو کسانو ځيني يې تر لومړیو پوښتنو وروسته بیرته په سعودي عربستان کې آزاد کړل شوي دي.

د استانبول څارنوالۍ د جمال خاشقجي د قضیې د څېړلو په موخه د احمد العسیري او سعود القحطاني، د نیولو امر صادر کړی وو. دغه دواړه د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان ته نزدې کسان کڼل کيږي. ترکیې له سعودي عربستان څخه غوښتي ول چې دغه دواړه تورن کسان دوی ته وسپاري.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو، د استانبول د څارنوالۍ د غوښتنې په تعقیب له سعودي عربستانه د دغې قضیې د روښانه کولو په برخه کې د شفافیت غوښتنه کړې وه.

چاووش اوغلو ویلي ول چې سعودي عربستان باید د دې قضیې د تحقیق امکانات برابر کړي، که نه له ملګرو ملتونو به دغه قضیې ته د رسیدګۍ غوښتنه وکړي.

جمال خاشقجي چې د سعودي عربستان منتقد خبریال وو او په واشنګټن پست، کې يي مقالې خپریدې د روان میلادي کال د اکتوبر مياشتي پر دوهمه نیټه په استانبول کې د سعودي عربستان قونسلګرۍ ته د اسنادو ترلاسه کولو له پاره ورغلی وو، خو بیرته ترې را و نه وت او تر اوسه یي جسد هم نه دی موندل شوی.