1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سعودي عربستان د ویزې شرایط اسانوي؛ خو ولې؟

۱۳۹۸ مهر ۵, جمعه

د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان، غواړي پر نفتو باندي د خپل هیواد اتکا کمه کړي. له همدې کبله هغه خپل هیواد ته د لا ډیرو سیلانیانو د جذبولو په هڅه کي دی او هغوی ته د ویزې شرایط اسانه کوي.دا کوم هیوادونه دي؟

https://p.dw.com/p/3QLFK
WM 2018 Moskau arabische Touristen Fans
انځور: picture-alliance/dpa/I. Fassbender

سعودي عربستان تر اوسه پوري یوازې د حج زیارت کونکو، په سپورټي او کلتوري مراسمو کي گډون کونکو او سوداګرو ته ویزې ورکولي. خو دا به اوس تغیر وکړي. د سعودي عربستان محافظه کاره شاهي دولت اعلان کړی دی چي د ۴۹ هیوادونو له پاره به د ویزې یو نوی سیسټم رامنځته کړي چي له چین، جاپان، اروپا او امريکا متحده ايالاتو څخه سعودي عربستان ته سیلانیان جذب کړي.

د سعودي عربستان  د توریزم او سیاحت وزیر احمد الخطیب، د خپل هیواد له پاره د یوې تاریخي لحظې څخه خبره کړې ده. د نوي ویزې مقرات به د جمعې په ماښام (د سپټمبر ۲۷ مه نیټه) اعلان سي.

سعودي عربستان غواړي له دې سره د توریزم له سکتور څخه لا ډیر عایدات تر لاسه کړي. د نوي پلان له مخې به تر ۲۰۳۰م کال پوري د توریزم له سکتور څخه د سعودي عربستان د عواید کچه لس سلنه ته ورسیږي. اوس دغه هیواد له دې سکتور څخه یوازې درې سلنه عاید ترلاسه کوي. په دې ډول سره به له بهر څخه د سعودي عربستان څخه د لیدونکو تعداد سلو میلیونو ته لوړ او دوه برابره سي. د ریاض څخه ویل سوي چي هغه شرکتونه چي غواړي په دې برخه کي پانګونه وکړي، هم دا کار کولی سي.

Saudi-Arabien Ausgrabungsstätte Mada'in Salih
انځور: Getty Images/AFP/F. Nureldine

د ښځو له پاره ډیره آزادي

الخطیب دا خبره رد کړې ده چې له ایران سره د سعودي عربستان ترینګلې اړیکي او په ګاونډي هیواد یمن کي تاوتریخوالی کیدای سي سیلانیان سعودي عربستان ته له ورتگ څخه وبیروي. هغه د رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چي دغه هیواد «ډیر زیات امن» دی.

هغه همدارنگه وویل چي هیواد یې په دې وروستیو وختونو کي ځینې مقررات هم نرم کړي دي: د بیلګي په توګه اوس ښځي کولای سي بې له یوه نارینه او کوم محدودیت څخه د سعودي عربستان ویزې ترلاسه کړي. د وزیر په خبره د ښځینه سیلانیانو له پاره د جامو اغوستلو مقررات هم نرم سوي دي خو هغوی باید اوس هم مناسب کالي پر تن کړي. خو الخطیب روښانه کړه چي الکول لرونکي مشروبات به بیا هم منع پاته سي.

د دې له پاره چي دغه پلانونه عملي سي او سعودي عربستان ورته اړین بنسټونه جوړ کړي الخطیب په دغه څانگه کي د تر ۶۱ میلیارډه یورو پانګوني اټکل کوي.