1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جنګي سیمو کی پر ماشومانو زورزياتی ډېر شوی

۱۴۰۰ تیر ۱, سه‌شنبه

په ۲۰۲۰م کال کي نږدې ۲۰زره ماشومان د تاوتريخوالي قرباني شوي دي. ملګري ملتونه وايي چې، پر ماشومانو باندي جنسي تيري او د هغوی تښتوني زياتي شوي دي. افغانستان د ماشومانو له پاره يو له خطرناکو هيوادونو څخه بلل شوی دی.

https://p.dw.com/p/3vKEn
Afghanistan 2015 IS-Kämpfer mit Kindern
انځور: picture-alliance/dpa/G. Habibi

په ۲۰۲۰م کال کي نژدې ۲۰زره ماشومان د تاوتريخوالي قرباني شوي دي. ملګري ملتونه وايي چې په زياته بيا پر ماشومانو باندي جنسي تيري او د هغوی تښتوني زياتي شوي دي. افغانستان د ماشومانو له پاره يو له خطرناکو هيوادونو څخه بلل شوی دی.

ملګري ملتونه وايي چې په ۲۰۲۰م کال کي په هغو سيمو کې چي وسله والي شخړي رواني دي پر ماشومانو باندي تاوتريخوالی زيات شوی دی.

د ملګرو ملتونو په راپور کې چي د دوشنبې په ورځ خپور شوی او د دغه سازمان عمومي منشي انتونيو ګوتيرش لاسليک کړی دی، راغلي دي چې په ۲۰۲۰م کال کې د هغه د يو کال مخکي په پرتله د ماشومانو تښتوني ۹۰ سلنه او پر ماشومانو جنسي تيري او جنسي سواستفاده په سلو کي ۷۰ زياتي شوي دي. په دغه راپور کې افغانستان، سوريه، يمن او سوماليا تر ټولو خطرناک هيوادونه ياد شوي دي.

د ماشومانو او جګړه ايزو ستونزو له پاره د ملګرو ملتونو سازمان مسؤل ويرجینا ګامبا وويل: «د لويانو له خوا رامنځته شوو جګړو په ۲۰۲۰م کال کې د ميليونونو نجونو او هلکانو ماشومتوب اخيستی دی.» د دغه راپور پر اساس د ماشومان پر وړاندي د «سختو سرغړونو» پيښي د «اندېښنې وړ» زياتي شوي دي.

د ګامبا دفتر ويلي دي چې په تير ميلادي کال کې پر ۱۹۳۰۰ نجونو او هلکانو باندي د زورزياتي پيښي ثبت شوي دي. په ۸۴۰۰ پيښو کي ماشومان وژل شوي او يا معيوب شوي دي. له نږدي ۷۰۰۰ ماشومانو څخه د سربازۍ يا جنګي ابزارو په توګه کار اخيستل شوی دی. دغه پيښي تر ټولو زياتي په سوماليا، سوريه او ميانمار او دغه راز د کانګو ديموکراتيک جمهوريت او د هغه په ګاونډ کانګو جمهوريت کې رامنځته شوي دي.

د بشري حقونو د مدافعينو انتقاد

د بشري حقونو د څار سازمان پر ملګرو ملتونو باندي نيوکه کړې ده چې له ماشومانو سره د کړه وړه په برخه کې په دغه تور ليست کې د اسرائيل او سعودي عربستان نومونه نه دي درج شوي، په داسي حال کي چې په دغه راپور کې د ماشومانو پر وړاندي جنايتونه مستند شوي دي. د ياد سازمان په خبره «د ملګرو ملتونو سازمان له خوا د په اثبات رسېدلو شواهدو پر اساس راپور جوړولو کي د دغه سازمان د عمومي منشي انتونيو ګوتيرش مکرر غفلت به له ماشومانو سره د خيانت او عدم مجازات سبب شي».

د بشري حقونو د څار سازمان غړي جو بیکر د ملګرو ملتونو عمومي منشي تورن کړی دی چي «په جګړو کې يې هغه ښکېلي غاړي چې د ماشومانو په قتل او مثله کولو کې لاس لري» مجرمي او مسؤلي نه دي ګڼلي.

دغه راز نيوکه شوې ده چې په يمن کې د سعودي عربستان او متحده عربي امارتو په مشرتوب پوځي ائتلاف په دغه ليست کي نه دي راوستل شوي. ملګرو ملتونو پخپله دغه ائتلاف تېرکال د ۱۹۴ماشومانو په وژلو او ټپي کولو تورن کړی وو.