سرچینې: د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو اعلان وځنډید
۱۳۹۸ مهر ۲۵, پنجشنبهاعلان
د ټاکنو په خپلواک کمیسیون کې دوو چارواکو د رویترز خبري آژانس ته ویلي چې د ولسمشریزو ټاکنو ابتدايي پایلې به د یوې اوونۍ او یا ان د لسو ورځو په ځنډ سره اعلان شي. تر دې وړاندې د ټاکنو کمیسیون ویلي وو چې د ژمنې سره سم به دغه پایلې د اکتوبر میاشتې پر ۱۹مه نیټه اعلان کړي.
د ټاکنو کمیسیون یوه چارواکي د ځنډ لامل عمومي سرورو ته له د پایلو د انتقال ورو بهیر په ګوته کړی دی. د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د روان میلادي کال د سپتمبر میاشتې په ۲۸مه نیټه د شدیدو امنیتي تدابیرو تر سیوري لاندې ترسره شوې. په دغو ټاکنو کې د تیرو ولسمشریزو ټاکنو په پرتله د خلکو ونډه کم رنګه وه خو د کمیسیون په وینا دغه ټاکنې تر ټولو نورو ولسمشریزو ټاکنو په شفافه توګه ترسره شوې دي.