1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سعودي له برلينه خپل سفير بېرته ورغوښتی دی

۱۳۹۶ آبان ۲۷, شنبه

د آلمان د بهرنيو چارو وزير، زيګمار ګابريل، د لبنان د کړکېچ په سر د رياض سياست «ماجراجويانه» بللی وو. اوس سعودي عربستان غبرګون ښکاره کړ او خپل سفير يې له آلمان څ‍خه بېرته ورغوښتی دی.

https://p.dw.com/p/2nrHh
Saudi-Arabien König Salman und Kronprinz Mohammed bin Salman
سعودي پاچا شاه سلمان د خپل زوی او وليعهد محمد بن سلمان سرهانځور: Reuters/F. Al Nasser

د آلمان او سعودي عربستان تر منځ ديپلوماتيک کړکېچ رامنځ ته شوی دی. د آلمان د بهرنيو چارو د وزير، زيګمار ګابريل، له خوا تر شوو انتقادي څرګندونو وروسته رياض د آلمان له پلازمېنې برلين څخه خپل سفير بېرته ورغوښتی دی.

لکه څنګه چې دولتي خبري اژانس «اس پي آی» خبر ورکړی دی، سعودي عربستان په آلمان کې خپل ديپلوماتيک استازی د «مشورو» له پاره رياض ته ورغوښتی دی. دا هم ويل شوي دي چې په سعودي عربستان کې مېشت د آلمان سفير ته به هم يو احتجاجي ليک وسپارل شي.

د سعودي او ايران تر منځ لانجه په پراخېدو ده

د نورو خبرو تر څنګ د لبنان د صدراعظم، سعد حريري، د برخليک په هکله د خورو ورو آوازو له کبله د آلمان د بهرنيو چارو وزير، ګابريل، د پنجشنبې په ورځ ويلي وو چې «له اروپا څخه بايد په ګډه دغه نخښه يا زيګنال ورکړای شي چې موږ د دغې ماجراجويۍ په برخه کې چې په تېرو څو مياشتو کې هلته پراخه شوې ده، نور حاضر نه يو چې بې له څه ويلو څخه يې ومنو».

ګابريل ياده خبره د خپل لبناني سيال، جبران باسيل، سره د ليدنې پر مهال په برلين کې وکړه. د هغه په وينا په يمن کې د جګړې له کبله د بشري ناورين په راتللو او د خليجي هېواد، قطر، سره له لانجې وروسته له هغه ډول چلند سره «چې له لبنان سره کيږي» اوس وضع اوج ته رسېدلې ده.

د استعفا ليک له سعودي عربستان څخه خپور شوی وو

د لبنان صدراعظم سعد حريري دوه اوونۍ وړاندې له سعودي عربستان څخه د استعفا د ناڅاپې بيانيې په ورکولو سره په خپل هېواد لبنان کې سياسي کړکېچ راولاړ کړی وو. له دې کبله داسې آوازې خپرې وې او لا خپرې دي چې سعودي عربستان د حريري استعفا په زور سره راوستې او هغه يې ايسار کړی دی څو په لبنان کې له ډېر نفوذ لرونکې شيعه مليشې حزب الله سره ترينګلتيا رامنځ ته شي.

د حزب الله تر شا ولاړ ځواک اصلا ايران دی چې له سعودي عربستان سره په سيمه کې د نفوذ په سر رقابت کوي. حريري په دې ترڅ کې سعودي عربستان بېرته پرې ايښی دی. دغه خبر د العربيه خبري چېنل او د «المستقبل» په نوم چېنل دواړو ورکړی دی. هغه اوس د فرانسې پلازمېنې پاريس ته رسېدلی دی. له دې مخکې يې په تويتر کې د آلمان د بهرنيو چارو وزير ته مستقيم يو پيغام لېږلی وو: «دا خبره چې زه په سعودي عربستان کې ايسار يم او ما ته اجازه نه راکول کيږي چې دغه هېواد پرېږدم، دورغ دي. زه هوايي ډګر ته په لاره يم، ښاغلی زيګمار ګابريل.»

ټاکل شوې ده چې ۴۷ کلن حريري به نن د فرانسې له ولسمشر، امانويل ماکرون، سره وويني. دا خبره څرګنده نه ده چې حريري به څومره وخت په فرانسه کې پاته شي. خو داسې انګېرل کيږي چې بيروت ته له انتظار سره سم د هغه بېرته ورتګ په لبنان کې د سياسي کړکېچ د حل يو اصلي شرط دی. حريري خپله دغه کړکېچ په دې رامنځ ته کړی و چې استعفا يې ورکړې ده. ماکرون حريري د دې له پاره پاريس ته وربللی دی چې د خپلو څرګندونو په حواله، دی غواړي په دغه هېواد کې ترينګلې وضع بېرته آرامه شي.