1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

سباناری او کافي د شکرې په مخنيوي کې مرسته کوي

۱۳۹۷ آبان ۲۸, دوشنبه

که څوک غواړي چې په ديابت يا شکرې اخته نه شي نو بايد بې سهارناري له کوره ونه وځي. همدا راز سهار د قهوې څښل هم روغتيا ته گټه لري. دا د شکرې په هلکه نويو څيړنو ښوولې ده.

https://p.dw.com/p/38UYj
Frühstück Bildergalerie Deutschland EINSCHRÄNKUNG
انځور: picture-alliance/dpa/Soili Jussila

هغه خلک چې د ناشتې او يا سباناري عادت نه لري، ټوله ورځ غير صحي خواړه خوري. ځکه کله چي پرې لوږه راځي نو خواږه شيان او داسې خواړه خوري چې ډيره کالوري لري. ښايي دا کسان د سگريتو څکولو او نورو نشه يي موادونو کارولو ته زيات تمايل ولري. دا خبره د آلمان د ديابت د مرکز له خوا په ترسره شوې يوه څيړنه کې شوې ده.

يو تناقض: چاغ  خلک سهار څه نه خوري

کارپوهانو د ۹۶۱۷۵ رضاکارانو چې په دې څيړنه کې یې برخه اخيستې وه، معلومات وارزول چې له دوی څخه یې د څيړنو په جريان کې ۴۹۳۵ د شکرې په دويم ډول اخته شول. په دې ترڅ کې دا هم وموندل شوه چې چاغ خلک سهار مهال د ډوډۍ خوړولو تمايل نه لري. چاغښت د شکرې په دويم ډول د اخته کيدو يو مهم فکتور دی.

له دې څیړنو ثابته شوې ده چې سړی بايد سهار خواړه خوري خو د سباناري پر وخت څه بايد وڅښل شي؟ اوبه، د ميوې شربت او که چای؟

د سباناري پر وخت تر ټولو ښه څښاک قهوه ده. دا خبره د «Institute for Scientific Information on Coffee» يا د قهوې په اړه د ساينسي معلوماتو د انستيتويت له خوا ترسره شويو څيړنو کې جوته شوې ده. دا خبره يو څه حيرانونکې په دې ښکاري چې ياد انستیتويت د قهوې د شپږو سترو اروپايي شرکتونو له خوا تمويليږي. خو طبيعي ده چې دغه انستيتويت په خپلواکه توگه له پوهنتونو سره ساينسي څيړنې ترسره کوي.

Frau mit Kaffeetasse im Bett
څيړنو ښوولې چې قهوه د التهاب په مخنيوي کې مرسته کويانځور: picture-alliance/ Bildagentur-online/Tetra-Images

د التهاب مخنيوی

د قهوې په هلکه د معلوماتو د انستيتويت په رپوټ کې چې د اکتوبر میاشتې په سر کې د ديابت يا شکرې د اروپايي ټولنې په يوه غونډه کې وړاندې شو، راغلي دي چې کافي يا قهوه کولی شي د شکرې د دويم ډول د رامنځته کيدو خطر ۲۵ سلنه ټيټ کړي.

ماتياس کارلستروم، چې د ستاکهولم په کارولنسکا انستيتويت کې د طب او فارسي استاد دی، د دې څيړنې له پاره ۳۰ څيړنې چې د يو ميليون ۱۸۵ زره او ۲۱۰ معلومات ته پکښې لاس رسی موندل شوی وو، ارزولي دي.

کيلد هيرمنسن چې د دنمارک د آرهوس طبي پوهنتون استاد دی، وايي چې په قهوه کې داسې مواد موجود دي چې د التهاب په مخنيوي کې مرسته کوي. قهوه د گرمۍ د پيدا کولو له لارې په بدن کې د خوراکي موادو د هضميدو او په کولمو کې د گټورو باکترياو د تنوع د رامنځته کيدو باعث کيږي.

نوموړی په ورځ کې د درې تر څلور پيالې قهوې د څښلو توصيه کوي، نارينه وو او ښځو دواړو ته. او که څوک د کافي يا قهوې د څښلو له کبله د زړه د ضربان او يا فشار د لوړيدو شکايت کوي، نو د کافيين څخه پاکه قهوه بايد وڅښي. دا هم ډيره گټوره ده.

زموږ له آرشيف څخه: