1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سعودي عربستان د حاجيانو د شمير پر محدودلو غور کوي

۱۳۹۹ خرداد ۲۰, سه‌شنبه

د کرونا ويروس د وبا له کبله د سعودي عربستان حکومت پر دې غور کوي چې سږ کال لږو کسانو ته د حج د ادأ کولو اجازه ورکړي. په سعودي عربستان کې د کرونا د مريضانو شمير تر ۱۰۰ زرو اوښتی دی.

https://p.dw.com/p/3dWrE
Saudi-Arabien  | Hadsch Pilgertfahrt nach Mekka
انځور: Reutesr/W. Ali

د دوشنبې په ورځ رويټرز خبري آژانس د سعودي عربستان د دولتي سرچينو په حواله ويلي چې په دغه هیواد کې اوسمهال د حج د سږنيو مراسمو پر وخت د زایرينو د شمير پر محدودولو غور کيږي. هر کال له ټولې نړۍ څخه تر دوو نيمو ميليونو ډېر مسلمانان مکې او مدینې ته د حج د مراسمو د پرځای کولو له پاره سفر کوي. سعودي عربستان د حج او عمرې له درکه کابو دولس ميليارده ډالر په لاس راوړي، خو سږ کال د کرونا وبا له کبله د سعودي عربستان حکومت د زايرينو د شمير پر محدولو غور کوي.

د سعودي حکومت په مارچ مياشت کې اسلامي هېوادونو او مسلمانانو ته ويلي ول چې د حج پلانونه دې نه حتمي کوي. پر دې سربیره حکومت بهرنيانو ته د عمرې د ویزې ورکړه هم درولې وه.

BG Coronavirus Saudi Arabien Pilger
انځور: Reuters

د سرچينو په حواله په رياض کې حکومت پلان لري چې سږ کال يوازې لږ شمير خلکو ته يوازې په سمبوليکه توگه د حج د ادأ کولو اجازه ورکړي. معنا دا چې سږ کال به ښايي ډېر لږ خلک حج ادأ کړای شي. سږ کال به همدا شان پر زړو خلکو بندیز وي او اضافي روغتيايي ټسټونه به ترسره کيږي.

ويل شوي چې سږ کال به هر هېواد ته د حج د سهمیې پر ځای يوازې د شلو فيصدو خلکو د ليږدولو لارښوونه وشي او دا کسان به هم تر کلکو روغتيايي آزموینو وروسته سعودي عربستان ته ليږدول کیږي. بل لوري ته ځيني چارواکي بيا له حکومت څخه د حج د مراسمو د لغوه کولو غوښتنه کوي. سږ کال د حج د مراسمو وخت د جولايي مياشتې پای دی.

څارونکي دا هم وايي چې د حج د مراسمو محدول او يا لغوه کول به د سعودي عربستان پر حکومت د لا زيات فشار باعث شي ځکه چې دغه هېواد د تیلو د بيو د ټيټيدو له کبله لا تر مخه تر فشار لاندې دی. د اقتصاد چارو کار پوهان اټکل کوي چې سعودي عربستان ښايي روان کال د سخت اقتصادي بحران سره مخ شي.