1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

زېهوفر: تر تمي لږ مهاجر راغلي دي

۱۳۹۷ مهر ۱۸, چهارشنبه

د جرمني د کورنيو چارو وزير هورست زېهوفر په حواله د سږعیسوي کال له جنورۍ میاشتي راهيسي تقریبأ ۱۰۰۰۰۰ مهاجر راغلي دي، چي دا د انتظار خلاف ډیر لږ دي.

https://p.dw.com/p/36HCi
Deutschland Kommission "Gleichwertige Lebensverhältnisse"
انځور: picture-alliance/dpa/B. von Jutrczenka

څرنگه چي په نومبر او ډسمبر میاشتو کي معمولأ لږ انسانان جرمني ته رامهاجر کیږي، نو زېهوفر اټکل کوي،چي هغوی به تر ۲۰۰۰۰۰ کسانو وا نه وړي. دا هغه اندازه ده، چي د زېهوفر په مشرتوب سوسیال مسیحي گوند یې د کاله د لوړ حد ټاکلو غوښتنه کوله او ویلي یې ول، چي تر دې اضافه مهاجر باید جرمني ته راپرې نه ښوول سي.

دغه خبر نن چهارشنبه المانۍ ورځپاڼي «زوید دويچه څایتونگ» د زېهوفر او په پارلمان کي د اتحادي گوندونو د فراکسیون د یوې غونډي د اعضاوو په حواله ورکړی دی.

همدا په تیر جون میاشت کي لا زېهوفر ویلي ول، چي د مهاجرو تعداد د لوی ائتلاف له خوا تعین سوي حد، یعني له ۱۸۰۰۰۰ تر ۲۲۰۰۰۰ ته رسیدلی دی او حتی ورڅخه اوښتی دی.

په همدې دلیل د چپیانو فراکسیون د داخلي مسایلو ویاندې اولا یېلپکه د زېهوفر پر دغه اټکل باندي د«بیري اچولو» د یوه عمل په حیث انتقاد کړی دی.

Deutschland Letzte provisorische Flüchtlingsunterkunft in Hamburg schließt
انځور: picture-alliance/dpa/D. Reinhardt

د لوی ائتلافي حکومت غړي د «لوړ حد» ټاکلو پر موضوع باندي تر ډیرو شخړو او جنجالونو وروسته د مهاجرو له پاره پر پورتني حد باندي موافقې ته ورسیدل، چي په هغه کي نه یوازي هغه مهاجر چي د کاله په جرمني کي مقیم کیږي او راځي، په نظر کي نیول کیږي، بلکي هغه مهاجر هم چي اخراجیږي او یا پخپله خوښه بیرته خپلو هیوادونو ته ځي.

زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:(31.07.2018 )