ستر ښارونه څه ډول راتلونکې لري؟
انسانان غواړي په مخ په زیاتیدونکی ډول په سترو ښارونو کی ژوند وکړي. لوگي، کثافات او بیروبار. په کیتو کی د ملگرو ملتو د هبیتات په کنفرانس کی د لویو ښارونو پر محدودیتونو او همدارنگه چانسونو باندې بحثونه وشول.
ښارونه مخ په وده دي
د ملگرو ملتو د اټکلونو له مخې به تر ۲۰۵۰ میلادي کاله پورې د نړۍ د نفوس شمیر نهو میلیاردو ته ورسیږي او د هغو دوه پر دریمه برخه به په ښارونو کې ژوند وکړي. له همدې کبله باید لوی ښارونه د مخ پر ودې تقاضا پراساس، زیربنایي او عامه خدمات، ارزانه کورونه، اوبه، معالجوي تاسیسات، کارځایونه ، د زده کړو مرکزونه، روغتونونه او ترانسپورت آماده کړي.
د بې وزلو سیمو وده
په ځینو ښارونو کې گڼ میشته ځایونه ډیر ژر په بې وزلو سیمو بدلیږي. لکه د جنوبی افریقا په کایلیتشا تاون شیپ کې. په افریقا، آسیا او جنوبي امریکا کې په میلیونو انسانان په داسې بې وزلو سیمو کې ژوند کوي چی پاکو اوبو، روغتیایي تاسیساتو او کارځایونو ته لاس رسی نه لري.
زرغونې ودانۍ
گڼ میشتې سیمې ځینې امکانات هم لري. د دې له پاره چې لاس انجلس ته نژدې د سانتا مونیکا په سیمه کی د کم معاش درلودونکو کسانو له پاره د کورو کمبود له منځه ولاړ سي، په ښار کې د چاپیریال ساتنې د معیار سره سم کورونه جوړیږي. د امریکا په متحده ایالاتو کې د کولورادو کورت ودانۍ د انرژۍ د سپما په برخه کې لومړنۍ ودانۍ ده.
پاکی اوبه
د دې له پاره چی پاکو او تازه اوبو ته لاس رسی ډیر وي، ښارونه ویالو او یا هم څاگانو ته نژدې جوړیږي. دا ځکه چی په دوامداره، ارزانه او اطمیناني ډول د ښار مخ پر وده نفوسو ته د اوبو رسول شي. په هند کی زیاتره ښارونه د اوبو له کمبود سره مخامخ دي.
د گڼ میشتو سیمو کرهڼه
په تیره بیا پرمختیایي هیوادونو کې د سیمو گڼ میشته کیدل، د خوراکي موادو پر زیرمو باندې فشار زیاتوي. بې وزله کسان صحي غذایي خوړو ته لاس رسی نه لري. د یوگندا په مرکز کمپالا کې انسانان د گڼ میشتو سیمو د کرهڼیزو محصولاتو په مرسته، پر یوې کوچنۍ ټوټې مځکې د ځان له پاره غذایی مواد کري او اضافی مواد یې په بازار کې خرڅوي.
بایسکل د نقلیه وسیلې په حیث
مکتب او یا هم وظیفې ته د تللو له پاره بایسکل یوه ډیره آسانه ترانسپورتی وسیله ده. خو په ښارونو کې د نفوسو وده د دې باعث کیږي چې نقلیه وسایل او ستریس ډیر سي. کوپن هاگن چی غواړي تر ۲۰۲۵ کاله پوری د اقلیم ساتنې سره ځان عیار کړي، د بایسکل چلولو داسي یوه شبکه جوړه کړې چی پر هغې باندې د موټر پر ځای سړي پر بایسکل باندې تگ راتگ کولای سي.
د بوگوتا بسونه
د کولمبیا په پایتخت بوگوتا کې بیا له ۲۰۰۰ م کال راهیسې هڅه کیږي چی ترانسپورتي مشکلات د ترانس میلینیو په نامه د بسونو په گړندي سیستم سره حل کړي. که څه هم په بسونو کې بیروبار باندې ډیر انتقادونه موجود دي، خو بیا هم هره ورځ څه د پاسه دوه میلیونه انسانان ورڅخه گټه اخلي.
د ډیریو یا کثافاتو لیري کول
همدارنگه د کثافاتو لیري کول هم د ښارونو په مهمو وظایفو پورې اړه لري. په سویدني ښارونو کې د کثافاتو د سوځولو په نتیجه کي انرژي تولیدیږي، د کورونو د کثافاتو یوازی یو فیصد په کثافات دانیو کي اچول کیږي. سان فرانسسکو پر پلاستیکی کڅوړو بندیز لگولي او غواړي تر ۲۰۲۰ کاله پورې د کثافاتو د تولیدولو مخه ونیسي. ځینی نور ښارونه بیا هڅه کوي چې د کثافاتو له انرژې څخه د نقلیه وسایلو په چلولو کي کار واخلي.
ناپاکه هوا
ښارونه د ناپاکې هوا مرکزي سرچینه ده او په ځینو ښارونو کې حتی انسانان د سابندې له خطر سره هم مخامخ کوي. د مکسیکو ښار د ډیرو لوگیو او گازونود فشار له امله مشهور دی. د روان کال په پیل کی یی هوا دومره ککړه وه چی چارواکو پر سړکونو باندې د موټرانو پر چلولو بندیز ولگاوه او د ښار له اوسیدونکو څخه یې وغوښتل چی په خپلو کورونو دننه کې پاته سي.
زرغونه ښارونه
شنې مځکې د ښارونو له پاره ډیرې مهمې دي. په هغو کې د تفریح او استراحت امکانات موجود وي او د تودوښې مخنیوی کوي. سینگاپورکه څه هم ډیر زیات نفوس لري خو بیا یې هم نیمایی برخه د شنو مځکو درلودونکې ده او په دې ډول د آسیا په زرغونو ښارونو کې لومړی ځای لري. خو شنه مځکه یوازې د طبیعت په معني نه ده . په باغ کې د اوسپنو څخه شکل لرونکي ونې د لمر انرژي او د باران اوبه راجذبوي.