1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سعودي ته د ولادیمیر پوتین د سفر هدف

۱۳۹۸ مهر ۲۲, دوشنبه

د روسیي ولسمشر ولادیمیر پوتین د سعودي له رهبرۍ سره د لیدنې په موخه دغه هیواد ته سفر کوي. ویل کیږي چې پوتین به د سعودي د پادشاه سلمان ترڅنګ له ولیعهد محمد بن سلمان سره هم د ایران او سوریي پر موضوعاتو خبرې وکړي.

https://p.dw.com/p/3RERt
Rußland und Saudi Arabien
انځور: picture-alliance/Y.Kadobnov

تر لیدنې کتنې مخکې د دواړو هیوادونو د مشرانو ټینګار د نفتو پر تولید او د هغه د نړیوال بازار پر موضوع وه.

دا په داسې حال کې ده چې د سیاسي مسائلو څیړونکي په دې باور دي چې د ایران او سعودي عربستان ترمنځ تشنج او همدارنګه په سوريه کې د ترکي ځواکونو پرمختګ هغه مسائل دي چې د دغو دواړو هیوادونو د مشرانو په ناسته کې به پرې بحث وشي.

د فرانسې خبري آژانس د دوشنبې په ورځ(د اکتوبر میاشتې ۱۴) ریاض ته د ولادیمیر پوتین د سفر په هکله خبر ورکړی دی.

ټاکل شوې ده چې وروسته تر دې به پوتین متحده عربي اماراتو ته لاړ شي.

ویل کیږي چې هغه به په ابوظبۍ کې د اماراتو له شیخ محمد بن زاید آل نهیان سره هم د سیمې د مسائلو او همدارنګه د نفقو پر موضوعاتو خبرې وکړي.

د آرامکو د نفتو پر تاسیساتو د برید او همدارنګه د جدې بندر په ۶۰ کیلومترۍ کې پر ایراني ټانکر د برید په نتیجه کې د ایران او سعودي عربستان ترمنځ کړکیچ زیات شوی دی.

د فرانسې خبري آژآنس د روسیي او سعودي د مشرانو د خبرو اترو یو له اصلي محوري موضاعاتو څخه د ایران او سعودي عربستان ترمنځ د رامنځته شوي تشنج د کمولو کوښښونه یاد کړي دي.

د روسیي او سعودي مناسبات

عربستان په تاریخي لحاظ په دوامداره توګه په سیمه کې د امریکا متحد پاتې شوی دی. د فرانسې خبري آژانس د خپل رپوټ په دوام کې د روسیي په هکله د دغه هیواد د رهبرۍ د چلند بدلیدو ته اشاره کړې ده.

د ۲۰۱۷م کال په اکتوبر میاشت کې مسکو ته د ملک سلمان سفر پر دې دلالت کوي چې دغه هیواد غواړي له امریکا سره د خپلو مناسباتو د ساتلو په شرط، روسیې ته ځان نږدې کړي.

یو کال وروسته تر دې چې محمد بن سلمان د جمال خاشقجي د قتل په قضیه کې تر سختو انتقادونو او فشار لاندې وو، پوتن د جي ۲۰ ډلې د هیوادونو په غونډه کې د هغه په طرف ولاړ او هغه ته یي لاس ورکړ. هغه اقدام چې د سیاسي شنونکو په باور د روسیي له خوا د دواړو هیوادونو د اړیکو د پراخولو په توګه تلقي کیږي.

پوتین ریاض ته تر خپل سفر مخکې یوه عربي تلویزوني شبکې سره په مرکه کې له ملک سلمان او محمد بن سلمان سره د خپلو ښو اړیکو یادونه کړې.

د سیاسي چارو شنونکی فیودور لوکیانوف، ویلي دي چې له ایران سره د روسيي د مناسباتو په پام کې نیولو سره داسې ښکاري چې پوتین به د سعودي عربستان له رهبرۍ سره په خپله لیدنه کې د ایران او سعودي عربستان ترمنځ د منځګړتوب په برخه کې کوښښ وکړي.

یو له هغو مواردو څخه چې د دغو دواړو هیوادونو ترمنځ کړکیچ ته یي لمن وهلې د یمن کورنۍ جګړه ده. روسیه پر سعودي عربستان د توغندیو په پلورلو او د دغه هیواد د دفاعي ځواک له پیاوړې کولو سره غواړي په سیمه ایزه مناقشه کې مخکې له مخکې دواړو خوا ته د پښې ایښودلو ځای خلاص پریږدي.

د کرملین د سیاسي مسائلو مشاور یوري یشاکف ویلي دي چې د سوریي په شمال کې د ترکي پوځ برید به هم د هغو مسائلو له جملې څخه وي چې د دواړو هیوادونو مشران به پرې بحث وکړي.