1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سعودي عربستان ښځو ته د موټرچلونې لومړي لايسنسونه ورکړل

۱۳۹۷ خرداد ۱۵, سه‌شنبه

تير کال د سعودي عربستان پاچا سلمان د يوه فرمان په صادرولو سره ښځو ته د موټر چلونې اجازه ورکړه او اوس يوه ډله ښځو لومړي لايسنسونه ترلاسه کړي دي. دوی به د جون له ۲۴مې نيټې څخه موټر وچلولای شي.

https://p.dw.com/p/2ywwX
Saudi-Arabien erste Frauen mit Führerschein
انځور: picture-alliance/AP Photo/Saudi Information Ministry

په سعودي عربستان کې پرون، دوشنبه (د ۲۰۱۸م کال د جون ۴ نيټه) لسو ښځو ته لومړي لايسنسونه ورکړل شول. دا خبر په داسې حال کې خپريږي چې کابو درې اونۍ وروسته یعنې د روانې جون مياشتې پر ۲۴ نيټه به ښځې وکولای شي پر سړکونو موټر وځغلوي. د تير ۲۰۱۷ م کال په مني کې د سعودي عربستان پاچا سلمان د يوه فرمان په صادرولو سره ښځو ته د موټر د چلولو اجازه ورکړې وه.

سعودي عربستان د نړۍ يواځينی هيواد دی چيرته چې ښځې د موټر چلولو اجازه نه لري خو د جون تر ۲۴مې نيټې وروسته به دغه وضعیت تغیر وکړي او دوی به د موټر چلولو حق ترلاسه کړي.

د سعودي عربستان د اطلاعاتو د وزارت په حواله به راتلونکې اوونۍ کابو ۲۰۰۰ لايسنسونه توضيع شي. د سعودي عربستان د رسمي خبري آژانس (SPA) په حواله د ترافيکو عمومي رياست سر له نننه نړيوال لايسنسونه چې په سعودي کې منل کيږي، د سعودي پر لايسنسونو د اړولو کار پیل کړی دی څو ښځې وکولی شي په سعودي عربستان کې دننه هم موټر وچلوي.

هغه ښځې چې د نورو هيوادونو لايسنسونه لري لکه برېتانيا، لبنان او يا کاناډا، هغوی به د موټر چلوونې تر يوې آزموينې وروسته وکولی شي د سعودي عربستان له پاره د موټر لايسنس ترلاسه کړي.

ښځو ته د لايسنسونو د اجرا په اړه په ټولنیزو رسنيو کې خلکو داسې ويډيوگانې هم خپرې کړي چې پکښې ليدل کې چې چارواکي ښځو ته په لومړي ځل لايسنسونه ورکوي. ډيرو سعودي ښځو د تويتر له لارې د خوښي پيغامونه خپاره کړي او ليکلي یې دي: «د وطن په رزونو لوڼو ته دې مبارک وي.»

د موټر چلولو د جواز ترلاسه کونکو لسو لومړيو ښځو څخه يوې پر تويتر په خپل پیغام کې لیکلي: «نن زما له پاره ډير خاصه ورځ ده. ما نن خپل لايسنس ترلاسه کړ. دا د سعودي ښځو له پاره په رښتيا هم يوه تاريخي ورځ ده.»

په سعودي عربستان کې ښځو ته د موټر د چلولو اجازه ورکول د هغه پراخو اصلاحاتو برخه ده چې پاچا سلمان او د هغه زوی وليعهد محمد بن سلمان د هيواد د سياست، اقتصاد او ټولنیز ژوند په ډير برخو کې پيل کړي دي.

AFP,AP, dpa (B.S/S.M)