1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سروې: اروپایان تر اقليم د مهاجرت په اړه ډیر اندیښمن دي

۱۳۹۸ مرداد ۱۵, سه‌شنبه

د اروپايي کمیسیون یوه شپږ میاشتنۍ سروې ښيي چې که څه هم اروپايان مخ په ډیریدونکي ډول د اقلیم د بدلون په اړه اندیښنه لري، خو بیا هم مهاجرت د دې سیمې د اوسیدونکو له پاره تر ټولو لوی تشویش دی.

https://p.dw.com/p/3NPib
Migranten Symbolbild
انځور: Imago Images/E. Krenkel

د اروپايي کمیسیون یوه نظر پوښتنه ښيي چې د مهاجرت موضوع اوس هم په دې قاره کې تر ټولو لویه اندیښنه ده. خو دا هم په ډاګه شوې ده چې د اقلیم د بدلون په اړه اندیښنې مخ پر ډیریدو دي.

دغه نظر پوښتنه چې په هرو شپږو میاشتو کې ترسره کیږي د «یوروبارومتر» په نوم یادیږي. په دې سروي کې د پوښتل شويو کسانو ۳۴ سلنه یې په دې نظر دي چې مهاجرت د اروپايي ټولنې له پاره تر ټولو د زیات فشار رامنځ ته کیدو موضوع ده.

دا د تیر کال شمیرو په پرتله شپږ سلنه کمښت ښيي. خو بیا هم دغه موضوع د اروپايي ټولنې د ۲۱ غړو هیوادونو د وګړو له پاره تر ټولو لویه ستونزه ده.

د اقلیم بدلون په لومړي ځل په دې نظر پوښتنې کې د دویمې لویې ستونزې په توګه یاده شوې ده. په دې ترتیب سره ۲۲ سلنه پوښتل شویو کسانو ویلي دي چي دا موضوع د یوې لویې ستونزې په توګه یاده کړې ده.

په ډنمارک کې تر بل هر اروپايي هیواد ډیرو پوښتل شويو کسانو د اقلیم د بدلون موضوع د لویې ستونزې په توګه یاده کړې ده. تر دې هیواد وروسته بیا سویدن او فنلند دوه نور هغه هیوادونه دي چې اقلیم پکې لوی مشکل بلل شوی دی.

اقتصاد، د اروپايي ټولنې د غړو هیوادونو عامه مالي وضعیت او ترهګرې، درې واړه په دریم ځای کې راغلي دي. ۱۸ سلنه پوښتل شویو کسانو همدا موضوع د لویې ستونزې په توګه یاده کړې ده. تر دې وروسته بیا په سروي کې شاملو ۱۳ سلنه کسانو ویلي دي چې چاپیریال ورته د اروپايي ټولنې لویه ستونزه ده.

تر اروپايي ټولنې اعتماد

نظر پوښتنې موندلې ده چې تر ۲۰۱۴م کال وروسته د اروپايي ټولنې پر ادارو باندې اعتماد خپل تر ټولو لوړ حد ته رسیدلی دی. ۴۴ سلنه پوښتل شويو کسانو ویلي دي چې هغوی پر اروپايي ټولنې باندې اعتماد لري. دا په داسې حال کې ده چې د همدغو پوښتل شویو کسانو ۳۴ سلنه بیا دا په ډاګه کړې ده چې د خپلو هیوادونو پر حکومت او پارلمان باندې اعتماد لري. ۴۵ سنله کسان اروپايي ټولنه مثبته ګڼي، ۶۱ سنله د دې ټولنې د راتلونکې له پاره خوشبینه دي او ۵۵ سنله له دې موضوع راضي دي چې دیموکراسي څرنګه په بروکسیل کې تمثیل کیږي.

جیس وینتر/م.س