1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سعودي ولي بعضي پاکستاني ډاکټران له کاره ليري کوي؟

۱۳۹۸ مرداد ۱۸, جمعه

د سعودي عربستان د حکومت له لوري د ځینو پاکستاني ډاکټرانو له دندې د لیرې کولو خبرونه په پاکستان کې ځینې حلقې په اندیښنه کې اچولي. انتقاد کوونکي پر دغه پریکړه نیوکه کوي او له حکومته غواړي دې موضوع ته ژر توجه وکړي.

https://p.dw.com/p/3Ne3z
Pakistan Saudischer Kronprinz Mohammed bin Salman zu Besuch
انځور: picture-alliance/dpa/SPA

د ریاض حکومت د دغې پریکړې وروسته ځینې حلقې د پاکستانیانو په هکله د سعودي عربستان پر ټولې پالیسۍ هم انتقاد کوي، چې د دوی له نظره د پاکستانیانو له پاره ستونزې راولاړوي.

د رپوټونو له مخې د سعودي عربستان حکومت د داسې پاکستاني ډاکټرانو له دندې د لیرې کولو پریکړه کړې، چې د «ماسټر آف سرجري» او «ډاکټر آف میډیسن» (ام ډي) تر کچې یې زده کړې کړي دي. په پاکستان کې د روغتیايي ټولنو حلقې وایي چې د سعودي عربستان د روغتیا وزارت په نظر دغه ډول ډاکټران پوره تجربه نه لري. دغه ډول زیاتره ډاکټران په ۲۰۱۶م کال کې پر دندو ګومارل شوي دي چې سعودي چارواکو د پاکستان په مختلفو ښارونو کې له هغوی څخه انټرویو ګانې اخیستې وې.

خو انتقاد کوونکي وایي چې سعودي عربستان د هند، بنګله دیش، سوډان او مصر هیوادونو ډاکټران له دندو نه لیرې کوي چې د طب دغه ډول زده کړې یې کړي وي.

په سعودي عربستان کې پر ډاکټرانو سربیره په لسونو زره پاکستاني کارګر له څو لسیزو راهیستې کارونه کوي. په پاکستان کې ځینې انتقاد کوونکي ادعا کوي چې د نواز شریف د واکمنۍ پر مهال د پاکستان له لوري د یمن په موضوع کې د سعودي عربستان د همکارۍ نه کولو له کبله په زرونو پاکستاني کارګر له دغه هیواده ویستل شول او د باقې پاتې کارګرو له پاره قوانین نور هم سخت کړی شول.

خو پوښتنه دا ده چې سعودي عربستان ولې په دې اقدام لاس پورې کړی؟ لاهور میشته یوه جراح چې د طب په یوه خصوصي کالج کې پروفیسر دی او په سعودي عربستان کې یې پنځه کاله کار هم کړی دی، د دویچه ویله د اردو څانګي له خبریال سره پر دې موضوع د نوم د نه یادولو په شرط خبري کړي دي. هغه وايي: «د سعودي عربستان حکومت اوس په ټولو چارو کې د عربستان اتباعو ته ترجیح ورکوي. په سوداګرۍ کې تر تشویق وروسته، اوس په مختلفو مسلکونو کې هم د سعودي عربستان اتباعو ته لومړیتوب ورکول کیږي. د پاکستاني ډاکټرانو له دندې لیرې کول د سعودي عربستان همدا پالیسي ښکاره کوي. زما په آند په شپږو اوو کلونو کې به هغوی ټول پاکستاني ډاکټران لیرې کړي.»

په پاکستان کې د روغتیایي ټولنې په منځ کې هم دا بحثونه تاوده دي چې د ماسټر آف سرجري او د ام ډي، تر کچه زده کړې د سعودي عربستان له معیارونو سره برابرې نه دي. خو په لاهور کې د «یونیورسټي آف هیلت ساینسز» مرستیال رئیس ډاکټر جاوید اکرم دا خبره سمه نه بولي. هغه په دې هکله وایي: «دا ویل بشپړ ناسم دي چې د ډاکټر اف سرجري او ډاکټر آف میډیسن زده کړې ټیټي دي. په اصل کې د دغو سندونو اخیستل د نورو سندونو په پرتله زیات زیار ته اړتیا لري. د دغو سندونو درلودونکي ډاکټران ډیر قابل دي او په ټوله نړۍ کې خدمات وړاندې کوي.»

د اټکلونو له مخې په سعودي عربستان کې تر ۲۰۰۰ زیات پاکستاني ډاکټران دندې تر سره کوي، چې تر ۳۰۰ زیات یې تر پورتنۍ کچې زده کړې کړي او په ډیر ښه معاش کار کوي. داسې اندیښنې شته چې له دندو لیرې کول به نه یوازې د دوی پر کورنیو اغیز پرې باسې بلکې د پاکستان اوسني اقتصاد ته به هم څه نا څه زیان واړوي.

خو ځیني شنونکي بیا وایي چې دغه ستونزه یوازې اداري موضوع ده. د چارو شنونکی نګار احسن رضا، د دویچه ویله له ځایي خبریال سره په خبرو کې ویلي دي چې دغه ستونزه د پاکستان د دوو ادارو له کبله رامنځ ته شوې ده. هغه وایي چې ځینې ادارې د ماسټر آف سرجري او او ام ډي سندونه ورکوي او ځینې نور یې بیا د اف سي پي اس، سندونه ورکوي. د هغه په خبره دا د ادارو او د هغوی د فرعي ادارو تر منځ «د کشمکش مسله» ده.

خو د پاکستان د ډاکټرانو او جراحانو پوهنتون یوه مسوول ارشاد وحید، دغه خبره رد کړې ده چې ګنې د دوی اداره هڅه کوي چې د دغو سندونو معیار ټیټ وښيې.

خو ځینې پاکستاني سیاستوال بیا په بل نظر دي. سیاستوال او سناتور حاصل بزنجو وایې چې دا لومړی ځل نه دی چې د سعودي عربستان حکومت د پاکستاني اتباعو له پاره ستونزې راولاړي کړي دي. د هغه په خبره «داسې بریښي چې هغوی له موږ څخه د نورو معاملو له کبله له څو کلونو راهیسې خفه دي.»

عبدالستار، اسلام آباد