سربستان «کوچني افغان پیکاسو» ته د تابعیت وړاندیز وکړ
د سربستان ولسمشر کوچني افغان مهاجر انځورګر فرهاد نوري او د هغه کورنۍ ته د خپل هیواد د تابعیت ورکولو وړاندیز کړی دی. دغه کوچنی انځورګر د «کوچني پیکاسو» په نوم هم مشهور دی.
د سربستان ولسمشر الکساندر وچیچ له کوچني افغان مهاجر فرهاد نوري سرخ چې د خپلو رسمونو له امله شهرت ته رسیدلی، لیدلي او فرهاد نوري او کورنۍ ته یې د خپل هیواد د تابعیت د ورکولو وړاندیز وکړ.
فرهاد نوري یوازې ۱۰ کلن دی. فرهاد او کورنۍ یې له افغانستان څخه لویدیځي اروپا ته د رسیدو له پاره مهاجرت ته مخه کړې او د بالکان د لارې د بندیدو له امله، له کورنۍ یې په سربستان کې بنده پاتې دی.
فرهاد نوري د رسامۍ یو لوړ استعداد لري چې له همدې امله یې په «کوچني پیکاسو» شهرت موندلی دی.
فرهاد نوري د ګڼ شمیر نورو انځورونو ترڅنګ، د آلمان د صدراعظمې انګلا مطرکل انځور هم په پنسل کښلی دی. هغه د نړۍ د ګڼ شمیر نورو وتلو څیرو سربیره د سلوادور دالي او کریستیانو رونالدو انځورنو هم رسم کړي دي.
فرهاد نوري د خپل هنر پر مټ توانیدلی دی چې خپل او د خپلې کورنۍ راتلونکي ته بدلون ورکړي. د خپل هنر له امله، دغه کوچني افغان مهاجر د خلکو، اروپايي او نړیوالو رسنیو پام ځان ته رااړولی.
فرهان په سربستان کې خپل نندارتون هم ترسره کړی چې ګڼ شمیر لیدونکي یې لرل. فرهاد له خپلې کورنۍ سره یوځای د اتو میاشتو راهیسې په سربستان کې ژوند کوي. په دې موده کې هغه وکولای شول چې د سربستان په پلازمینه بلګراد کې د خپلو نقاشیو نندارتون هم پرانیزي.
د فرهاد نوري ځینې نقاشۍ د خپل نندراتون له لارې په ۲۵۰۰ دیناره (د سربستان پولي واحد) پلورل شوي. د هغه د اثرونو کاپي هم د ۲۵۰ نه نیولې تر ۸۰۰ دیناره پلورل شوي خو فرهاد دغه پیسې خپل ځان ته نه دي اخیستي.
کوچنی افغان پیکاسو د خپلو اثرونو د خرڅلاو پیسې د یوه شپږ کلن سربستاني ماشوم د درملنې له پاره مصرفوي. دغه سربستانی ماشوم د په سر کې تومور لري.
فرهاد نوري اوسمهال د سربستان په ځایي رسنیو کې د یوه ستوري په توګه پیژندل کیږي. هغه د چهارشنبې په ورځ د سربستان له ولسمشر الکساندر وچیچ سره ولیدل. د خپل هیواد د تابعیت د ورکولو سربیره، د سربستان ولسمشر د هغه پلار ته د یو مؤقت کاري فرصت برابرولو وړاندیز هم وکړ.