1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سعودي عربستان: پر ریاض توغول شوي توغندي شنډ کړای شوي دي

۱۳۹۹ فروردین ۱۰, یکشنبه

د سعودي رسنیو په حواله د پلازمېنې ریاض پر لور توغول شوي دوه توغندي په هوا کې شنډ کړای شوي دي. دا خبر په داسې یو وخت کې خپریږي چې په یمن کې جنګي ډلې د کرونا ویروس له امله په ډزبندۍ سره سلا شوي دي.

https://p.dw.com/p/3aAnV
Jemen schießt ballistische Rakete auf Saudi-Arabien
انځور: Reuters/Houthi War Media

د سعودي عربستان د رسنیو په حواله د دغه هیواد امنیتي ځواکونو د شنبې په ورځ (د مارچ میاشتې په ۲۸ نیټه) دوه بالستیک توغندي د پلازمېنې ریاض او شمالي ښار جزان په فضاء کې خنثی کړي دي. د دې خبر تر خپریدو مخکې د فرانسې خبري آژآنس خبریال او سیمه ایزو خلکو د څو چاودنو غږونه اوریدلي او وروسته تر هغې یي له بیړنیو پيښو سره د مبارزې د موټرو د هارنډونو غږونه هم اوریدلي.
د سعودي عربستان د دولتي رسنیو په حواله په پلازمېنه ریاض کې لږ تر لږه دوه تنه ټپیان شوي دي. تر اوسه پورې نه ده معلومه شوې چې دا توغندي له کوم ځایه توغول شوي او نه هم کوم لوري یا شخص د دغو توغندیو د توغولو مسئولیت منلی دی.
په یمن کې د ایران له ملاتړ څخه برخمنو شعیه حوثي یاغیانو مخکې تر دې څو واره پر سعودي عربستان توغندي توغولي دي. په وروستي ځل په ۲۰۱۸م کال کې د توغندیو په وسیله د پلازمېنې ریاض د په نښه کولو هڅه شوې وه.
د دغو توغندیزو بریدنو خبرونو، په ظاهره کې په یمن کې د اوږدې مودې راهیسې روانې شخړې د ختمیدو په اړه هیلې پر اوبو لاهو کړي دي. د سعوي په مشرۍ پوځي ائتلاف د یوه ویاند په حواله دغه توغندیز بریدونه «د حوثي ډلې او د هغې د ملاتړ کونکي ایراني حکومت له خوا د موجودو واقعي خطرونو ښکاریندویي کوي.» په بیانیه کې زیاته شوې ده چې له دې حرکت څخه دا معلومیږي چې دوی د جنګ ختمولو اراده نه لري.

په روانه اونۍ کې یاغي ډلو او د یمن او سعودي عربستان حکومتونو د ملګرو ملتونو د هغې غوښتنې هرکلی کړی وو چې د کرونا ویروس له امله د رامنځته شوي وضعیت سره د مقابلې له پاره دې جنګ بند کړای شي.
د کرونا ویروس تر اوسه پورې یمن ته نه دی رسیدلی، خو داسې ویره موجوده ده چې که چیرې دغه ویروس هلته ورسید، نو ډیر سخت تاوان به واړوي، ځکه د تیرو څو کلونو راهیسې روانې جګړې د یمن روغتیایي سیستم تر اندازې ډیر زیانمن کړی دی.
دویچه ویله: ش.ن/ ن.ص