ستوري څنګه اجسام دي؟
آیا پوهیږي چې ستوري څه شی دي او رڼا یې څنګه پيدا کیږي؟ آیا زمونږ په وينه کې موجوده اوسپنه هم د کائناتو له کومې بلې سیارې څخه راغلې ده؟ په دې اړه معلومات په دې انځوریز رپوټ کې لوستلی شئ:
موږ د سترګې په رپ کې تر شپږ زرو پورې ستوري ليدلی شو. دغه ستوري موږ ته يوازي د ټکو په څير خال خال ښکاري، علت يې دا دی چې دا زموږ څخه دومره لري دي چې تصور يې هم نه کيږي. په حقيقت کې دغه ستوري سماوي اجرام یا آسماني ډبري دي چې پر تودو او برقي چارج شوو ګازاتو مشتمل دي.
په ستورو کې دننه د تودوښې درجه او فشار دومره لوړ وي چې د هائيدروجن په څير کوچني اتومي ذرات له هيليم سره يو ځای کيږي چې د همدغو اتومي چاودنو په نتيجه کې په ستورو کې رڼا توليديږي.
د کائناتو له نظره يو همداسې یو جسم زمونږ دروازې ته مخامخ دی چې هغه لمر دی. لمر يوازينی داسې سماوي موجود دی چې ساينس پوهانو يې په اړه تفصيلي څيړنې کړي دي. لمر د جسامت له پلوه د ځمکې په پرتله ډير لوی دی چې د ۱۲ ميليارده کلونو پورې ځلیدلی شي.
ساينسپوهانو ستوري د هغو د رنګونو او رڼا له مخې په مختلفو ګروپونو ويشلي دي. سور رنګ لرونکي ستوري په تر ټولو کوچنۍ ډله کې راوستل شوي، ځکه چې د هغو هايدروجن ورو ورو سوځيږي. د دغو ستورو عمرونه ميلياردونو کلونو ته رسيږي.
د کهکشانونو په اصطلاح ګردجنه فضا کې دغه پټ ستوری تر ټولو دروند ستوری دی کوم چې تر اوسه پورې د فضانوردان له خوا پيژندل شوی دی. ساينس پوهانو له پاره اوس هم دا يوه معما ده چې د دغه ستورو شمير ولې دومره ډير دی. دغه ستوری د لمر په پرتله ۲۶۰ برابره دروند او لس ميليونه واره ډير ځليږي.
کله چې په دغه ستورې کې د سوند ټول مواد وسوځيږي، د هغه پاتې شونې د يو ګردجن تور غار په څیر شکل ځان ته غوره کوي. له دغه ستورې څخه راوتلي کيمياوي عناصر بيا په فضا کې خپريږي.
دا ژوندي اجسام او د ستورو ساختماني مواد دي. زمونږ بدن چې له کومو موادو څخه جوړ شوی دی، زمونږ په وينه کې اوسپنه او داسې نور له ستورو څخه نړۍ ته راغلي دي. د لمر د رڼا او تودوجې پرته به ځمکې د یوې مړۍ سیارې حیثیت درلودلی. لمر په اصل کې زموږ د ژوند تضمينونکې سیاره ده.
د ستلايت په ذريعه له اخيستل شوو انځورونو څخه ښکاري چې لمر څومره د جوش په حالت کې دی. دا په پرله پسې توګه برقي چارج شوي ټوټې په خلا کې خپرو. په لمر کې رامنځ ته شوی دغه طوفان د وړانګو په شکل تر ځمکې رارسيږي چې په نتيجه کې يې قطبي رڼا رامنځته کيږي. دغه لمريز ذرات کیدای شي د حساسې تکنالوژۍ او ژونديو موجوداتو له پاره خطرناک هم ثابت شي.
ساينس پوهان له لرې څخه د لويو لويو دوربينونو په ذريعه د لیري ستورو په مقناطيسي ميدان کې خپلې څيړنې کوي. دغه مقناطيسي ميدان کولای شي د ستورو د شاوخوا شرايطو د لا ښې پيژندنې په برخه کې مرسته وکړي. بالاخره د دغو هڅو په نتيجه کې کيدای شي د ځمکې په څير يوه بله سياره هم وموندل شي.