سرچینه: ولسمشر غني د "لوړې" مراسم نه ځنډوي
۱۳۹۸ اسفند ۶, سهشنبهافغان ولسمشر محمد اشرف غني کمېسیون ګومارلی چې د روانې اونۍ ترپایه د لوړې مراسمو ته چمتوالی ونیسي.
خو رویټرز خبري آژانس د امریکايي حکومتي سرچینو له قوله رپوټ ورکړی چې ګواکې واشنګټن غواړي ولسمشر غني د لوړې مراسم وځنډوي.
رپوټ زیاته کړې، امریکايي چارواکي اندېښنه لري چې د "لوړې مراسم" به د سولې پر روانو هڅو منفي اغیز وکړي.
رپوټونو دا هم لیکلي چې افغان سولې له پاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد له غني او عبدالله څخه غوښتي دي چې د لوړې مراسم وځنډوي.
افغان حکومت څه وايي؟
خو د افغان حکومت یوه مسؤل چارواکي دویچه ویله ته وویل، ولسمشر غني نه غواړي چې د لوړې مراسم یې وځنډیږي.
دغه چارواکي چې وې غوښتل نوم یې پټ وساتل شي، زیاته کړه: «د لوړې مراسمو له پاره ټول چمتوالی په عادي ډول روان دی.»
د ولسمشر غني ترڅنګ د هغه ټاکنیز سیال عبدالله عبدالله هم اعلان کړی دی چې د ټول شموله حکومت د مشر په توګه به د لوړې مراسم پرځای کړي.
د ثبات او همپالني ټاکنیزې ډلې یوه غړي خان محمد وحدت دویچه ویله ته ومنله چې زلمي خلیل زاد له ښاغلي عبدالله د دغو مراسمو ځنډولو غوښتنه کړې، خو عبدالله په غوڅه توګه دا غوښتنه نه ده منلې.
«که چېرې نړېواله ټولنه د افغانستان په ټاکنیز جنجال کې مداخله ونه کړي او غني دې ته راضي نه کړي چې د منتخب ولسمشر په توګه لوړه و نه کړي، نو عبدالله عبدالله هم ترهغه وړاندې او یا هم سملاسي وروسته د ټول شموله حکومت د ولسمشر په توګه لوړه کوي او په دې اړه چمتوالی دوام لري.»
د مالوماتو له مخې، محمد اشرف غني د روانې اونۍ پر پنجشنبه (د ۲۰۲۰ میلادي کال د فبرورۍ ۲۷مه) د نوي منتخب ولسمشر په توګه "لوړه" کوي.
د غني په مشرۍ د دولت جوړونکې ټاکنیزې ډلې یوشمېر ویاندویانو ټولیزو رسنیو کې دغو مراسمو ته د چمتوالي انځورونه هم خپاره کړي.
د هغوی په وینا راتلونکې پنجشنبه په کابل کې د لوړې مراسمو له پاره عمومي رخصتي هم په پام کې نېول شوې.
د لوړي مراسيم د قانون له مخي
یوشمېر حقوق پوهان وايي، په روانه اوونۍ کې "لوړه" کول د اساسي قانون خلاف دی، د هغوی په وینا منتخب ولسمشر باید د وروستیو پایلو تر اعلان لږ تر لږه یوه میاشت وروسته لوړه وکړي.
د افغانستان د اساسي قانون په ۱۶۰ ماده کې راغلي:
«لومړی منتخب جمهور رئیس د انتخاباتو د نتایجو تر اعلان دیرش ورځې وروسته ددغه اساسي قانون له حکمونو سره سم په کار پيل کوي.»
د افغانستان د ټاکنو کمېسیون د تيري سې شنبې په ورځ د ولسمشریزو ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړې چې تر راتلونکې پنجشنبې به یې لس ورځې پوره شي.
سیاسي شنونکي د لوړې په مراسمو کې د ولسمشر غني بیړه، د سولې په راتلونکو بین الافغاني خبرو کې له یوه پياوړې دریځه د ګډون هڅه بولي.
د چارو کتونکي جیلاني ځواک دویچه ویله ته وویل: «ولسمشر غني غواړي په قطر کې له امریکایانو سره د طالبانو د هوکړه لیک تر لاسلیک وروسته په بین الافغاني خبرو کې د یوه نوي منتخب حکومت له ادرسه ګډون وکړي، د هغه هڅه داده چې نړېوالو ته وښيي چې په بین الافغاني خبرو کې د یوه پیاوړي منتخب حکومت په توګه ګډون کوي.»
دا څرګندونې داسې مهال دي چې ټاکل شوې په افغانستان کې د "اورکم اونۍ" د پای سره سم، راتلونکې شنبه(د ۲۰۲۰ میلادي کال د فبرورۍ ۲۹مه) طالب او امریکايي لوری د سولې هوکړه لیک لاسلیک کړي.
اسماعیل شاکر – کابل