1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

زېهوفر د بامف مشره ګوښه کړه

۱۳۹۷ خرداد ۲۶, شنبه

د آلمان د کډوالۍ او مهاجرو د ادارې په افتضاح کې د لوړې سطحې يوه پرېکړه شوې ده. د دغې ادارې مشره، يوتا کورد، له خپلې وظيفې څخه ګوښه کړل شوې ده.

https://p.dw.com/p/2zfkL
Deutschland, Berlin: Bundestags-Innenausschusses zur Bamf-Affäre
انځور: picture-alliance/dpa/W. Kumm

په برلين کې د آلمان د کورنيو چارو د وزارت يوه وياند تائيد کړې ده چې د آلمان د کورنيو چارو وزير، زېهوفر، د بامف د ادارې مشرتابه ته د چارشنبې په ورځ لا ويلي ول چې د کډوالۍ او مهاجرو د چارو د ادارې مشره، يوتا کورد يې له خپلې دندې څخه ګوښه کړې ده. د زېهوفر وياند وويل چې د کورد د ځای ناستي په هکله به ډېر ژر تصميم ونيول شي. وياند دې ته هم اشاره وکړه چې د بامف په اداره کې د رسوايۍ له کبله زېهوفر يو څو اوونۍ مخکې لا په پرسونل کې د بدلون راوستلو خبره رد کړې نه وه. د کورد د ګوښه کولو په هکله لومړی په هامبورګ کې مېشتې د «شپيګل آنلاين» خبري مجلې راپور ورکړی و. د «شپيګل» په حواله به ښايي د دغې ادارې مرستيال، رالف تيسلر، هم لرې کړل شي. تېره اوونۍ زېهوفر «د بامف په اداره کې د ژورو اصلاحاتو» راوستلو اعلان کړی و، خو يوازې د تنظيم او د پناه غوښتنې د بهيرونو چارو ته يې اشاره وکړه. د آلمان د پارلمان د کورنيو چارو د پلاوي په ځانګړې ناسته کې د لوی ائيتلاف او د زرغون ګوند استازو دا هم وويل چې د کډوالۍ د ادارې د برېمن په څانګه کې دغه افتضاح او رسوايي په دې پورې هم تعلق لري چې د کډوالو د شمېرو د يو دمي زياتوالي له کبله دغه اداره تر فشار لاندې راغلې وه. 

د موضوع د څېړلو پلاوی څه وايي؟

د آلمان د پارلمان له خوا ګومارل شوي د کورنيو چارو د څېړلو د پلاوي مشرې، اندريا ليندهولڅ وويل چې د بامف مشرې کورد ښه کار کړی دی، خو «په دغه ځای کې اعتبار په بل ډول نه شي بېرته راتلای».
دغه خبره يې دې ته په اشارې سره وکړه چې د بامف مشره ښايي له خپلې وظيفې څخه ګوښه شي. له دې کبله په دغه اداره کې يوه «نوي پيل» ته اړتيا ليدل کيږي. د کورنيو چارو په پلاوي کې د يوې ځانګړې ناستې په ترڅ کې د کډوالو د چارو د پخواني همغږي کوونکي او ننني د اقتصاد له وزير، پېتر آلتماير او د کورنيو چارو د پخوانيو وزيرانو، توماس دېميزير او هانس پېتر فريدريش څخه پوښتنې وشوې.

«بشپړ سياسي مسئوليت»

دېميزير، چې د سږکال د مارچ تر مياشتې پورې د کورنيو چارو وزير پاتې شوی دی، د خپلو څرګندونو په حواله د بامف د برېمن د څانګې له کارونو څخه خبر او ورسره بوخت نه و. خو ويې ويل چې دی «د ټولو هغو کارونو له پاره چې زما د کاري دورې پر وخت زما د مسئوليت په ساحه کې شوي دي، بشپړ سياسي مسئوليت اخلم.» فريدريش چې د ۲۰۱۱ او ۲۰۱۳ کلونو په ترڅ کې د کورنيو چارو وزير و، د پخواني حکومت له خوا په ۲۰۱۵ کال کې د سرحد د پرانيستلو پر سياست سختې نيوکې وکړې. د هغه په خبره د ده په وخت کې له تصوره لرې خبرې وه چې د اروپايي قوانينو له پامه غورځولو سره دې په سلګونو زره کډوال آلمان ته راپرېښودل شي. هغه له «يوې سياسي تېروتنې» څخه خبرې کولې چې «عواقب يې ناوړه» دي.