1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

زې هوفرغواړي د پناه غوښتونکو په فدرالي ادره کي اصلاحات راولي

۱۳۹۷ خرداد ۷, دوشنبه

د جرمني په بریمن ایالت کي په ناحقه سره ډیرو پناه غوښتونکو ته د قبولۍ ورکولو د رسوایۍ په قضیه کي د جرمني د کورنیو چارو وزیر د مهاجرو او کډوالو د چارو په فدرالي ادره کي د پراخو بدلونونو غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/2ySHt
Deutschland Bundesinnenminister Seehofer besucht BAMF
انځور: picture-alliance/dpa/D. Karmann

د مهاجرو او کډوالو د چارو په فدرالي ادره یا(بمپ) کي رسوايي د جرمني د کورنیو چارو د وزیر هورست زې هوفر له پاره په یوه دوامداره سردردي باندي تبدیله سوې ده. د مهاجرو په چارو کي د بریمن ايالت ادرې د پلټنو په جریان کي په تکرار سره نوي شکمني قضیې او بې بندوبارۍ هم رسوأ کیږي.

زې هوفر د المان دوهم ټلویزوني چینل ته وویل، چي «د بریمن قضیه ما په حقیقت کي دې ته تشویقوي، چي موږ په ټوله جرمني کي په دغه ارگانو کي تغیرات راولو.»

د دې ترمخه د مهاجرو په چارو کي د راین لنډ فالز ایالت ادرې کي د خطر زنگ ږغول سوی وو. ددغي ادارې یوه مامور پروسږکال لا په نورنبِرگ کي د مهاجرو او پناه غوښتونکو مرکزي ادرې ته ایمیل لیږلی ؤ، چي دلته تر مجموعي معلومي فیصدۍ اضافه کسانو ته په جرمني کي د پاتېدو حق ورکړل سوی يا قبول سوي دي. په داسي حال کي چي هلته ۹۷ فیصده ایرانیانو او ۹۰سلنه افغانانو ته داحق ورکول سوی ؤ، بیا په ۲۰۱۷م کال کي په ټول جرمني کي ایرانیانو ته ۵۰ او افغانانو ته ۴۴ فیصده دا حق ورکړل سوی وو.

زې هوفر په خپلو خبرو کي یو وار بیا «د مهاجرو د راتگ له پاره د یوې ټاکلي فیصدۍ غوښتنه وکړه. ده همدارنگه وویل، چي د مهاجرو له پاره یې په اصطلاح خپل د تجمع مرکزونو ماسټر پلان جوړ کړی دی، چي مهاجر يا پناه غوښتونکي نیول کیږي او امتحانیږي.

د بریمن رسوايي ښکاره کړه، چي دغه مرکزونه څونه اهمیت لري. ځکه موږ غواړو په دغو مرکزونو کي نه یوازي د پناه غوښتونکو پروسې ډیر ژر، بلکي اطمیناني یې هم فیصله کړو.»

خو دا کار یوازي هغه وخت ممکن دی، چي سړی ټوله له سره تنظیم کړي. زې هوفر غواړي په دې هکله خپل پلان په دوو اوونیو کي وړاندي کړي. مگر دغه مرکزونه هم په حکومتي ایتلاف کي شامل سوسیال ديموکراټانو سره او هم په ځینو ایالتونو کي شخړه ایزه موضوع ده.

له بلي خوا باید زې هوفر د بمپ د عمومي رییسي یوتا کوټ سره د سه شنبې په ورځ د بریمن د رسوايي په قضیه کي د جرمني د پارلمان داخلي کمیټې ته جواب ووايي. ویل کیږي چي په دغه ایالت کي لږترلږه ۱۲۰۰ غلط تصامیم نیول سوي دي. په دغه رسوايي کي نه یوازي د بمپ دمسؤلو مامورینو، بلکي د مدافع وکیلانو، ترجمانانو او ډاکټرانو په مقابل کي هم تورونه لگیدلي دي. هغوی د پیسو په مقابل کي د مهاجرو په دوسیو کي جعل کارئ کړي دي.

زې هوفر په خپله مرکه کي دې ته هم اشاره وکړه، چي یوتا کوټ هغه وخت د بمپ رییسه نه وه او دی د همدې کال د اپریل مياشتي پر ۱۹ د بریمن د قضیې په اړه خبر سو. بیا یې نو په خبره سمدستي امر وکړ، چي د اوس له پاره دي د پناه غوښتني پروسې پريکړه وځنډيږي.

د کورنیو چارو وزیر د المان شپیگل مجلې ته دا هم ویلي دي، چي د جرمني فدرالي جنايي آمریت او داخلي استخباراتي اداره هم په دغه موضوع کي راداخل سوي دي، تر څو دا معلومه کړي چي له مثبتو تصامیمو څخه خو به د جرمني د امنیت له پاره په اصطلاح خطرناکه کسانو گټه نه وي اخیستې.

زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:( 27.04.2018 )