1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سرچينې: کاناډا په اماراتو کې ځيني بند پاتې افغانان مني

۱۴۰۱ شهریور ۱۸, جمعه

د سرچینو په حواله کاناډا به له هغو افغانانو کابو زر تنه ومني چې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته له کابل څخه متحده عربي اماراتو ته انتقال شوي ول. دغه افغانان په امريکا او يا کوم بل غربي هيواد کې د ځای پر ځای کيدو په تمه دي.

https://p.dw.com/p/4GcKJ
Konflikt in Afghanistan - Operation Allies Refuge - Ramstein Air Force Base Germany
انځور: Airman Edgar Grimaldo/U.S. Air/Planet Pix via ZUMA Press Wire/picture alliance

رويترز خبري آژانس د سرچينو په حواله ليکلي دي چې د کاناډا حکومت د هغو کابو ۵۰۰۰ افغانانو څخه یې چې د ابوطبۍ په کمپونو کې ميشت دي، د امریکا له خوا د ځای پر ځای کولو غوښتنه يې منلې ده.

زياته شوې ده چې د کاناډا چارواکي اوس د دغو افغانانو قضیې ارزوي څو یې ترمنځ هغه کسان انتخاب کړي چې د دغه هيواد د بيرته ځای پر ځای کولو پر مقرراتو برابر وي.

دا لومړی ځل دی چې افغانان به هغه هيواد ته انتقال شي چې کومه مستقيمه اړيکه ورسره نه لري، يعني دا چې په افغانستان کې یې د دغه هيواد د ماموريت پر وخت ورسره کومه دنده نه وي ترسره کړي.

سرچينو ويلي دي چې کاناډا د بيا ميشېدنې شرائطو پر اساس د ابوظبۍ له کمپ څخه د مذهبي اقليتونو کسان، هغه ښځې چې د کورنۍ غړي ورسره نه وي، دولتي کارکوونکي، مدني فعالان او ژورناليستان باسي.

امريکا د افغانانو د انتقال پر پاليسۍ له سره کتنه کوي

زياته شوې ده تمه کيږي چې پر دې ۱۰۰۰ کسانو سربيره به کاناډا د امريکا په غوښتنه څه نا څه ۵۰۰ نور هغه افغانان هم ومني چې له کاناډا سره يو څه ارتباط لري.

يوه امريکايي چارواکي چې نه یې غوښتل نوم يې واخيستل شي، تائيد کړه چې تمه کيږي د کاناډا له خوا د بيرته ځای پر ځای کولو دا عمليات په روانه مياشت [سپتمبر] کې پېل شي او د اکتوبر مياشتې تر پايه پورې بشپړ شي.

په ابوظبۍ کې د کاناډا سفارت په دې اړه د ترتيباتو په اړه د پوښتنې په ځواب کې د مهاجرت  ادارې يوه اعلاميه له رويترز خبري آژانس سره شريکه کړې ده چې پکې ويل شوي چې د کاناډا د حکومت لومړيتوب دا دی چې له زيانمنونکو افغانانو سره کاناډا ته په رسېدو کې مرسته وشي.

د اماراتو چارواکو او په ابوظبۍ کې د امريکا سفارت په دې اړه له څه ويلو ډډه کړې ده.

کاناډا د افغانستان څخه تر ۲۰۰۰۰ پوري مهاجرین مني

د ابوظبۍ په کمپ کې ميشت د محمد په نامه يوه کس چې وايي په افغانستان کې د امريکا حکومت د پروژو حقوقي مشارو وو، رويترز خبري آژانس ته ويلي دي چې ده او کورنۍ یې کاناډا ته د انتقاليدو عريضه ورکړې وه ځکه چې د امريکا د مهاجرت د ځانګړې يا اس آي وي ویزو غوښتنليکونو پروسس ډېر وخت نيسي.

د محمد په نامه دغه کس چې وايي هزاره يم او نه يې غوښتل تخلص یې په ډاګه شي، د تليفون له لارې ويلي دي: «د ځنډ له کبله موږ پريکړه وکړه چې نومونه مو په دې نوملړ کې شامل کړو.» د نورو افغانانو په څېر محمد هم وویل چې د دې کمپ شرايط «زندان» ته ورته دي.  هغه زياته کړه: «موږ چيرته د تلو راتلو آزادي نه لرو.»

سويلي کوريا ته تللي افغانان په څه حالت کې دي؟

د کاناډا له خوا د افغانانو د منلو د پريکړې تر عملي کيدو وروسته به دغه موقتي کمپ کابو خالي شي، خو سرچينو ويلي دي چې کابو زر نور افغانان هم شته چې امريکا ته د انتقاليدو شرايط نه پوره کوي او اړتيا ليدل کيږي چې په نورو ځایونو کې ځای پر ځای شي.

متحده عربي امارات چې د امريکا نزدې امنيتي شريک هيواد دی، تېر کال په کابل کې د لویديځ له ملاتړه د برخمن حکومت تر سقوط او واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته هغو افغانانو ته د موقتي پناه پر ورکړه توافق کړی وو چې امريکا د تخليې په ترڅ کې له کابل څخه را ويستل.

له هغه راهېسې کابو لس زره افغانان په اماراتو کې له دې موقتي کمپونو څخه امريکا ته انتقال شوي دي، په داسې حال کې چې نور بيا هغو هيواد ته تللي چې اړيکه یې ورسره درلودله يعني په افغانستان کې د ماموريت په ترڅ کې ورسره دنده ترسره کړې وه.

هلته ميشت افغانان وخت په وخت د کمپ د ناوړه شرايطو له کبله مظاهرې هم کوي. دوی د بيرته ځای پر ځای کولو په پروسه کې د شفافيت د نه شتون په اړه شکايت کوي. د سرچينو او په کمپ د میشتو افغانانو په حواله هلته حتی يوه کس د ناوړه شرائطو او نامعلوم برخليک له کبله د ځان وژنې هڅه هم کړې وه.

عربي امارات: افغانانو د خپل نامعلوم راتلونکي په اړه لاريون کړی

د کاناډا د مهاجرت ادارې په اعلاميه کې راغلي دي چې د کاناډا حکومت پلان لري چې تر ۲۰۲۴م کال پورې ۴۰ زره هغه افغانان چې له خطر سره مخامخ دي کاناډا ته انتقال کړي. زياته شوې چې تر اوسه ۱۷ زره او ۶۵۰ افغانان په کاناډا کې ځای پر ځای شوي دي.

د خليج د نورو هېوادونو په څېر متحده عربي امارات هم د ملګرو متلونو د ۱۹۵۱م کال د مهاجرو کنواسيون نه دی لاسليک کړی او په دې ترتيب مهاجر نه مني. ځينو بهرنيو ديپلوماتانو ويلي دي چې ځينو افغانانو په متحده عربي اماراتو کې د کار کولو وړاندیز رد کړی دی، ځکه چې دغه هيواد د تابيعت د ترلاسه کولو کومو روښانه لاره نه لري.

امريکايي چارواکو ويلي دي چې هیڅ افغان به بيرته په زور افغانستان ته نه استول کیږي او حکومت یې له متحده عربي اماراتو او نورو هيوادونو سره د دغو افغانانو د بيرته ځای پر ځای کولو د انتخابونو په اړه خبرې کوي چې امريکا ته د انتقاليدو شرايط نه پوره کوي.

ب. ص/ ن. ز (Reuters)