زیهوفر د مهاجرو د اخراج قانون پر سختولو ټینګار وکړ
۱۳۹۷ دی ۱۲, چهارشنبهد امبرګ په ښار کې د مهاجرو له خوا پر یو شمیر لارویانو برید د آلمان د کورنیو چارو وزیر هورست زیهوفر، له سخت غبرګون سره مخامخ شوی دی. زیهوفر د مهاجرت د قانون پر سختولو ټينګار کړی دی.
د ۲۰۱۸م کال د دسمبر په ۲۹ نیټه د افغانستان، سوریې، او ایران هیوادونو څلور تنو مهاجرو پر لاوریانو برید وکړ او ۱۲ تنه یې ټپیان کړل. د هغو رپوټونو په حواله چې تر اوسه پورې د چارواکو په اختیار کې ورکړل شوي دي دغه څلور واړه برید کونکي چې د ۱۷ او ۱۹ کلونو ترمنځ عمرونه لري، ډیر سخت نیشه ول.
د پولیسو په حواله دغو کسانو د نیول کیدو پر مهال ډیر سخت مقاومت ښکار کړی دی. څلور واړه تر نیول کیدو وروسته د توقیف په جلا جلا خونو کې اچول شوي دي.
د آلمان د کورنیو چارو وزیر په دې اړه د «بیلد» ورځپاڼې ته ویلي دي: «د امبرګ پيښې زه ډیر په غوسه کړی یم. دا عمل د شدید افراطیت تاوتریخوالي یو ډول دی چې موږ یې نه شو زغملی.»
هغه ټینګار وکړ کله چې پناه غوښتونکي پر تاوتریخوالي لاس پورې کوي، باید له دې هیواد څخه ووځي.
د آلمان د کورنیو چارو وزیر زیاته کړه: «په هغه صورت کې چې د اخراج قانون په دې برخه کې په کافي اندازه مقررات ونه لري، باید تغیر کړای شي.»
هغه وویل چې د دې مسئلې د عملي کیدو له پاره د آلمان پارلمان ته یې خپل وړاندیزونه کوي. دا په داسې حال کې ده چې د آلمان د کورنیو چارو وزیر د ۲۰۱۸م کال په دسمبر میاشت کې هم دا موضوع مطرح کړې وه.