سعودي له پاکستان سره نوره مالي مرسته کوي
۱۳۹۸ خرداد ۲, پنجشنبهدغه خبره د پاکستان د مالیې وزیر عبدل حافظ شیخ وکړه او ویې ویل چي پاکستان به هرکال په وقفې سره دغه پیسې بیرته سعودي عربستان ته ورکوي.
په پاکستان کي په تیرو میاشتو کي اقتصادي وضعیت ډیر خراب سوی دی. د بودجې کسر او د انفلاسیون درجه یې مخ پر لوړیدو ده، خو د ډیرو مالیو اخیستلو امکانات یې لږ دي.
سعودي عربستان په تیرو میاشتو کي هم پاکستان ته د ميلیاردونو ډالرو په ورکولو سره د دغه هیواد ملاتړ کړی وو. تیره اوونۍ پاکستان وکولای سول له نړيوال وجهي صندوق سره د شپږو ميلیاردو ډالرو پر اخیستلو باندي موافقه وکړي.
د تیلو د لیږلو په مقابل کي په وقفه اي ډول سره د پیسو ورکولو دغه موافقه سعودي عربستان ته د پاکستان د صدراعظم عمران تر سفر څو ورځي وروستي سوې ده. دا سعودي ته د عمران خان دریم سفر وو.
د روان کال د فيبروري میاشتي په نیمايي کي د اسلام آباد ته د سعودي عربستان ولیعهد سفر کړی وو. د دغه سفر پرمهال سعودي عربستان په پاکستان کي د ۲۰ ميليارده ډالرو پانگوني اعلاميه هم له دغه هيواد سره لاسليک کړه.
خو شنونکي له دې څخه خبرداری ورکوي، چي پاکستان مجبوره دی، ددغو مرستو په مقابل کي د منني په ډول په اصطلاح هر ډول تیاری وښيي، مثلأ د سعودي عربستان د رقیب ایران پرضد یې ملاتړ وکړي.
(Q.N/N.Z(dpa