سختو بارانونو او طوفانونو په اروپا کي ۱۳ کسان مړه کړي دي
۱۴۰۱ مرداد ۲۹, شنبهد جرمني د جنوب د بایرن په ایالت کي د سختو بارانونو د اوریدو، څخه چي د ژلیو او باد او طوفان سره یوځای وه، د اټکلونو پرخلاف یې ډیر تاوانونه ندي رامنځته کړي. خو د دغه هیواد د هواپیژندني ادارې په حواله د هوا حالات ثبات نلري او نن شنبه هم کیدلای سي سخت بارانونه واوریږي. دغي ادارې د نن شنبه شپې تر ناوخته پوري د هیواد په شرق او شمال شرق کي هم د ژلیو او سختو طوفانو سره یوځای د سختو بارانو د اوریدو اټکل کړی دی.
ویل کیږي، چي په دغو سیمو کي د بارانو اندازه کیدلای سی په ډیر لږ وخت کي په یوه متر مربع کي ۲۰ لیټره ته ورسیږي.
د هوا پیژندني اداره د «طوفاني حالاتو» په صورت کي اټکل کوي، چي کیدلای سي د بارانو اندازه په یوه متر مربع کي ۵۰ لیټرو ته ورسیږي. په ځینو برخو کي خو حتی د ۵۰ څخه تر ۷۰ لیټرو پوري د باران د اوریدو اټکل سوی دی.
د آلپ په غرونو کي د سختو بارانو او طوفانو احتمال
د اټکلونو پراساس د الپ د غرونو په لمنو کي د سختو طوفانو احتمال موجود دی او په لږ وخت کي کیدای سي پکښي د باران اندازه په یوه متر مربع کي تر ۱۲۰لیټره پوري ورسیږی. ویل کيږي، د جرمني د بایرن ایالت، چي د الپ د غرونو په لمنو او شاوخوا کي پروت دی، د باد او طوفان سره مل سخت بارانونه پکښي واوریږي. ددې امکان هم موجود دی، چی هلته حالت د شدیدو بارانو دریمي درجې ته پورته سي، داسي خبرداری، چي په ځینو ځایونو کي د هوا د حالاتو ډیر لوړ، یعني څلورمي درجې ته لوړ سي. پدې صورت کي د سختي تالندي او بریښنا او ژلیو سره یوځای د طوفان غوندي تیزو بارانو د اوریدو امکان ډیر موجود دی، چي د باد سرعت به یې په ساعت کی تر ۱۲۰ کیلومتره پوري ورسیږي.
د بلي خوا د رپوټونو په حواله تیره پنجشنبه(د اګست ۱۸ مه) د سختو طوفانو سره مل بارانونو له وجهي د مدیترانې په منطقه او اطریش کي حداقل ۱۳ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ایټالیا په یوه کمپینګ ځای کي وني د بیخه ختلي
د ايتالیا د سواحلو د خرابیدو او ځینو ځایونو د نړیدو او همدارنګه په اطریش کي ترافیکي ګډوډۍ سخت مالي او ځاني تاوانونه رامنځته کړي دی.
د ایټالیا د شمال څخه تر جنوبي تیرول منطقې پوري ، چي د آلپ په غرونو کي واقع دي، بیا د ایټالیا تر مرکز پوري د سختو بارانو د اوریدو او طوفانو د رامنځته کیدو اټکل سوی دی. همدا په تیرو دوو ورځو کي هم هلته د همدغي خرابي هوا په سبب ځینو خلګو ته سخت تاواونه ورسیدل، چیري چي د باد سرعت یې په ساعت کي تر زرو کیلومترو پوري رسیدلی ؤ.
د ویديويي فلمونو او تصاویرو څخه معلومیدله، چي د یوه کمپینګ ځای يا د مېلې لپاره وخت تېرولو په میداني کي د ټوریسټانو ټوله میزونه ، چوکۍ او نور شیان څنګه هوا ته پورته کیږي.
آ./م.ق.م./ا.ا.