1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ستر ائتلاف به پر کومو موضوعاتو همنظره او کومو مخالفت ولري؟

۱۳۹۶ آذر ۷, سه‌شنبه

د آلمان د مسيحي گوندونو اتحاد او سوسيال ديموکراتانو څلور کاله بې له سترو ستونزو حکومت وکړ. خو بيا به هم د دې گوندونو د ستر ائتلاف نوی پړاو ډير آسان نه وي. د ټولنیزو موضوعاتو پر سر ټينگار د مخالفت سبب کيدلای شي.

https://p.dw.com/p/2oNxK
Berlin Angela Merkel, Horst Seehofer und Martin Schulz
انځور: picture-alliance/dpa/B. von Jutrczenka

ټاکل شوې ده د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۷م کال د نوامبر ۳۹ نيټه) د ماښام پر اتوو بجو به د آلمان صدر اعظمه او د مسيحي ديموکرات اتحاد مشره انگلا ميرکل، د مسيحي سوسيال اتحاد مشر هورست زيهوفر او د سوسيال ديموکرات گوند مشر مارتين شولڅ په «بيلويو ماڼۍ» کې له ولسمشر فرانک والتر شتاين ماير په حضور کې سره وگوري. ولسمشر د نويو ټاکنو مخالف دی له زرغون او آزاد ديموکرات گوند سره د ائتلافي حکومت د رامنځته کولو پر سر خبرو اترو تر ناکاميدو وروسته هڅه کوي سوسيال ديموکراتان او مسيحي اتحاد يو وار بيا ائتلاف وکړي. دا به د دې گوندونو پرله پسې دويم او له ۲۰۰۵م کال راهيسې دريم ستر ائتلاف وي.

په اصل کې مسيحي اتحاد او سوسيال ديموکراتانو په ماضي کې په مقايسوي توگه ښه همکاري کړې ده، په هر حال کې تر هغه ښه چې اټکل یې کيده. خو ستر ائتلاف د سوسيال ديموکرات گوند له پاره ډير گټور ثابت نه شو. د روان کال د سبتمبر د ۲۴ نيټې په ټاکنو کې یې د يوازې ۲۰،۵ سلنه رایو په اخیستو سره د خپل تاريخ تر ټولو خراب نتايج ولرل. د گوند مشر مارتين شولڅ د ټاکنو د نتايجو تر اعلانيدو وروسته د پایلې په توگه اپوزيسيون ته د تلو پريکړه وکړه.

د غوښتنو نوملړ اوږد دی

د سوسيال ديموکرات گوند مخکښه استازو له ټاکنو راهيسې په دې تيرو څو اوونيو کې په ټينگار سره دا واضح کړه چې په ائتلاف کې شامليدل نه غواړي، د مسيحي اتحاد، زرغون او ليبرال گوند تر منځ د ائتلاف د جوړښت په تړاو د خبرو تر ناکاميدو وروسته هم.

خو اوس دوی خپل نظر بدل کړی او د تيرو ورځو سخت دريځ کيدای شي له دغه گوند سره د خپلو غوښتنو په برخه کې مرستندوی ثابت شي. دوی کولای شي د ستر ائتلاف نوی پړاو د ځان له پاره په ښو شرائطو سره ومني. دوی به په ځانگړي توگه د ټولنیزو سياست له پاره کلکه مبارزه وکړي او جوړ جاړي ته به يوازې په مشروط ډول او يا هيڅ چمتو نه وي.

د سوسيال ديموکرات گوند کيڼ اړخ د غوښتنو يو مفصل او هر اړخير نوملړ چمتو کړی دی چې اصلي ټکي یې د کورنۍ پېسې، تقاعد، بيمه، د شتمنو ماليه، د ميراث د مالیې لوړول، د ښځو او نارينه وو له پاره يو ډول عايد، د استخدام د قرادادونو محدوديت له منځه وړل، د فدرال او ايالتونو ترمنځ د زده کړې په برخه کې د همکارۍ محدوديت لغو کول، د لنډې مودې يا موقتي کار څخه د اوږدې مودې کار ته د ستنيدو حق او د مهاجرو د ادغام له پاره د زيات زيار ايستل.

Deutschland Nach der Bundestagswahl Plakate Merkel und Schulz
انځور: picture-alliance/dpa/W. Kumm

مخالفتونه به ډير وي

سوسيال ديموکرات گوند غواړي د بهرنيو چارو وزارت له دوی سره پاته شي چې اوسنی وزیر زيگمر گابريل یې چې د دغه گوند پخوانی مشر وو، په خوښۍ سره مخ ته وړي. همد راز دغه گوند غواړي د مالیې وزارت هم دوی ته ورکړل شي. دولتي خزانه ښه ډکه ده او اوسنۍ اقتصادي ودې ته په کتو سره به ښايي ډيره موده همداسې پاته وي.

که څه هم چې د مالیې د راتلونکي وزير له پاره وضعه ښه تر سترگو کيږي خو د سوسيال ديموکراتانو د اوږده نوملړ د غوښتنو عملي کول به ډير گران تمام شي. د مسيحي اتحاد له پاره به هم د دې غوښتنو منل ډير سخت وي. که څه هم چې په ټاکنو کې د آلمان له پاره د بديل گوند تر بريا وروسته ميرکل او زيهوفر ويلي ول چې دوی غواړي د وگړو ټولنیز امنيت تامين کړي خو دومره به مخکې ولاړ نه شي لکه سوسيال ديموکراتان یې چې غواړي.

تقريباً هيڅ توافق نه ليدل کيږي

سوسيال ديموکرات گوند له کلونو راهيسې غوښتنه کوي چې د روغتيا قانوني او شخصي بيمه دې په يوه شريکه مدني بيمه تبديل کړای شي. دا بيمه بايد د کار فرمايانو او کار کوونکو له خوا په مساوي ډول تمويل شي. په دې توگه بايد په آلمان کې «دوه قشره طبابت» پای ومومي. خو مسيحي اتحاد تر اوسه د شخصي بيمې چې زيات عايد لرونکو کارمندانو، شخصي کاروبار لرونکو او د دولتي مامورينو له پاره ده، د له منځه وړلو سره مخالفت لري. 

د ائتلاف له پاره په ترسره کيدونکو بحثونو کې به سوسيال ديموکرات گوند د مالیې هغه طرحه چې په ټاکنو کې یې وړاندې کړې وه، پر ميز بايد واچوي. د دې له مخې بايد د پيستون اضافي ماليه تر ۲۰۲۰م کال پورې د ټيټې او منځنې کچې د عايد لرونکو له پاره له منځه یوړله شي او په بدل کې یې بايد پر لوړ عايد او شتمنيو مالیې زياتې شي. خو مسيحي اتحاد دا ردوي او په عين وخت کې غواړي چې نوي پورونه ونه کړای شي.

د تقاعد د سستم باثباته کولو موضوع  بيا هغه يوازينۍ موضوع ده چې مسيحي اتحاد او سوسيال ديموکراتان پرې سره تر يو حده همنظري دي. خو سوسيال ديموکراتان د تقاعد د کچې د کښته کولو سره مخالفت لري او په دې برخه کې د دولتي تضمين غوښتونکي دي.

مشترک ټکي هم شته

د اروپا او د بهرني سياست په برخه کې بيا تر ډيره حده توافق موجود دی. که څه هم چې د فرانسې د ولسمشر ايمانويل مکرون د مالي سياسي تصوراتو په تړاو يو څه مخالفتونه ليدل کيږي. خو د آلمان د پوځ د بهرنيو ماموريتونو، د بهرني سياست د مهمو طرحو او همدا راز د اروپا د سياست په تړاو یې نظرونه تر ډيره يو دي.

همدا راز د مهاجرت او مهاجرو پر موضوع د مسيحي اتحاد او سوسيال ديموکرات گوند په دريځونو کې ډير تفاوت نه ليدل کيږي او مسيحي اتحاد د سوسيال ديموکراتانو د مهاجرت د قانون د غوښتنې په مقابل کې هم تقريباً هیڅ مقاومت نه دې ښکاره کړی.