1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

سعودي عربستان تر اوږد ځنډ وروسته بیرته جوماتونه پرانیستل

۱۳۹۹ خرداد ۱۱, یکشنبه

د یکشنبې په ورځ سعودي عربستان تر کابو دوو میاشتو وروسته بیرته جوماتونه د لمونځ کونکو پرمخ پرانیستل. سعودي عربستان د کرونا وبا د خپریدو د مخنیوي له کبله جوماتونه، بازارونه او نور عبادت ځایونه تړلي وو.

https://p.dw.com/p/3d41O
Türkei Istanbul | Flagge Saudi Arabiens vor Generalkonsulat
انځور: picture-alliance/AA/A. H. Yaman

د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د مې میاشتې ۳۱مه نیټه) سعودي عربستان تر کابو دوو میاشتو وروسته یو ځل بیا د عبادت کوونکو پرمخ د جوماتونو او عبادت ځایونو دروازې پرانیستلې. د سعودي عربستان په پلازمینه کې د تر ټولو ستر جومات مسئول، عبدالمجید المحیسن وویل: «د الله د رحم احساسول ډیر ښه دي او يو ځل بیا پر خلکو غږ کوم چې د خپلو کورونو پر ځای په جوماتونو کې لمونځ وکړي.»


په سعودي عربستان کې نن د سهار [فجر] د لمانځه له پاره عبادت کوونکي د جدي تدابیرو چې پکې د ماسکونو استفاده، شخصي جاینمازونه او په لاسونو نه روغبړ کول شامل دي، جوماتونو ته ولاړل او په ګډه یې لمونځ ادأ کړ.


د معلوماتو له مخې، د ډیر عمر لرونکي کسان او تر ۱۵ کلونو د کم عمر لرونکي ځوانان او هغه کسان چې جدي ناروغي ولري، جوماتونو ته د تګ اجازه نه لري. له خلکو غوښتل شوي چې د لمانځه له پاره اودس هم په خپلو کورونو کې وکړي.


په ریاض کې میشت سوریايي سید مامون بشري په دې هکله وویل: «کله چې جومات ته داخل شوم او آذان مې واورید، سترګې مې له اوښکو ډکې شوې. د خدای شکر ادأ کوم چې یو ځل بیا کولی شو عبادت ځایونو ته ولاړ شو.»

سعودي عربستان د روانې میاشتې په پیل کې ویلي وو چې د کرونا وبا له کبله وضع شوي محدودیتونه به په دریو پړاونو کې نرم کړي. د دغه هیواد د چارواکو په خبره، د جون په ۲۱ نیټه به د مکې له ښار پرته په ټولو سیمو کې وضع شوی ګرځبندیز بیرته لیرې کړي.

تر اوسه پورې دغه شاهي هیواد د عمرې زیارت لغوه کړی دی او د سږ کال د حج د مراسمو د لغوه کولو خبر یې هم ورکړی دی. د حج په دوران کې له ټولې نړۍ څخه په میلیونو مسلمانان سعودي عربستان ته راځي چې له کبله یې سعودي چارواکي د کرونا وبا د خپریدو له کبله اندیښمن دي.

سعودي عربستان چې شاوخوا ۳۰ میلیونه نفوس لري، تر اوسه پورې یې د کرونا ویروس د ۸۳ زره او ۳۰۰ مثبتو پیښو خبر ورکړی دی. د دغه هیواد د رسمي شمیرو له مخې تر اوسه پورې کرونا ویروس د ۴۸۰ کسانو ژوند هم اخیستی دی. په خلیجي هیوادونو کې سعودي عربستان د کرونا ویروس له کبله ډیر ځپل شوی هیواد دی.

Saudi-Arabien Mekka | Coronavirus | Große Moschee, leer
انځور: Getty Images/AFP/A. Ghani Bashir